یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انځور اخیستلو شرعي حیثیت

د انځور اخیستلو شرعي حیثیت

زبیر افغان

انځور اخیستل هم یوه اختلافي موضوع ده، په دې اړه ګڼ کتابونه بېلابېلو فکري مکتبونو ته منسوبو کسانو لیکلي دي. د کم و کیف له یو څه اختلاف سره زیاتره يې په دې اند دي چې له اړتیا پرته انځور ناروا دی.

زما په اند که د دې موضوع ټول احادیث سره یو ځای شي، مطلق يې د مقید په رڼا کې وکتل شي، د حدیث شان ورود تر نظر تېر شي، که د حکم خپل خاص مورد وي، په نظر کې ورسره ونیول شي، د واقعې په اړه راغلي احادیث که مطلق راغلي وي که مقید، شوې پېښه د هغه تفسیر وګڼل شي او په همدې رڼا کې دغه روایت شوي ټول احادیث تفسیر شي، هيڅ یو يې له نورو مجرد او بېل تفسیر نه شي، یوازې یو حدیث يې د حکم اخیستلو لپاره کافي ونه ګڼل شي، په دې توګه اختلاف هم له منځه ځي، که بیخي ورک نه شي کمېږي حتمن، د نصوصو سم، منطقي او معقول تفسیر به هم وړاندې شي چې نه به واقعیت له نظره لوېدلی وي، نه به نصوص مجرد تفسیر شوي وي، نه به شانزول او شان ورود له پامه اچول شوی وي او نه به یو نص په بل وهل شوی او ترمنځ به يې ټکر ته په لوی لاس زمینه برابره شوې وي.

تر دې وضاحت وروسته زه د انځور اخیستلو په اړه هغه روایت راوړم چې شان ورود يې خپله پکې ذکر شوی دی او د حکم حیثیت يې هم ځنې معلومېږي:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ أُمَّ حَبِيبَةَ، وَأُمَّ سَلَمَةَ ذَكَرَتَا كَنِيسَةً رَأَيْنَهَا بِالْحَبَشَةِ فِيهَا تَصَاوِيرُ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ أُولَئِكَ، إِذَا كَانَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَّالِحُ، فَمَاتَ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكِ الصُّوَرَ، أُولَئِكِ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».(۱)

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې ام حبیبې رض او ام سلمې رض رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کلیسا ذکر کړه چې دوی په حبشه کې لیدلې وه، په هغې کې تصویران وو، رسول الله ص ورته وویل: د هغوی چې به نیک سړی وفات شو، دوی به يې پر قبر عباتخانه جوړه کړه، د هغه انځور به يې پکې نقش کړ، نو دا به د قیامت په ورځ د الله په خوا کې ډېر بدترین کسان وګڼل شي.

دغه حدیث د انځور  هغه علت په ډاګه کوي چې ولې حرام شوی دی، شان ورود يې روښانه کوي چې دغه حکم تر چیشي ور کول شوی دی او دا هم روښانه کوي چې ایا دغه حکم خاص دی که عام؟

هر هغه تصویر چې خلک يې عبادت کوي، یا د تقدس تر حده ورته احترام لري، دغه انځور هر وخت حرام دی. له انځور څخه منعه د همدې لپاره وه چې خلکو یوازې د هغه کسانو انځورونه ساتل یا يې اخیستل چې تقدس يې ورته در لود، رسول الله ص يې علت بیان کړ، چې دغه انځورونه د هغو نیکانو خلکو وو، چې له دوی سره یوځای يې ژوند کاوه، کله چې به مړه شوو، خلکو يې د یاد تازه کولو په پار انځورنه جوړول، بیا به همدا انځور وروسته نسل ته پاته شو، هغوی به د خپلو پلرونو هدف ورک کړ، فکر يې کاوه چې هغوی يې عبادت کاوه، نو دوی به يې هم عبادت پيل کړ.

په کور کې د انځور د نه ساتلو عامل همدعه کېدلای شي چې ایینده د عبادت وسیله نه شي، حتا دومره سختي پر شوې ده چې مطلق انځورونه يې بند کړي دي، یعنې یو ځای حکم له علت پرته ذکر شوی دی، یا ممکن رسول الله ص مطلق حکم ور کړی وي، یا ښايي له راویانو څخه مطلق روایت شوی وي، هغوی يې علت او شان ورود نه وي روایت کړی.

له انځور څخه که هدف د خلکو ګمراه کول وي، مثلن: یا د خدايي عبادت پر ځای، خلک د هغه عبادت هم پيل کړي یا يې همدومره احترام وکړي، یا هم دا فکر خلکو ته ور کړل شي چې انسان هم کولای شي چې د خدای په شان مخلوق جوړ کړي، نو د انسان انځور وباسي او په دې توګه د خلکو په اذهانو کې د خدایي عظمت د کمولو شیطاني هڅه کوي، له دې امله هغو کسانو ته هم ګوتڅنډنه شوې ده چې په دې هدف انځور سازي کوي، روایت کې راغلي دي:

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَنَا مُتَسَتِّرَةٌ بِقِرَامٍ فِيهِ صُورَةٌ، فَتَلَوَّنَ وَجْهُهُ، ثُمَّ تَنَاوَلَ السِّتْرَ فَهَتَكَهُ، ثُمَّ قَالَ: «إِنَّ مِنْ أَشَدِّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ، الَّذِينَ يُشَبِّهُونَ بِخَلْقِ اللهِ».(۲)

ژباړه: له عائشې رض روایت دی، دې ویل: رسول الله ص ما ته راغی، ما د نري ټوکر یوه پرده ځړولې وه چې پر هغې انځور جوړ شوی و، د ده د مخ رنګ سره واوښت، بیا يې پرده څېرې کړه، وې ویل: د قیامت په ورځ هغو کسانو ته سخت عذاب ور کول کېږي چې له الهي تخلیق سره مشابهت كوي.

دغه حدیث روښانه کړه چې له الهي تخلیق سره مشابهت کول، د الهي تخلیق له عظمت څخه د مخلوق غافله کول دغسې حرام دي لکه څوک چې د خدای له عبادته خلک ګرځوي.

اوس خبره صفا شوه، د انځور د حرمت دوه اساسي عوامل دي چې دواړه يې له شرک څخه د اسلامي ایمان د ساتلو لپاره دي. که نن هم څوک د عبادت لپاره انځور ځړوي، لکه ځینو کسانو د پيرانو عکسونه په موټر یا رکشه کې ځړولي وي چې بیا يې موټر له اوښتلو بچ شي یا هم غلا نه شي یا دې ته ورته، دا حرام او مشرکانه عمل دی، یا دا هدف ولري چې د خدای له تخلیق سره مشابه تخلیق کوي، د دې لپاره چې د الهي تخلیق له امله چې د خدای کوم عظمت د مخلوق په ذهن کې دی، هغه ته صدمه ورسوي، نو دا شیطاني عمل دی چې خلک د مخلوق له خالقه ګمراه کوي، الله به يې سخته سزا ور کړي.

که د انځور په اخیستلو کې دا دوه علته وجود ونه لري، یا هم دومره ورته اړتیا وي لکه د نن زمانې په ډيجټل نړۍ کې، نو بیا انځور اخیستل حرام نه دي، بلکې په ټولنه کې د امن، استقرار او مجرمانو د نیولو لپاره اړین دي، د کاروباري چاپيریال د خوندیوب لپاره لازمه ده چې ډيجټل وسایل وکارول شي چې د معاملاتو په برخه کې ډاډ رامنځته شي؛ نو نه یوازې انځورونه حرام نه دي، بلکې اړین دي.

۲۰۲۲/۳/۲۶

سرچینې:

(۱)(صحیح مسلم، کتاب المساجد و مواضع الصلاة، باب النهي عن بناء المسجد علی القبور واتخاذ الصور فیها… ح: ۵۲۸)

(۲)(صحیح مسلم، کتاب اللباس والزینه، باب لا تدخل الملائکه بیتا فیه کلب و لا صور، ح: ۲۱۰۷)

2 COMMENTS

  1. آفرین دغسی . یووخت چا د زمکی کروی توب نه مانه ، بیا چی انسان سپوږمی ته وخوت چا نه منله او ددی خبر کول ورته مطلق کفر ښکارید، راډوی اوریدل یی د يیریانو خبرو ته غوږ نیول ګڼل، عکس خو یی مطلق بت پرستی بلله … لنډه دا چی جهل مرکب خپور و. د وخت په تیریدو ورو ورو پوه شول.
    ستا لیکنه ډیره ښه لیکنه وه پریږده چی دا خلک له مطلق جهالت څخه راووځی ورو ورو به کار وسره کوو دا مجاهدین هم چی اول را غلل عجیب عجیب کارونه یی کول آن د افغانستان نقشه یی سوځوله ، افغانی بانکنوټ یی ته یی په سپکه کتل، او دافغانستان نوم ته یی کنځل کول او کابل یی کافر او د ورانولو او سوځولو وړ باله، …خو وروسته لږ لږ هوښیار شول اوس یی هر یو حلال او حرام پیژنی، خپل وطن ورته اهمیت لری ، زرداد یوځأ له خکلو بښنه هم وغوښته او ډیر ی نور ښې ښې خبری یی زده کړی . هغه د کمپونو وحشت او افغانستان سره دښمنی یی له مغزو ووته . اوس یوځل بیا همدومره حوصله پکار ده. غنی بله لاره ونه لیده مجبور شو او ځای یی پریښود چی له وطنه لری ځوانان بیرته وطن ته راشی او ادغام شی او بیرته ټول په افغانیت او می ارزشونو کی سره یو موټی شو. اوس د ادغام کیدو پروسه روانه دا یوه لویه قربانی ده خدای وکی نتیجه یی ښه راووځی، خو نتیجه به هغه وخت ښه وی چی تنویری کار وشی. دجهالت تیاره باید په ملکوتی شغلو رڼا او روښانه کړو .

  2. د زبیر خان د لیکنی څخه په مننی سره.
    د پیغمبر علیه السلام د اصیلو او رښتینو او ثِقه احادیثو څخه انکار د ایمان بنیاد ته زیان رسوی خو د فتنه ګرانو او مغرضو کسانو او د مدینې د آنوسی یهودو د بقیاوو له خولو څخه د روایت سوی احادیثو څخه انکار هم ایمان تازه ساتی او هم بصیرت روښانه ساتی ( البته په سِته صحاح! کی درج سوی ځینی احادیث د منلو وړ دی ).
    امّا اصلی خبره:
    زه تر زر ورځو مخکی ( د غرمې تر دو نیمو بجو پوری ) د ” انځور ” په مفهوم سم نه وم خبر او اوس هم نه پوهېږم چی د انځور ابداعی کلمه د کومی ژبنی نساجی محصول دئ او ریښه ئې څه څه ده خو دومره پوهېدلئ یم چی ” انځور ” د ” عکس ” پښتو الترناتیو دئ البته زما چندانی د انځور د تولید سره نه ده جوړه او د کارَولو شوق ئې هم نلرم.
    عکس.
    تصویر.
    رسامی.
    نقاشی.
    مجسمه:
    پورته پنځه کلمې هر یو ځانته بېل مفهوم لری؛ چی ” انځور ” به ددې څلورو یا پنځو څخه د کوم یوه مترادفه او وړ کلمه وی؟
    عکس: د صنعتی انقلاب زېږنده ده چی د هنداری او عدسئې او نور ( روښنائی ) د ګډو عملیاتو محصول دئ او د یو څیز یا شخص عینِ منظره وړاندی کوی ( د رکشا یا د مَلَک بازو د څېرې سره موازی او مطابق حالت ).
    تصویر: د یو څیز یا شخص تصَوری بڼه. ( د نن ورځی د نسل څخه هیچا احمد شاه بابا یا میرویس نیکه له نژدې نه دئ لیدلئ خو یو مستعد او ماهر کس د عمومی تصور پر بنسټ د هغوی د څېرې منظره د کاغذ پر پاڼی کاږی.
    رسامی: د ساده قلم پواسطه د یو عینی او موجود څیز یا شخص د بڼې یا شکل کښل پر کاغذ یا ټوکر او کوم بل شی باندی کوم چی هغه اصلی څیز یا شخص ته ډیر ورته وی.
    نقاشی: د یو غیر عینی ( ذهنی ) منظرې تخلیق پر کاغد یا دیوال یا لوښي یا کوم بل شی باندی ( معمولاً طبیعی مناظر یا د یوې حماسې قلمی بیان).
    نتیجه:
    د اسلام تر ظهور مخکی ” تصویر یا تصویرونه ” معمولاً په معبدونو یا لویو لویو دربارونو کی مرسوم وه چی البته د عامو خلګو پر اذهانو او عقائدو ئې ژوری اغیزی درلودی. اکثره دا تصویرونه د شاهی او فرعونی یا مذهبی او جادوئی قدرت نښی او سمبولونه وه خصوصاً د لرغونی مصر او چین او هند په فرهنګ کی ئې ژوری ریښې درلودې بناً پیغمبر علیه السلام پر اسلامی ټولنی باندی ددې ډول تصویرونو د احتمالی یا حتمی ناوړو اغیزو د شیندلو د مخنیوی پخاطر د ” تصویر ” د اِشاعې او ترویج څخه ممانعت کړئ ؤ.
    امّا
    عکس خو د زمانې یو اړین عنصر دئ او هیڅ مرجع ئې د ” تحریم ” حق او صلاحیت نلری او نه کومه ګناه ګڼل کیږی بلکه یو ضرورت دئ. قرآن د خنزیر د غوښی خوړل حرام بللی دی خو مُلا جان که د عکس یا رسامی یا نقاشی سره مخالفت ولری نو د خنزیر د شکل تشخیص او پیژندنه به ور ته ناممکنه وی.
    بناً
    عکس او رسامی او نقاشی او تصویر هیڅ محدودیت نلری البته د اسلامی ټولنی د فرهنګ سره جوړ او وړ خو د مجسمې جوړوَل او کاروَل که د بُت پرستۍ یا نورو منفی انګیزو پر بناء وی مذموم او حتی حرامه کړنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب