شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د اريوب ځاځيو نادره منظره

د اريوب ځاځيو نادره منظره

سپين روان نورزی

د پښتو په ولسي ادب کې د منډير ( منډهير) غره په اړه ډېرې سندرې، سروکي او لنډۍ ويل شوي او د دې غره ښکلا او عظمت په کې ښودل شوی او ستايل شوی دی، د بېلګې په توګه:

وړکي[1] وړه2  د منډير غرونه وهينه

و مورې ځاځيو ته مې وېر که3

د سپينو واورو سپين څار پرې غوړېدلی دی
ښکلی دی سپين غر، ټول اريوب ورسره ښکلی دی

ښکلي منظرې لري اريوبه
غرو کې تماشې لري اريوبه

د منډير په غره کې څه ښکلي ګلونه دي
هره خوا سيلونه دي، لاس راکه4 چې څونه5

په لوړو غرونو کې اوسيږي ميړني به منې
اريوب ځاځي به منې، وای اريوب ځاځي

ښايي هغه چا چې دا سيمه او دا غر نه وي ليدلی دا سروکي او لنډۍ ورته د ستاينې افراطي انداز ښکاره شي، خو که چا يو ځل د دې سيمې ننداره وکړه، بيا په دې پوهېږي چې دا سيمه څومره د ستاينې وړ ده.

په هېواد کې تقريبا نيمې پېړۍ جګړې افغانان نه يوازې په مالي او ځاني لحاظ زيانمن کړل، بلکې له خپل طبيعت او طبعي ښکلاګانو يې هم بې خبره وساتل، اوس چې په هېواد کې نسبي امن دی، دا زمينه برابره شوې چې خلک د چکر او سياحت لپاره د ځينو سيمو ليدنه وکړي.

په سږني اختر کې ډېری خلک له ښارونو د اطرافو خوا ته د سيل او ساعتيرۍ لپاره تلل، موږ هم چې يوه ډله ملګري وو، د اريوب ځاځيو په لور وخوځېدو.

اريوب د پکتيا مرکز ګرديز ختيځ خوا ته تقريبا اتيا کيلو متره لرې پرته ولسوالي ده. دا يوه غرنۍ سيمه ده، خو غرونه يې د تورې طلا ( ځړغونځيو) په ونو پوښل شوي دي.

د اريوب ځاځيو منډهير (منډير) غر او د سپينې شګې سيمه چې، د سپينو غرونو سره خوا ته پراته دي، هغه مشهور ځايونه دي چې د ليدو لپاره ډېر څه لري، ځکه په تاريخي لحاظ دا سيمه د روسانو په وړاندې د جهادي تنظيمونو ستر مرکز و. سپينه شګه چې په اوس وخت کې د سيل او سياحت يوه بېله منظره ده، د جهاد په وخت کې دريو مشهورو جهادي مشرانو( ګلبدين حکمتيار،  عبدرب رسول سياف، برهان الدين رباني) خپل نظامي مرکزونه په دې سيمه کې ودان کړي وو، خو داسې ويل کېږي چې په پای کې حکمتيآر چې تر نورو يې ډېر امکانات لرل، خپل دوه سيالان له دې سيمې وشړل او ټوله سيمه ده تر خپلې ولکې لاندې راوسته، اوس يې هم د نښترو او لمنځو لوړو لوړو ونو په منځ کې هغه ګارې ( سمڅې) شته چې د روسي الوتکو له بمبار او سکاټ توغنديو له ګوزارونو به په کې مجاهدين پټېدل.

سپین روان

دې سره په څنګ کې دا سيمه په لروغوني لحاظ هم ډېره د پام وړ ده، ځکه کله چې له احمدخيلو ولسوالۍ د اريوب سيمې ته اوړې د غرونو په منځ کې د يوه غره په ډډه کې د جوړو شويو ودانيو نښې نښانې تر سترګو کېږي. د سيمې خلک په دې اند دي چې دا د ( ذمر)(6) بنديخانه ده او اوس په کې پيريان اوسېږي، په همدې دليل ډېر څوک هغې سيمې ته خوا ته نه ورځي، خو که په علمي انداز ورته وکتل شي، شايد په سمڅو کې د انسانانو د اوسېدو پير سره تړاو ولري، خو جالبه دا ده چې د معمارۍ ځانګړی انداز په کې له ورايه ښکاري.

په فرهنګي لحاظ هم دا سيمه که څه هم اطرافي ښکاري او له ښارونو ډېره لرې پرته ده، خو د طبيعت جذابيت ته په کتو دې سيمه کې د پښتو ژبې ډېری ولسي او کتابي شاعران او هنر مندان هست شوي او لا هم ژوندي دي، د بېلګې په توګه حکيم جان فريادي، نيازولي شاهديار، امين الفت، ګودر ځاځی، بهرام جان، جاويد امرخيل، ډاکټر احسان الله درمل، خوږمن ځاځی، سيد جيلاني جلان او په لسګونه نور دې ته ورته کسان چې د شعر او هنر په ډګر کې ډېر شهرت لري، د همدې سيمې اوسېدونکي دي.

طبيعي ښکلا، د معاصر تاريخ نظارې او لرغونې ابدې هغه فکټورونه دي چې د هېواد له هر کونج او کنار څخه يې خلک دې سيمې ته ور جذب کړي او هر سړی کوښښ کوي چې يو ځلې د اريوب ننداره وکړي.

له تيرو يوولسو مياشتو را په دې خوا د دې سيمې پخوانی ښکلا او ځلا يو ځل بيا د خلکو سترګې ور واړولې او هر سړی کوښښ کوي چې د دې سيمې ننداره وکړي او څو شېبې خوندورې او ارامه تيرې کړي.

بله ستره ښېګنه چې په دې سيمه کې موجوده ده، هغه يې د اوسېدونکو د مېلمه پالنې ځانګړې حوصله او د دوی لوی هجرې او مېلمستونونه دي، ترڅو له ښارونو ورغلو مېلمنو ته په کې شپې ورکړي، د بېلګې په توګه ډاکټر سيد حيدر حيدري د خپل کور سره خوا کې د غره په لمن کې تقريبا په درې جريبه ځمکه کې يو داسې مېلمستون ودان کړی چې د ناستي او ارام ځايونو سره خوا کې مجهز کتابتون او د مشاعرو لپاره ځانګړي تالارونه لري، کله چې مېلمانه د سيد حيدر حيدري تر مېلمستونه وروسيږي، نو د لارې ټوله ستړتيا يې له منځه ځي.

که چېرې دې سيمې ته پاملرنه وشي، د سيلانيانو لپاره معياري اسانتياوې برابرې شي، او ورغلې لار په اساسي ډول ورغول شي، دا به د سيلانيانو لپاره د ساعتيرۍ او د ملي عايداتو سره خوا کې د ځايي خلکو لپاره د عايد په سرچينه بدله شي.

[1] هلکان

2 واړه، کمکي

3 ورکړه

4 راکړه

5 ځو نه

6 – په عربي کې داړونکي زمري يا کوم بل حيوان ته وايي، خو په سيمه ييزو افسانو کې د يوه ظالم، کافر پهلوان نوم دی چې په خلکو به يې په زور واکمني کوله، داسې ويل کېږي چې اولاده يې په پکتيا کې ژوند کوي.

2 COMMENTS

  1. سپین روان صاحب السلام علیکم.
    ستاسو خوندوره لیکنه می ولوسته. ځاځی او په تیره آریوب نه یواځی ښکلی سیمه ده، بلکی خلک یی میړنی، میلمه پال، صادق او ډیر ښایسته دي. ښکلی اقلیم لری او توریستی جاذبه هم لری. مشکل دا دی کله چی موږ په اوسنیو شرایطو کې د خپلو شتمنیو، طبیعی ښکلا، تاریخی سیمو، تاریخی اثارو ، ښایست او نورو په هکله معلومات نشر کړو، د اغیار پام ورته رااوړی، بیا د دغو مادی او معنوی شتمنیو ساتنه نشو کولای او په سبا یی دښمن را څخه وړی یا یی سوځوی یا یی په بمونو الوځوی بیا نو وایو چی نظر شو.
    د غالیو صنعت مو له لاسه ورکړ، دډیر عالی نژاد آسونه مو ختم شول، د هرات دزعفرانو سرچینه را څخه وچه شوه، د پکتیا توره طلا باندی بازارونه بند او یا اقلاً د بل چا په مارک بهر ته ځی، صلصال او شهمامه خاورو سره خاوری شوه، … ډیر نور داسی مثالونه شته . د وزیر اکبرخان په نوم مو فخر کا او س یی تومانچه چیری ده؟..
    مطلب می داو چی ترڅو یی د ساتنی شوی نه یاستو او خلک مو په ټوله معنا د دغو مادی او معنوی شتمنیو په ارزش باندی پوه نه وی نو مجبور ځانونه غلی ونیسو، یا به اول د دغو مادی او معنوی ارزشونو په اهمیت به خلک پوهوو. زه ویریږم چی دغه یو څو پاتی شتمنی هم له لاسه ورنکړو.
    موږ تر څو د ملت کیدو او پاخه ملی شعور لازمی کچی ته نه یو رسیدلی، خپلې زیرمی به نه افشا کوو، کله مو چی د ساتلو او هغو ته د ودی ورکولو هنر زده کړ ، بیا به یی پیژندنه هم کوو. (چې نه وایم له غمه یی وایم)
    روان صاحب چی ته خپه نشی. دا می عمومی خبره وکړه، زموږ د تاریخی آثارو تخریب او لوټ او د ځنګلونو سوځیدو ډیره خپه کړی یم.

  2. په زړه پورې لیکنه ده ، هیله ده چې د سیمې خلک د چاپېریال ساتنې ته نور هم پام وکړي . په ضمن کې هلته ملي پارکونه ، د تفریح او ساعتېري وسایل ، ښکلي هوټلونه او رستورانونه ، ملي او محلي غذا او د جلغوزیو، نورو وچو او تازه میوو د خرڅولو دکانونه ، درملتونونه ، د ډاکترانو کتنځیونه ، موزیم ، کتابتونونه او نور کلتوري ځایونه جوړ کړي . سرک او لارو ته پاملرنه وکړي . یوه ورځ به دغه سیمه د اقتصاد او کلتور له نظره ډېره پرمختللي او روښانه راتلونکی ولري .
    پدې شرط چې آریوب وال او پکتیاوال دغه سیمه د افغانستان له دښمنانو پاکه وساتي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی