شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت رئیس: طالبان سولې ته تمایل نلري، ترهګرو ډلو سره...

د ملي امنیت رئیس: طالبان سولې ته تمایل نلري، ترهګرو ډلو سره لا هم اړیکې ساتي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رئیس احمدضیا سراج وايي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته سولې ته هیڅ تمایل نه دی او اوس هم هڅه کوي چې د جګړې له لارې بریا ته ورسېږي.

 

نوموړي د مشرانو جرګې غونډې ته په وینا کې ویلي، طالبان له فرصت څخه په استفاده خپل جنګیالي له افغان زندانونو خوشې کول او د جګړې له لارې بریا ته رسېدل غواړي خو په وینا یې دا کار ځکه ناشونی دی چې طالبانو اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو لخوا درانه ګوزارونه خوړلي دي.

 

احمد ضیا سراج خبرداری ورکړی چې طالبان لا هم د داعش او القاعده په شمول له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکه لري او په هغه ژمنه یې عمل نه دی کړی چې ویلي یې وو له القاعدې او نورو ترهګرو سره به اړیکه پرې کوي.

 

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په بدخشان کې له ځانه د داعش، شرقي ترکستان او ایغور جنګیالي راټول کړي دي او ټول په یو ګډ توافق هلته ژوند کوي.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب