شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني د اوسني وضعيت پر وړاندې د افغانانو حوصله وستایله

سراج الدين حقاني د اوسني وضعيت پر وړاندې د افغانانو حوصله وستایله

تاند( يکشنبه ، د سرطان ۲۶ ) ‏‏‏‏د‌ حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني ویلي چې دوی په عمل کې ثابته کړه چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دى او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو ظرفيت لري.

 حقانی د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د پوهنتون او ښوونځي زده کړیالانو له لورې رابلل شوې یوې ولسي غونډې ته وينا کې پر نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د مثبت او مشروع تعامل غږ وکړ.

هغه څرګنده کړه چې دوی له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله دى او افغانستان به هېڅکله نورې نړۍ ته د ګواښ ادرس ونه اوسي.

هغه د افغانستان د نهو ميلياردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ پر ژر تر ژره ازادېدو هم ټينګار وکړ او ددې بنديز دوام يې ناعادلانه پرېکړه وبلله.

 حقاني د افغان ولس زغم او حوصله هم وستايله خو د نړۍ هېوادونه يې د دوه اړخيزه مشروع اړتياوو پوره کولو لپاره د رسمي اړيکو رغولو او پاللو ته راوبلل.

د حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د شاوخوا یوه کال له پوره کیدو سره لا هم د پاکستان په ګډون، چې د طالبانو اصلي متحد ګڼل کېږي، د نړۍ هيڅ کوم یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو افغان منتقدین له دوی غواړي، چې لومړی له افغانانو سره تعامل وکړي، واقعي لویه جرګه جوړه او پر یوه ګډ حکومت توافق وکړي، څو انتخابي نظام ته لاره اواره شي.

طالبانو بیا داسې غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ویلی.

1 COMMENT

  1. د احمق ته ګورۍ ! نه یې سر او نه یې ځان د انسان په دود دي ، خو د نجونو مکتبونه یې تړلي دي ! ولې ولې وه د جاهل زویه نه مسلمان یې نه كافر ! ځکه دواره داس وحشي عمل نه کوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب