دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان د لوی اختر نېټه اعلان کړه

سعودي عربستان د لوی اختر نېټه اعلان کړه

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د سعودي عربستان چارواکو د راتلونکي لوی اختر نېټه اعلان کړه.

د دغه هېواد د سترې محمکې د اعلان له مخې، لوی اختر به د جون پر ۱۵مه، د یکشنبې په ورځ وي.

د سعودي عربستان سترې محکمې نن وویل چې نن د جمعې ورځ د جون اوومه نیټه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې لومړۍ ورځ ده چې په دې توګه د ذوالحجې پر اتمه چې د جون له ۱۴مې سره برابره ده، د حج مراسم پیلیږي.
د جون پر ۱۵مه عرفات او د جون پر ۱۶ مه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
 د حج سږنیو مراسمو ته له افغانستان څخه د ۳۰ زرو تنو د سهمیې اعلان شوی و.
د حج او اوقافو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو پرون وویل، چې تر ۲۷ زرو پورې افغان حج کوونکي دغو مراسمو ته رسېدلي.
سږنی لوی اختر بیا داسې مهال راځي، چې افغانستان له کم ساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی او خلک د اخترونو له را نږدې کېدو سره د اختریز چمتووالي له وس نه لرلو شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب