پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکا متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر هرکلی وکړ

امریکا متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر هرکلی وکړ

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر ضمني هرکلی کړی.

نوموړي په څرګندو ټکیو دا هرکلی نه دی کړی، خو ویلي چې نور هېوادونه دې هم طالبانو ته د بندیزونو د معافیت په برخه کې رامنځته شوي اصول تعقیب او دوی ته د سفرونو اجازه ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو ته په یوه سفر تللی و چې د دوی د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق هم ورسره ملتیا کوله.

طالب پلاوي د متحده عربي اماراتو د دولت مشر سره لیدلي، چې د لیدنې د جزیاتو په اړه بېلابېلې ادعاوې شوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد دغه سفر تر ډېره متحده عربي اماراتو سره د دوی د رژیم پر اړیکو متمرکز ګڼلی، خو تحلیلونه دا دي چې دغه سفر د دوحې درېیم کنفرانس او طالبانو سره د نړیوال تعامل د زیاتوالي په برخه کې مهم و او د پردې تر شا جدي خبرې پکې شوې دي.

متحده عربي اماراتو د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني ته پناه ورکړې او تر څنګ یې طالبانو سره هم ښې اړیکې لري.

د حقاني د دغه سفر پر مهال د نوموړي او ولسمشر غني د لیدنې اوازې هم وې، خو ښاغلي غني ته نږدې سرچینو رد کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...