Homeخبرونهد کډوالو وزیر: ایران دې له کابل سره د کارګرو تړون لاسلیک...

د کډوالو وزیر: ایران دې له کابل سره د کارګرو تړون لاسلیک کړي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د افغانستان د کډوالو چارو وزیر پر ایران غږ کړی چې له کابل سره دې د کارګرۍ په اړه یو تړون لاسلیک کړي.

د ایران د ایرنا اژانس د خبر له مخې سید حسین عالمي بلخي نن دوشنبه په یو تلویزوني پروګرام کې ویلي، ایران ته د قاچاقبرو لخوا په قاچاقي لارو د خلکو تګ راتګ یوه لویه ستونزه ده.

نوموړي ویلي،  د دغې ستونزې د هواري اسانه لار دا ده چې تهران او کابل په ایران کې د کارګرۍ لپاره لیواله کسانو لپاره یو ګډ تړون ولري، تر څو افغانان په دغه هیواد کې د کار او دندې جواز ترلاسه کړي.

ښاغلي بلخي همدا راز ایران سره په سرحدي سیمو د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د افغانستان د عدلیې وزارت په چوکاټ ک ېد یو کاري کمېسیون د جوړولو غوښتنه هم وکړه: (( ایران باید له افغانستان سره د ویزو په برخه کې ستونزه حل کړي.))

نوموړي همدا راز د تېرې اوونۍ د پېښې په اړه چې ایراني ځواکونو ۵۷ افغان کارګر له شکنجې وروسته په سیند کې خوشې کړي وو، ویلي چې په دې اړه د افغان حکومت ترلاسه کړي شواهد کافي ندي او لا به هڅه وکړي چې معلومات بشپړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خپل افغان سیال حنیف اتمر ته تلفون کړی او د تېرې اوونۍ د خونړۍ پېښې په اړه د ګډو پلټنو وړاندیز یې ورته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...