یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهای بي سي نیوز: کورونا به افغانستان کې دومره مړي وکړي چې...

ای بي سي نیوز: کورونا به افغانستان کې دومره مړي وکړي چې ۱۹۸ کالو کې نه دي شوي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: امریکايي ای بي سي تلویزوني شبکې خبرداری ورکړی چې د کورونا ویروس به په افغانستان کې د روان ۱۸ کلن تاوتریخوالي په پرتله زیات خونړی ثابت شي.

د ای بي سي نیوز په ویبپاڼه کې خپور شوی راپور وايي، افغانستان کې د څو لسیزې جګړې له کبله د دغه هیواد روغتیايي سکټور سخت زیانمن شوی دی او دا کار د کورونا له پلوه افغانستان ته ډېر خطرناک دی.

دغه راپور کې راغلي چې له کورونا ویروس څخه د خلکو ناخبري په افغانستان کې له څو لسیزې جګړې څخه د زیاتو تلفاتو اندیښنې راپورته کړې دي.

راپور کاږي چې له ۲۰۰۱ څخه تر نن پورې ۱۱۰ زره افغانان په جګړه کې وژل شوي دي خو کورونا به تر دې زیات تلفات واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نن د کورونا پېښې ۴۶۸۷ ته ورسېدې او تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د کورونا د پراخیدو په اړه خپلې اندېښنې ښودلې وې.

نړیوالو ادارو په افغانستان کې د صحي بحران تر څنګ په افغانستان کې د ژور اقتصادي بحران د راتلو خبرداری هم ورکړی چې له کبله یې تر اوسه افغانستان سره لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالر مرستې اعلان شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب