شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپر يوه ط-الب قومندان تور؛ پر پاکستان د پلورلو امنيتي تجهيزاتو په...

پر يوه ط-الب قومندان تور؛ پر پاکستان د پلورلو امنيتي تجهيزاتو په ۱۵ ميليونه افغانيو یې کور اخیستی

تاند( يکشنبه ، د سرطان ۲۶ ) په زابل کې د طالبانو د پوځي ليوا قومندان ‏‏‏‏ملا عبدالجبار یاسر، په يوه راپور کې تورن شوی، چې پر پاکستان د يادې لېوا د پلورلو امنيتي تجهيزاتو د پيسو په ۱۵ ميليونه افغانيو یې، په زابل ولایت کې یو ډېر عصري کور ځانته اخيستی دی.

هشت صبح ورځپاڼه د خپلو ځايي سرچينو په حواله وايي، چې دا کور د زابل په مرکز قلات ښار کې دی او د عبدالخالق پټان په نوم يوه سړي نه پېرودل شوی دی.

د‌ سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب قومندان د‌ یاد شوي کور د اخيستو لپاره د ليوا د يوه ډېر مجهز جنراتور په ګډون ډېر امنيتي او نور تجهيزات پر پاکستانيانو پلورلي دي.

ياد شوي طالب قومندان په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ طالبانو ډېر قومندانان تورن دي، چې پر افغانستان له بیرته واکمنيدو سره ېې په پراخه کچه امنيتي او نور ملي تجهيزات او شتمنۍ چور او پر پاکستان او نورو پلورلي دي.

طالبانو په دې اړه تورونه رد کړي، خو ډېر اسناد شریک شوي، چې په پاکستان او ايران کې د افغانستان قیمتي امنيتي او نور تجهيزات د ګرځیدو او استفادې په حال کې ښيي.

د ځينو راپورونو له مخې، د افغانستان د ملي شتمنۍ او تجهيزاتو د چور تالان په ادعا شوو پيسو طالبانو دويم، درېيم او ان څلورمه پورې ودونه هم کړي دي.

د طالب چارواکو د ډېرو ودونو په موضوع د دوی ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده هم غبرګون ښودلی او څو ځلې طالب مشران ېې له ډېرو ودونو منع کړي دي.

1 COMMENT

  1. دا يوه پوچه بې منطقه احمقانه پرو پاګنده ده ، وايې چې هر وخت مهمات په پاکستان خرڅیږي ! چې د اولس احساسات را پورته کړي!!
    داس خبري د نجيب ننګیال له لکۍ سره روابط لري ! د غله زامن غول خوري دواره د خرې زامن دي ږیره ور احمقه طالبان او بې ږیرې دالري غله
    په دواړو د نالت وي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب