دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد غږونو د زېږ مېکانېزمونه | علي محمد حق شناس

د غږونو د زېږ مېکانېزمونه | علي محمد حق شناس

  ژباړن: احمدالله کارګر

[په پښتو د لیکل شویو غږپوهې په کتابونو کې “د غږونو د زېږ مېکانېزمونه” سرلیک او د هغه منځپانګه زما تر سترګو نه شوه، مانا دا چې په پښتو کې په دې اړه څه نه دي لیکل شوي. تر نړیوالې فونېټیکي ابېڅې (International phonetics alphabet) مخکې د غږونو د زېږ پر مېکانېزمونو پوهېدنه اړینه ده؛ ځکه د نوموړو مېکانېزمونو پر بنسټ د (IPA) وېشنه شوې ده. د (IPA) ساییز (Pulmonic) کانسونینټونه او واولونه د ساییز مېکانېزم (Pulmonic mechanism) په پایله کې زېږي (تولیدېږي) او ناساییز (Non-pulmonic) هغه د ستونیز او نرم تالویز مېکانیزمونو په پایله کې. دا هغه لامل و، چې د ښاغلي علي محمد حق شناس د کتاب (آواشناسي) نوموړی سرلیک مې پر پښتو راواړوه. دلته د یوې خبرې یادونه اړینه بولم، هغه دا چې له ساییز ويي څخه موخه (Aspiration) نه؛ بلکې (Pulmonic) ده. ژباړن]

ژبني غږونونه له فزیکي پلوه د بېلابېلو ځانګړتیاوو لرونکي موجونه دي. دغه موجونه د غږیزو غړو د بېلابېلو حرکتونو په وسیله د هوا په هغه جریان کې رامنځته کېږي، چې دګړهار له مجراء تېريږي. د غږونو د پېژند او ډلبندۍ لپاره اړتیا ده، هغه مېکانېزمونه وپېژندل شي، چې د هوايي جریان د رامنځته کېدو لامل کېږي او په پایله کې یې غږونه زېږي. ویناییز مېکانېزمونه عموماً په دريو برخو وېشل کېږي:

ساییز (تنفسي) مېکانېزم – Pulmonic mechanism: ساییز مېکانېزم دوه ډوله دی: یو یې د سا ننه ايستنې ساییز مېکانېزم (pulmonic ingressive mechanism) دی او بل یې د ساايستنې ساییز مېکانېزم (pulmonic egressive mechanism). له تیوریکي پلوه کېدای شي، دغه دواړه ساییز مېکانېزمونه (ساه ننه ايستنې او سا ايستنې) د غږونو په زېږ کې برخه واخلي. په تېره د ساه ايستنې ساییز مېکانېزم، چې ټولې ژبې یې د زیات شمېر غږونو د زېږ لپاره په بېلا بېلو درجو سره لري. د نړۍ زیاتې ژبې د پارسي، عربي، [پښتو، ژباړن] په شمول او  تقریباً ټولې هندواروپايي ژبې یوازې له ساايستنې ساییز مېکانېزم څخه کار اخلي، ښايي په اسانې سره ووایو، چې په ټوله کې له نوي سلنه زیات ژبني غږونه د ساايستنې ساییز مېکانېزم په پایله کې زېږي. له همدې امله د غږونو په پېژند او ډلبندي کې هر وخت د دغه مېکانېزم،  یا په بله وینا د غږونو د دغه زېږ ډول یادونه نه کېږي او دا یادونه هغه وخت اړینه ده، چې له ساايستنې ساییز مېکانېزم څخه کار نه اخلي.

له بل پلوه، د نړۍ ژبې د غږونو د زېږ پر وخت له سا ننه ايستنې ساییز مېکانېزم ډېر کم کار اخلي، حتا ویلای شو، چې په ژبو کې د سا ننه ايستنې ساییز مېکانېزم کارونه صفر ده. کېدای شي په غیرعادي شرایطو کې له ساه ننه ايستنې ساییز مېکانېزم څخه کار واخیستل شي، د ساري په توګه، ماشومان د ژړا پر وخت زیاتره غونډلې د سا ننه ايستنې ساییز مېکانېزم په وسیله تر سره کوي. ځینې وخت، لکه د خوب یا ستړیا له امله د ارګمي پر وخت، هم له سا ننه ايستنې ساییز مېکانېزم څخه کار اخیستل کېږي. 

ستونیز (چاکنايي) مېکانېزم – Glottalic mechanism: حنجره د یو لړ داسې عضلو لرونکې ده، چې کولای شي ښکته او پورته حرکت وکړي. د حنجرې دغه حرکات له بهر څخه هم لیدل کېدای شي. کولای شو، غږ تارونه یو له بل سره داسې واقع کړو، چې کومی یا ججوړه (glottis) په بشپړ ډول د هوا پر مخ بند کړو. مانا دا چې د سږو د ننه هوا اړیکه د ستوني او خولې له ننه هوا سره پرې شي؛ نو حنجرې ته ښکته او پورته حرکت ورکوو. که حنجره پورته خواته لاړه شي؛ نو د ستوني او خولې د ننه هوا بهر وځي او که حنجره ښکته لاړه شي؛ نو یوه اندازه هوا له بهر څخه خولې او ستوني ته ورننوځي، په دې توګه ستونیز مېکانېزمونه رامنځته کېږي.

د حنجرې پورته تګ او د هوا بهر وتو ته د سا ايستنې ستونیز مېکانېزم (Glottalic egressive mechanism)، د حنجرې ښکته تګ ستوني او خولې ته د هوا ننه کېدو ته د سا ننه ايستنې ستونیز مېکانېزم (Glottalic ingressive mechanism) ویل کېږي. د دغو مېکانېزمونو په بهیر کې د خولې د ننه په بېلابېلو ځایونو کې د تموالي اکر (انسدادي حالت) رامنځته کېږي، ننه وتونکې یا وتونکې ساهوا له تمځي سره ټکر کوي او د دې لامل کېږي، چې دغه تمځی بېرته کړي او غږونه وزېږي (تولید شي). [مانا دا چې د ساايستنې او سا ننه ایستنې ستونیز مېکانېزمونو پر وخت دوه ځایه بندښت رامنځته کېږي، یو یې په ستوني کې د غږیزو تارونو په وسیله او بل یې د خولې د تشې د ننه د ژبې او غاښونو، د ژبې او د تالو د بېلابېلو برخو ترمنځ، د شونډو تر منځ. په ستونیز مېکانېزم کې غږیز تارونه تل بند وي او هوا ترې نه تېرېږي؛ خو د خولې د تشې بندښت د ساايستنې او سا ننه ايستنې، یا په بله وینا د حنجرې د ښکته او پورته تګ پر وخت وازېږي. ژباړن]  په دې توګه، هغه غږونه، چې د سا ایستنې ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږي، بهر ته وازېدونکي (ejective) او هغه غږونه، چې د سا ننه ایستنې ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږي، ننه خواته وازېدونکي (Implosive) بلل کېږي.[لیکوال د “ننه خواته وازېدونکي” پر ځای “مکیده” نومونه کارولې. ما د پوهندوی نور احمد شاکر د کتاب (ژبنۍ څېړنې) له مخې د (Implosive) لپاره “ننه خواته وازېدونکي” نومونه وکاروله او د (ejective) لپاره مې، چې د (implosive) غږونو په مقابل کې دریږي، له “بهر ته وازېدونکي” نومونې بله ښه نومونه پیدانشوه کړای. ژباړن] دغه زېږډول په یو شمېر ژبو، لکه د امریکا د سره پوستو ځینو ژبو، ځینې قفقازي ژبو او یوه ډله افریقايي ژبو کې کارول کېږي.

نرم تالویز مېکانېزم – Velaric mechanism: نرم تالو څه ناڅه خوځېدونکی غږیز غړی دی. د ژبې وروستۍ برخه ورسره نښلي، د سږو د ننه هوا او د ستوني د تشې هوا اړیکه د خولې د ننه هوا سره په بشپړ ډول پرې کوي. په دې حالت کې نرم تالو وړاندې کېږي یا وروسته کېږي، د نرم تالو وړاندې راتګ یا وروسته تګ د دې لامل کېږي، چې د خولې په تشه کې موجوده هوا بهر ووځي او یا بهر هوا خولې ته د ننه شي، په دې توګه نرم تالویز مېکانېزمونه رامنځته کېږي. [په نرم تالوییز مېکانېزم کې هم د ستونیز مېکانېزم په څېر دوه بندښته رامنځته کېږي، یو د خولې د تشې په مخنۍ برخه کې د ژبې د سر په وسیله او بل یې د نرم تالو او د ژبې د وروستۍ برخې تر منځ. د سا ننه ایستنې نرم تالویز مېکانېزم کې د خولې د مخنۍ برخې بندښت وازېږي. ژباړن] د نرم تالو مخکې راتګ او د خولې د ننه هوا بهر وتو ته د سا ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم  (Velaric egressive mechanism)ویل کېږي. د نرم تالو وروسته تګ او خولې ته د هوا ننوتو ته د ساه ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم (Velaric ingressive mechanism) ویل کېږي. د سا ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم څخه د ژبنیو غږونو د زېږ پر وخت کار نه اخیستل کېږي او زیاتې ژبې ـ لکه افریقايي بوشمن (Bushman) زولو (Zulu) او هاتن تات (Hottentot) ـ  د غږونو د زېږ (تولید) پر وخت له سا ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم څخه کار اخلي. هغه غږونه، چې د سا ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم په پایله کې زېږي، ټک (Click) [د “ټک” پر ځای لیکوال “نچ” ویی کارولی دی، ما د (Click) غږونو ځانګړنو ته په کتو د “ټک” نومونه مناسبه وګڼله. ژباړن] غږونه بلل کېږي. [نچ یا Click غږونه په یو شمېر افریقايي ژبو، لکه د خویسان ژبکورنۍ کې شتون لري. ژباړن]  بده نه ده پوهـ شو، د مچکې (بوسې) او هم نور اوازونه، چې په پارسي کې نچ نچ ویل کېږي او په انګلیسي کې د tut- tut یا tsk-tsk په بڼه لیکل کېږي، ټول نچ (Click) دي.

کولای شو، ژبني غږونه د زېږ مېکانېزمونو له پلوه په څلورو برخو ووېشو: ۱- د سا ایستنې ساییز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکي  غږونه. ۲- د سا ایستنې ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکي غږونه. ۳- د سا ننه ایستني ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکي غږونه. ۴- د سا ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکي غږونه. 

د غږونو د زېږمېکانېزمونه په ژبو کې د کارونې له مخې په لاندې توګه خلاصه کولای شو:

        ســـــا ايستنې: زیاتې ژبې یې کاروي.

ساییز

        سا ننه ايستنې: هیڅ ژبه یې نه کاروي.

        ســـــا ايستنې: ځینې ژبې یې کاروي.

غږ زېږ مېکانېزمونه ستونیز

        سا ننه ايستنې: ځینې ژبې یې کاروي.

        ســـــا ايستنې: هیڅ ژبه یې نه کاروي.

نرم تالوییز

        سا ننه ايستنې: ځینې ژبې یې کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب