دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+کولتوري ژبپوهنه| دوکتور لعل پاچا ازمون

کولتوري ژبپوهنه| دوکتور لعل پاچا ازمون

۲ـ۲:  کولتوري ژبپوهنه او دندې یې

کولتوري ژبپوهنه د انساني ټولنې د بېلابېلو فکرونو، هنرونو او پوهنو ترمنځ د تړاو وسیله ده.

 کولتوري ژبپوهنه د یوې انساني او بشري ټولنې چې له افرادو او د کایناتو له بېلابېلو توکیو جوړه ده، د دوی او په ټوله کې د بشر تر منځ یو لړ ټولنیزو قراردادونو او تړون پالي، د دوی تر منځ همدغه تړون او پالنه کولتور دی، تر منځ یې اړیکه او وسیله ژبه ده.

نو: کولتوري ژبپوهنه هغه پوهنه ده چې د انسانانو او په ټوله کې د کایناتو د بېلابېلو توکیو تر منځ اړیکه را پېژني او پالي یې.

کولتوري ژبپوهنه د انسانانو فولکلوري، تهذیبي او تمدني ژوند او ورپورې اړوند توکي راښیي، دغه توکي د وګړو تر منځ د دوی له ذهني، ارتقایي بهیره رامنځته شوي او مزل یې کړی دی.

کولتوري ژبپوهنه د ژبني مفاهیم او ارزښتونه د خلکو له اند، ذهنیت، تجربو، سلوک، اخلاقو او کړو وړو وړاندې کوي. په دې کې ټولنیزه راشه درشه او همدارنګه د ټولنې له وګړو سره چلند یا pintic دی چې په دې کې د ټولنې د وګړو تر منځ راشه درشه ښودل کېږي.

د یوې  ټولنې د وګړو کولتوري ارزښتونه او د یوې ژبې په واسطه د هغه وړاندې کول په یوه ټولنه کې ساینسي، ټولنیزې او فلسفي تجربې وړاندې کوي. په ټوله کې ژبه د معلوماتو، پوهې او کولتوري ارزښتونو د ذخیره کولو او وړاندې کولو وسیله ده. ژبه د انساني، ذهني او فکري پرمختګ یو اساس دی. دلته پر ژبه د کولتور اغېزې او هغه مسایل بیانول دي چې ژبه له کولتوري ارزښتونو اغېزمنه شوې وي. ځینې مفاهیم ژبې ته له کولتوره داخل شوي دي، نو شننه او سپړنه یې هم په کولتور پورې اړه لري. د کولتوري ژبپوهنې یوه اصلي دنده دا ده چې پر ژبه د کولتور اغېز وڅېړي.

د ټولنې وګړي غواړي چې له ټولنې سره د معلوماتو او تصوراتو په باب وغږېږي، همدا غږېدا ذهني پرمختګ دی، د ذهني پرمختګ شکلونه د ژبې په واسطه وړاندې کېږي، بیا د همدغه ذهني تصوراتو سپړنه کولتوري ژبپوهنه کوي، ځکه ددغو تصوراتو تر شا د ټولنې د وګړو لومړنۍ پوهه او قدم په قدم نویو نسلونو ته د پخوانیو نسلونو په میراث راپاته کېدل، دا هغه څه دي چې د کولتوري ژبپوهنې په راسپړنه او وړاندې کولو کې بنسټیزه دنده لري.

کولتوري ژبپوهنه د ژبپوهنې یوه څانګه ده چې د ژبې او کولتور ترمنځ اړیکه راښيي، پر دې خبرې کوي چې پر ژبه د کولتور اغېزې څنګه رامنځته شوې دي؟  د کولتوري ژبپوهنې د ندې په بحث کې د خیبر پښتونخوا د سیمې وتلي لیکوال مراد غمزه راسره خپل نظر هم شریک کړ. د کولتوري ژبپوهنې د کار ساحه او دندې په لاندې برخو کې وړاندې کوو:

١- د ژبې او کولتور تعامل:

کولتوري ژبپوهنه دا څېړې چې ژبه او کولتور څنګه تعامل کوي؟ دا مني چې ژبه یوازې د اړیکو وسیله نه ده بلکې د کولتوري پوهې او عملونو ذخېره هم ده. د بیلګې په توګه، په یوه ژبه کې ځینې کلمې یا جملې کیدای شي کولتوري مفهوم یا ارزښتونه ولري چې د هغه کولتور لپاره ځانګړي وي.

٢- کولتوري مفکورې او ژبني بیان

مختلف کولتورونه ځانګړي مفکورې لري چې ممکن په مستقیم ډول نورو ژبو ته ونه ژباړل شي. کولتوري ژبپوهنه دا راښيي چې دغه مفکورې یا مفاهیم څنګه په ژبني ډول بیان شوي او څنګه دوي د ویناوالو نړۍ لید ته بڼه ورکوي؟ د مثال په توګه، په ختیځ کولتورونو کښې د “مخ” مفهوم د ژبنیو سټراټېژو له لارې څرګند شوی چې ممکن په لویدیځو ژبو کې مستقیم مساوي نه وي.

٣- د ژبې توپېر او کولتوري هویت

کولتوري ژبپوهنه دا هم ګوري چې څنګه په کولتور کې د ژبې توپېر ټولنېز هویت د بېلابېلو فکتورونو په ګډون را وښيي: لکه سیمه، توکم، عمر، او ټولنېزه طبقه. د ژبې په کارونې کې تغېرات کولای شي د یوې ځانګړې کولتوري ډلې سره تړاو ولري او د هویت په جوړولو کې مرسته وکړي.

٤- کولتوري پریګمټېک

پریګمټېک دا راښيي چې کوم او څرنګه شرایط د ژبې پر کارولو اغېزه کوي، کولتوري پریګمټېک، د کولتوري ژبپوهنې په چوکاټ کې، په دې اړه بحث کوي چې څنګه کولتوري نورمونه، ارزښتونه، او ټولنېز درجه بندي په ټولنه کښې د اړیکو سټایلونو، د منلو او وینا پر عملي کولو اغېز کوي.

٥-  معنوي شننه

کولتوري ژبپوهنه زیاتره په ژبه کې له کولتوري پلوه ځای پر ځای شوي مفاهیمو او ماناوو د رڼولو   لپاره سیمنټېک تحلیلونه شاملوي. په دې کې د استعارو، سېمبولونو، محاورو، ژبنیو او مفهومي استعارو مطالعه شامله ده چې کولتوري باورونه او عملونه راڅرګندوي.

٦-د ژبې بدلون او کولتوري تکامل

ژبې د وخت په تېریدو وده کوي او کولتوري بدلونونه کولې شي پر ژبني بدلونونو اغېزه وکړي. کولتوري ژبپوهنه دا جوتوي  چې څنګه کولتوري پرمختګ، نړیوال کول، د نورو کولتورونو سره اړیکه، او تاریخي پیښې د ژبې کارول او جوړښت ته بڼه ورکوي.

٧- کولتوري اړیکي

پر کولتوري ژبنيو توپېرونو پوهېدل د اغېزمنو کولتوري اړیکو لپاره خورا مهم دي. په دې کې د ژبني لنډېزونو حساسیت، د تېروتنې او ناسم پوهاوي مخنیوی او په اړیکو کې د کولتوري تشو ډکول شامل دي.

۲ ـ ۲ـ ۱: د کولتوري ژبپوهنې ارزښت

کولتور د هر قام او ملت د پېژندنې لوړ لاسوند دی، کولتور د ټولو پوهنو، فنونو او هنرونو جرړه ده،  کولتوري ژبپوهنه د ژوند ټولو علمي، فني او هنري تجربو ښکارندویه او څرګندویه ده. د هرې ټولنې کولتوري ارزښتونه د هغوی ذهني او فکري پرمختګ ښیي، د پوهنو، فنونو او هنرونو بنسټ ږدي.

د ژبپوهنې بنسټ هم کولتور ږدي، ژبنۍ عملیې او چارې د کولتوري ارزښتونو او ویناوو له مخې را پېژندل کېږي، کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې نورو ژبپوهنیزو ادبي او علمي څېړنو ته لار برابروي، لکه څرنګه چې: ((هوجره جومات زموږ د کولتور دونې جرړې دي، پوهنتونونه یې تنې او کالجونه، سکلونه یې څانګې او څړغې دي.)) ( یوسفزی، نورالامین: پښتون دانش ۲۰۰۲۴، دویمه برخه، ۱۸۸ م)

کولتوري ژبپوهنه همداسې د فنونو، هنرونو او بېلابېلو پوهنو لپاره یو بنسټ او ماخذ دی.

کولتوري ژبپوهنه موږ ته علم یا پوهنه، فنون او هنر راپېژني، کولتور دا راښيي چې که: ((ښایسته خوراک پخول علم دی او وړاندې کول یې هنر دی.)ّ) (یوسفزی، نورالامین، پښتون دانش دویمه برخه، ۱۸۹ م) ددغه هنر د پېژندنې لومړنۍ مرجع او ماخذ د کولتور مادي او معنوي برخې دي. هغه برخې چې د لومړنیو خلکو ذهني تجربې را ښيي، همداسې ورو ورو دغه هنري تجربې په فن اوښتې دي.

حقیقت د زړه خبره ده او واقعیت د ذهن، دغه دواړه اصله له کولتوري ارزښتونو رابرسېره کېږي. کولتوري ژبپوهنه موږ ته همدغه خبرې او مفاهیم چې په هغه کې د یو قام یا یوې ژبې ذهنیت  او خپلې تجربې نغښتې وي، راسپړي.

۲ ـ ۲ـ ۲: کولتوري ژبپوهنه څه رازده کوي!؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې څو ټکي اړین دي:

۱- کولتوري ژبپوهنه موږ ته د یوه قام ارزښتونه او بسنټونه راښيي. دغه ارزښتونه د خلکو په ویناوو، ناستو ولاړو او راشه درشه کې مطالعه کولای شوو.

۲ـ کولتوري ژبپوهنه موږ ته د یو قام او په لویه کچه د یوه ملت د وینا اداب  او چار چلن راښیي. د وینا اداب په څه مانا!؟ د وینا اداب د ژوند سینګار دی، د وینا له ادابو د یو قام فکري او ذهني کچه را څرګندېږي. ښه راغلاست، مخه ښه، بخښنه غوښتل، اړیکې، وړاندیزونه، باورونه، انګېرنې، ګړنې، ګړنی ادب او… هغه څه چې د انسان او ټولنې تر منځ د ارتباط وسیله ګرځي، هغه اداب او ژبه ده، نو ددغو ادابو د پېژندنې لپاره کولتوري ژبپوهنه ده.

که یو کس د یوې سیمې یا د یوې ټولنې د وګړو پر ادابو پوی نه شي او دی هغې ټولنې ته ننوځي، نو له ګڼو ستونزو سره مخامخېږي. په یوې ټولنه کې د ژوند کولو لپاره ګڼ شمېر اداب دي، وګړي باید دغه اداب زده او پر ځان عملي کړي، ځکه همدغه اداب د ټولنې او د دوی تر منځ اړیکه جوړوي. دغه اداب چې په ټولنه کې د وګړو له خوا په بار بار تکرارېږي، باور پرې لري او یو دود ګرځېدلی دی ، همدا کولتور دی.

۳- په ژبه کې ګړنې: ګړنې یا اصطلاحات د یوې ټولنې د وګړو هغه لنډه ګنډه وینا ده چې د ټولنې د وګړو له ذهني تجربو او کیسو راوتې ده، ګړنه یا اصطلاح مجازي معناوې لري، دغه مجازي معنا د ټولنې د وګړو تر منځ د ټولنیز نظام او ادابو د جوړولو لپاره کارېږي. ځکه خو په ټولنه کې هغه کسان چې شعور ولري، د شعور او یو بنسټي نظام د رامنځته کولو، یو له بله سره د پاللو او عملي کولو لپاره مبارزه کوي، یا مدني فعال وي، دوی هڅه کوي چې د ټولنې په ژبه وغږېږي. نو د ټولنې په ژبه کې یو اړین اړخ ګړنې یا اصطلاحات دي چې هغه یو کس ته د ژوند لوری او طرف ورښیي. د یوه قام فکري او ذهني کچه او د مسایلو په باب یې ذهنیت ور ښيي.

ددغو ګړنو او اصطلاحاتو تر شا یوه ماضي پرته ده، ماضي نن ته د ژوند لارې چارې او ګودرې پخپلو تجربو کې بیانوی، د خلکو پروني فکرونه او ذهنیتونه پخپلو پخو تجربو نن ته دژوند لاره او ګودره ښيي، مثلاً موږ وایو:

ځې ځې، ابازو له به راځې. دغه جمله تر شا یوه ماضي لري، ددغې ماضي د سپړنې لپاره د خلکو تېرو تجربو ته ګرځو او دا ځانته معلوموو چې دغه وینا څنګه او څه مهال رامنځته شوې ده؟ دغو پوښتنو د ځواب موندلو لپاره د خلکو تېر ژوند او تجربو ته تم کېږو. د ماضي له تجربو ګټه اخستل، د خلکو کولتوري ارزښت لوستل او کتل دي چې د انسانانو تر منځ یې د اړیکو د ارمنخته کولو لپاره یو اساس ایښی و.

۴ ـ کولتوري مفاهیم او د دوی لفظي کول یا په لفظونو کې رانغاړل: په ټولنه کې ځینې کلمې، ګړنې او نورې برخې دي چې هغه په مفاهیمو بدلېږي، ګڼې معناوې ترې زېږي، له دغو مفاهیمو نه د ژبې دښکلا او معنوي ارزښت په توګه کار اخستل کېږي، که په دغو کولتوري مفاهیمو پوه نشو، نو د یوه قام په ارزښتونو پوهاوی ګران دی، پر مفاهیمو پوهېدا په ټولنه کې د ژوند د چارو د پرمخ بېولو یو اساس دی. که موږ د تومت، بدرګې، برمتې، جرګې، مرکې، سورې او … په مفهوم پوه نه شو، نو د یوه قام په ذهنیت او باور به پوه نه شو،  یا که چېرته تومت په یوه متن کې راغلی وي، نو تومت د یوې ځانګړې ټولنې او قام یو کولتوري کوډ یا مفهوم دی، دغه لفظي جوړښت په متونو کې په یوه معنوي ارزښت بدل شوی دی چې له شننې او پرې پوهېدینې نه یې یو ولس یا قام را پېژندل کېږي:

د ملنکنډ د سر توتي وی

په اور ستي وی، تومتي نه وی میېنه

تومتي کېدل، یوه ګړنه ده چې د خلکو له تجربو را وتې، ددغه مفهوم شننه د پښتني ټولنې کولتور کوي، دا په پښتني ټولنه کې د کولتوري اصل له مخې یو مفهومي سېمبولی یا کوډ دی چې له مخې یې د خلکو تجربه او باور را څرګندېږي.

نو دې پایلې ته رسېږو چې په ټوله کې ژبه او کولتور یو له بله نه بېلېدونکي توکي او اصلونه دي، ژبه د خلکو د دودونو، باورونو او … د وړاندې کولو یوه وسیله ده،  یو داسې ارزښت دی چې موږ ته په ټولنه کې د وګړو تر منځ اخلاقي بریدونه ټاکي، د دوی سلوک، کړنې، چلن او د ټولنې او طبعیت تر منځ اړیکې راښیي. په ټوله کې یوه ټولنه او وګړي یې د ارزښتونو له مخې راپېژني. د خلکو ترمنځ د ژمنتیا او وفادارۍ پر سېمبول او وسیلې بدلېږي.

کولتوري ژبپوهنه| دوکتور لعل پاچا ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب