یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهنن او سبا به په ګڼو ولایتونو کې بارانونه واوري

نن او سبا به په ګڼو ولایتونو کې بارانونه واوري

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړ چې نن او سبا به د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو ترڅنګ سیلونه وبهیږي.

د هواپېژندنې رياست پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د جوزا په اتلسمه او نولسمه یعني نن (جمعه) او سبا (شنبه) په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشير، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پروان، کابل، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست، ميدان وردګ، باميان، او دايکنډي، ولايتونو کې د سختو بارانونو او سیلونو اټکل کوي.

د دې ادارې له اټکل سره سم په بیلابیلو سیمو کې به د ورښت اندازه له 15 څخه تر 40 میلی مترو پورې وي.

سږنی کال په څو لسیزو کې د ورښتونو له نظره بې ساری کال دی. که څه هم د وچکالۍ د ختمېدو او تر مځکې لاندې اوبو د سطحې له لوړېدو سره پر له پسې ورښتونو مرسته کړې خو د سر و مال د ډېروتاوانونو ترڅنګ یې په ډېرو ځایونو کې له کروندو سره د مرستې پر ځای حاصلاتو ته تاوان اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب