دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: پر ازبکستان او تاجيکستان د راکټي بریدونو د عاملو داعشیانو خلاف...

مجاهد: پر ازبکستان او تاجيکستان د راکټي بریدونو د عاملو داعشیانو خلاف مو عمليات وکړل

تاند( يکشنبه ، د سرطان ۲۶ ) ‏‏‏‏د طالبانو د واکمنۍ ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، وايي چې اوړمه شپه یې ځانګړو ځواکونو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د

داعش یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

‏هغه ویلي چې په یاد مرکز کې درې داعشیان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

 مجاهد وايي چې دغو کسانو څه موده وړاندې پر ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه کړي وو او بیا یې هم پر یادو هېوادنو د برید پلان لاره.

بل لور ته: د طالبانو د استخباراتو عمومی ریاست وايي، هغه کس یې نیولی چې په مستعار نوم یې په خواله رسنیو کې ځوانان د خوارجو لیکو ته دعوت کول.

د طالبانو استخباراتو د تورن کس ویډیو خپره کړې، چې ځان د هرات ولايت اوسېدونکی او په ټولنیزو رسنیو کې داعش ډلې ته د جلب او جذب فعال بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د افغانستان له شمال څخه د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو او ګاونډيو هېوادونو ته ېې په ګواښ بدلیدو بحثونه زیات شوي دي.

د طالبانو پر ضد د مقاومت د يوې ډلې مشر احمد مسعود څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې د کندوز او تخار ولايتونو په اړه خبرداری ورکړ، چې د داعش ډلې فعالیتونه پکې پراخ او د اندیښنې وړ ګرځيدلي دي.

طالبانو بیا د داعش ډلې پر ضد د عملیاتو د زیاتیدو او لاسته راوړنو خبرونه ورکړي دي.

څه موده مخکې د بښنې نړېوال سازمان په یوه راپور کې طالبان د داعشیانو په نوم د خپلو مخالفانو په وژلو هم تورن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب