جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کجکي برېښنا بند د دویم فاز بشپړه شوې پروژه به ژر...

د کجکي برېښنا بند د دویم فاز بشپړه شوې پروژه به ژر پرانیستل شي

تاند( يکشنبه ، د سرطان ۲۶ ) ‏‏‏د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، چې د هلمند ولايت د کجکی برېښنا بند د دویم فاز پروژې د کار د بشپړېدو او پرانیستلو په اړه يې د همغږۍ ناسته کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه ناسته په کابل کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملاعبداللطیف منصور او د (ترکي – ۷۷) شرکت د مسئولینو ترمنځ شوې ده.

د طالبانو داوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د یادې پروژې بشپړېدل په هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پرمختګ په لور یو مثبت ګام بللی او د پروژې له ټولو کارکوونکو يې قدرداني کړې ده.

منصور دغه راز، یاده پروژه یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه او د وزارت د پروژو په تطبیق کې د عامه مشارکت له لارې یوه بریالۍ تجربه بللې ده.

د یادونې وړ ده چې د هلمند د کجکي برېښنا بند د دویم فاز پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د (ترکي – ۷۷) شرکت له لوري تطبیق شوې او د دغې پروژې په بشپړېدو سره، د کجکي د برېښنا د تولید په ظرفیت کې ۱۰۰ میګاواټه زیاتوالی راغلی دی.

تر دې وړاندې د کجکي برېښنا بند د تولید ظرفیت ۵۱ میګاواټه و چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره یې د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاوټو ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...