جمعه, جولای 5, 2024
Home+ډاکتر بادام شفق؛ د کار او زیار نه ستړې کېدونکې بېلگه

ډاکتر بادام شفق؛ د کار او زیار نه ستړې کېدونکې بېلگه

پوهندوی آصف بهاند

ما (آصف بهاند) تل هڅه کړې چې د نوي نسل د سالمې روزنې په خاطر مقالې او کتابونه ولیکم. زما د دې مقالو یوه لړۍ «ژوندي یادونه» نومېـږي. د دې مقالو په ترڅ کې ما له پیل نه تر اوسه پورې هڅه کړې چې د داسې فرهنگي علمي څېرو پر ژوند او اثارو باندې څه ولیکم چې د هغوی اثار او افکار د نوي نسل له‌پاره د یوې ښې او نمونه تجربې بڼه ولري، څو د نوي نسل له پاره د یو ښه سرمشق په توگه وځلول شي. په دې مقاله کې، د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر بادام شفق د ژوند پرځینو اړخونو څو خبرې لرم چې له تاسو درنو لوستونکو سره یې شریکوم.

ډاکتر بادام شفق د افغانستان د تاریخ هغه علمي فرهنگي څېره ده چې د افغانستان او اروپا له ډېرو سختو شرایطو او ازموینو نه بریالی راوتلی دی.

د افغانستان د یوې لرې سیمې اوسېدونکی بادام شفق د خپلې ټولنې په ډېرو سختو شرایطو کې له سختو ازمویونو بریالی راووت او د هجرت په دومره ستونزو او کړاوجنو حالاتو کې د خپل لیاقت او تجربې په کارولو سره وتوانید چې په ډنمارک کې د خپل مسلک (طب) سره سم ځانته کار او سم کاري چاپېریال پیدا کړي. په دې لاره کې یې، د خپلې کاري دورې په ترڅ کې دومره بریالي گامونه واخیستل چې حتی ترقانوني تقاعد وروسته هم په کاري ځای کې د ده کار ته اړتیا محسوسه وه، د همدې اړتیا له مخې ډاکتر شفق یو څه نوره موده هم په کار کې پاتې شو.

اوس د همداسې یو زیارکښ ډاکتر بادام شفق پېژندنې ته پام وکړئ:

د ډاکتر بادام شفق بیوگرافي مې په بل ځای کې پیدا نه کړه، نو مې له ده غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې مرسته راسره وکړي، ده هم خپله مفصله بیوگرافي راولېـږله چې ځینې برخې یې دا دي:

«ډاکتر بادام شفق د غلام حسن ساپي ځوی دی چې په ۱۳۳۲هجري  لمریز (۱۹۵۳ میلادي) کال کې د افغانستان د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اړوند، د باډېل درې د غازي خان غونډۍ په کلي کې  زیـږیدلی دی.

ده خپلې لومړنۍ دیني زده کړې د خپل پلار او د خپل کلي د ملا نه شروع کړې، څوپدي هیله چې ښونځي او د عصري علومو زده کړو ته لار ومومي. په ۱۳۴۱ ل (۱۹۶۲ ع ) کال د څوکۍ په ولسوالۍ کې، د مسعودوکلي ته لاړ او هلته ېي د استاد رحمت‌الله خان (ساپي) څخه دیني او عصري زده کړې پیل کړې. یوکال وروسته ئي د دریم ټولګي د سوئي (سامع) ازموینه ورکړه او په  ۱۳۴۲ ل ( ۱۹۶۳م) کال کې د څوکۍ ولسوالۍ د لومړني ښوونځي په څلورم ټولګي کې شامل شو، یوکال وروسته ئي د نرنگ ولسوالۍ (چې هغه وخت  علاقداري وه)، لومړني ښونځي ته ځان تبدیل کړ.

نوموړي دوه کاله په ډیر زحمت د خپل کلي څخه تر مکتب پوري هره ورځ ډیره اوږده فاصله پیاده  تګ راتگ کاوه.

بادام شفق په ۱۳۴۵ ل (۱۹۶۶م) کال کې د ننګرهار په دارالمعلمین کي د داخلیدوپه ازموینه کې چې ډیرزیات شمیر شاګردانو پکې ګډون کړی وو، ترټولو شاګردانو لوړې نومري واخیستې او د دغه دارالمعلمین په اوم‌ټولګي کې شامل شو. نوموړی دننګرهاردښوونکو دروزني په عالي موسسه (دارالمعلمین) کې  د تحصیل په دوره کې همیشه ممتاززده کوونکی او د خپل ټولګي اول نومره شاګرد و.

هغه د ننګرهار په دارالمعلمین کې د ‌زده کړو په وخت کې په کلتوري فعالیتونو، لکه  ډرامو، مشاعرو اومیټینګونو کې فعاله ونډه آخیسته.

شفق  د ۱۳۴۹  ل (۱۹۷۰م ) کال د اوړي په دري میاشتنۍ رخصتۍ کې د یولسم ټولګي د مضامینو ټول کتابونه د ځانه سره بیله ښوونکي او بل چا له مرستي ولوستل او د اوړي د رخصتۍ په اخر کې ئي د یولسم تولګي د سوئي ازموینه په بریالیتوب سره تیره کړه او د ښونمرو په اخیستو راساً دولسم  ټولګي ته شامل شو، د ۱۳۵۰ لمریز(۱۹۷۱م) کال د جوزا په میاشت  کې د ننګرهار د ښونکو د روزني د عالي موسسي (عالي دارالمعلمین ) د دولسم ټولګې څخه عمومي اول نومره فارغ شو.

بادام شفق د۱۳۵۰ ل(۱۹۷۱ م) کال د پوهنتون د کانکور په ازموینه کې خپل لومړنی انتخاب یعني د ننګرهار طب پوهنځي ته په ډیرو ښو نومروبریالی شو.

بادام شفق د ‌ډیرو اقتصادي  مشکلاتو سره ـ سره خپل عالي تحصیلات سرته ورسول او د خپلې منطقي د نوروځوانانو د تشویق او ترغیب سبب شو، چې ښوونځي ته لاړ شي او وروسته عالي تحصیلاتو  ته مخه کړي.

بادام شفق د ننګرهار له طب پوهنځی څخه د ۱۳۵۷  لمریز (۱۹۷۸ م) کال د مرغومي (جوزا) په میاشت کې  اول نومره فارغ  شو او تر فراغت وروسته سمدستي د همدغه پوهنځي د داخلي ناروغيو  په څانگه کې د علمي کدر د غړي په توگه ومنل شو.

د ۱۳۵۸ ل (۱۹۷۹م) کال په وروستیو کې د کابل طب پوهنځي د داخلې په څانگه د علمي کدر د امتیاز په ساتلوسره د علي آباد روغتون د داخله ناروغیو په څانګه کې مقرر شو.

په ۱۳۵۹ ل(۱۹۸۰ م) کال کې د افغانستان د وسله‌والوځواکونود طبي علومو د اکاډمۍ (چې اوس  محال د سردارمحمدداوخان روغتون په نامه یادیـږي) د داخله ناروغیو په څانگه کې په دنده وګمارل  شو.

 له ۱۳۶۱ ل (۱۹۸۲م) څخه تر ۱۳۶۳ ل (۱۹۸۴ م) کال پوري ېي د کورنیو چارود وزارت د روغتیاېي چارو د‌ ریاست د مرستیال په توګه دنده درلوده.

د۱۳۶۳ ل  (۱۹۸۴ م) کال په پای کې د فاریاب ولایت د څارندوی (پولیسو) د روغتیاېي چارو د آمر په توگه په دنده وګمارل شو.

په ۱۳۶۸  ل (۱۹۸۹ م) کال کې د کورنیو چارو وزارت د دوه سوه بستره‌یز مرکزي روغتون د قوماندان (رئیس) په توگه مقرر شو.

ډاکتر شفق د ۱۳۷۱ ل (۱۹۹۲م) کال په کورنیو جنگونو کې د رسمي دولتي دندي پرېښودو ته اړ شو.

له  ۱۳۷۱ ل ( ۱۹۹۲ م) څخه تر ۱۳۷۸ ل (۱۹۹۹م) کال پورې یې په خپل شخصي کلینیک کې کار کاوه او د ۱۳۷۸ ل (۱۹۹۹  م) کال  په اواخرو کې ډنمارك هیواد ته مهاجر شو.

د ډنمارک هیواد د قوانینو له مخي ټول هغه ډاکتران چې د غربي اروپا د هیوادو او د امریکا د متحده ایالاتو څخه پرته د نورو هیوادو څخه ډنمارک راځي، هغه وخت  په ډنمارک کې د ډاکتر په حیث د کار اجازه ورکول کیـږي، چې تحصیلی اسنادئي د ډنمارک د دولت روغتیائي اداره (Sundhedsstyrrelsen) تائید کړي، د ډنمارک  د روغتونونو په مختلفو څانګوکي  شپږمیاشتنۍ  آزمایښتي دوره تیره کړي اولارښود متخصصین او د سرویسومشران ئي د ډاکتر په حیث  مسلکي  وړتیا تثبیت او تصدیق کړي. د طب د ټولو کلینیکي مضامینو په تحریري او شفاهي ازموینو کې  کامیاب او د ډنمارکي ژبي په  تحریري او تقریري آزموینو کې په ښو نمرو بریالی شي.

ډاکترشفق د ټولو پورتنیو مرحلو تر تیرولووروسته  په  ۱۳۸۳ل (۲۰۰۴ م) کال کې په  ډنمارك  هیواد کې  د ډاکتر په‌حیث  قبول او د کار اجازه ئي تر لاسه کړه. له هغي نیټې  وروسته ېي د ډنمارک هیواد په دولتي روغتونونو کې رسمي دنده درلوده.

ډاکتر شفق د طبابت په مقدس مسلک کې د۴۶  کلونو خدمت  کولووروسته، د۷۰ کلواوشپـږمیاشتو په عمر،  د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا د میاشتې په۱۲ نیټه (۱۹۲۴م، دجون اول) په رسمي ډول  خپل تقاعد واخست.

ډاکتر بادام شفق د داخله ناروغیو متخصص دی او د افغانستان په ملي  پښتو ژبې ېي په لاندي نومونو مسلکي کتابونه او زیات شمیر تحقیقي طبي مقالې لیکلي او نشرکړیدي:

۱- مزاجي ناروغۍ (خفګان او مست لیونتوب)، دانش مطبعه، ۱۳۹۰  ل کال / ۲۰۱۱ م،

۲- دماغي سکتي، د افغانستان د ملي تحریک فرهنګي څانګه،۱۳۹۴ ل کال/۲۰۱۵ م،

۳- خپګان، مست لیونتوب او بیخوبي، د افغانستان د ملي تحریک فرهنګي څانګه،۱۳۹۴ ل کال/۲۰۱۵ م،

۴ـ د تنفسي  ناروغۍ او توبرکلوز په نوم، د پوهاند محمدناصر (شینواري) پر اثرباندي نوی نظر، له نوو زیاتونو او سمونوسره، څلورم چاپ او نشر ته تیارول، ۱۴۰۲  ل کال/۲۰۲۳،

۵ـ زما د ژوند رښتینې قصه، ناچاپه اثر.

ډاکتر شفق د طبابت په څنگ کې، مدني ـ اجتماعي فعا ل هم دی، له خپل وطن او خلکو سره زیاته مینه او خواخوږي لري. هغه د مهاجرت په شرایطو کې هیڅکله خپل ګران هیواد او خپل بي وزلی ولس له یاده ندی ایستلی.

هغه پخپل وطن کې داخلي جنګونو، دسیاسیونوپه منځ کې دچوکیو اومقامونو په سر شخړو اوسیالیو، دبیت المال د پیسواودارائي غلا اوچور، د دولتي ځمکو، معادنو او ځنګلونو غصب او چوروچپاول،  اداري فساد، د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ بي اتفاقیو ته لمن وهلو، خارجي مداخلو، د نجونو او ښځو په تعلیم، تحصیل، کار او اجتماعي ژوند کې  په خنډونو او بندیزونو او د وطن وروسته پاتې والي باندي خورا ډیرزوریږي.

هغه د ډنمارک هیواد د اغوس په ښارکې د افغانانو د یووالي او فرهنګي خدمتونو لپاره (د افغانانو د یووالي او پیوستون فرهنګي مرکز) په نامه یوه ټولنه جوړه کړیده او غواړي چې د مهاجرت په شرایطو کې له یوي خوا له دې  لاري خپلي ژبي  او خپل  اصیل افغاني کلتور او فرهنګ ته خدمت وکړي، خپل ملي افتخارات ژوندي وساتي، نوي افغان نسل ته ېي معرفي او ورانتقال کړي او له بلي خوا  ډنمارکیانو او نورو خارجیانو ته خپل اصیل افغاني فرهنګ وروپیژني.

ډاکتر شفق یوځوي او پنځه لوڼې لري.  چې ټولو اولادنو ئی په ډنمارک هیواد کې لوړي زده کړې تر سره کړئې دي او ټول ئي په ډنمارک هیوادکې رسمي دندې لري. ځوی ئي د زړه د ناروغیو متخصص دی، دوې لوڼې ئي د داخله ناروغیو متخصصې ډاکترانې دي،  دوې لوڼې ئي په ښونځیو کې ښوونکې دي او یوه لور ئي د اجتماعي امورو مشاوره ده. ټولو اولادونو ېي ودونه کړي او خپل مستقل ژوند، کورنۍ او وظایف لري.»

اوس به د ډاکتر بادام شفق د ژوند او فعالیتونو پر بېلابېلو برخو باندې تم شو او وبه گورو چې ده کوم او څه ډول کارونه ترسره کړي دي:

 ۱ــ  طبیب بادام شفق:

کله چې بادام شفق د ننگرهار له طب‌پوهنځی څخه فارغ شو، د وطن په بېلابېلو ځایونو کې یې د طبیب په توگه د خپلو هېوادوالو درملنه وکړه:

ــ د کابل د علي‌اباد روغتون په داخله سرویس کې،

ــ د سردارمحمدداوخان روغتون د داخله ناروغیو په څانگه کې،

ــ د فاریاب ولایت د څارندوی (پولیسو) د روغتیاېي چارو د امر په توگه،

ــ د کورنیو چارو  وزارت د  دوه سوه بستره یز مرکزي  روغتون رئیس په توگه،

ــ د تنظیمي واکدارۍ په موده یې له ۱۹۹۲ تر  ۱۹۹۹م پورې د خپل شخصي کلنیک په چوکاټ کې د خلکو درملنه او خدمت وکړ.  

ــ له ۲۰۰۴ ام کال څخه تر ۲۰۲۴ ام کال پورې دډنمارک هېواد په دولتي روغتونونو کې په درملنه بوخت و.

د طبابت په ډگر کې،  ډاکتر بادام شفق له خپل مسلک او انسانیت ته له خدمت سره دومره مینه درلوده چې په ډنمارک، د خپل خدمت په دوره کې پرته له رخصتۍ په متواتر ډول په روغتون کې پاتې شو او پرته له ستړیا یې کار وکړ.

۲ ــ د بادام شفق ټولنیز او فرهنگي کارونه:

ډ ډاکتر بادام شفق په بیوگرافۍ کې راغلي دي چې: «هغه د ډنمارک هیواد د آغوس په ښار کې د افغانانو د یووالي او فرهنګي  خدمتونو لپاره (د افغانانو د یووالي او پیوستون فرهنګي  مرکز) په نامه  یوه ټولنه جوړه کړیده او غواړي چې د مهاجرت په شرایطوکې له یوې خوا له دې  لارې خپلي ژبي او خپل اصیل افغاني کلتور او فرهنګ ته خدمت وکړي، خپل ملي افتخارات ژوندي وساتي، نوي افغان  نسل ته ېي معرفي او ورانتقال  کړي او له بلي خوا  ډنمارکیانو اونوروخارجیانو ته خپل اصیل افغاني فرهنګ  وروپیژني.»

د دې ټولنې مسؤلین وايي چې دوی دا لاندې فرهنگي فعالیتونه ترسره کړي دی:

«… باید وویل شي  چې مونږ د فرهنګی مرکز لخوا په لسګونو فرهنګی غونډې، او مشاعري جوړې کړي، د ملي او بین‌الملی ورځو لکه د استقلال د جشن، نوروز او د ښځو د ورځو لمانځنه مو کړي، او د لوړو زده کړو او پوهنتونو څخه د فارغ شوو افغان محصلینو لپاره  مو د نورو ځوانانو د تشویق په خاطر تشویقی غونډی جوړې کړي دی.

همدارنګه مو د یوشمیر لیکوالانو د تشویق په خاطر د هغوی د چاپ شوو اثارو لپار د مخکتنې غونډې جوړې کړیدی.

د پورته فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ مو په افغانستان کې د طبیعي پیښوقربانیانو او تاواني شوو وطنوالو لپاره نقدی مرستې راټولې کړې او لیږلې دي.»

ډاکتر بادام شفق د یادې فرهنگي ټولنې (د افغانانو د یووالي او پیوستون فرهنګي مرکز) لومړنی انتخابي ریٔس و چې تراوسه هم د همدې ټولنې په چوکاټ کې خپل فرهنگي فعالیتونه پر مخ بیایي.

ښاغلي احسان‌الله وفا په خپل کتاب «د کونړ غمي» کې د ډاکتر بادام شفق د علمي ــ فرهنگي شخصیت په باب داسې لیکلي دي:

«ډاکتر بادام شفق» د پښتوژبې یوورک خادم، د پښتني فرهنگ د بډاینې او دودونې یو ارمانجن چې د ادبي او فرهنگي شخصیت ورهاخوا زموږ د افغاني طبي اسمان یوه پخه ستن هم بلل کېـږي، د افغانستان د یودردمند او خواخوږي بچي په توگه یې له پخوا راهیسې د خپلې ژبې او ادب د ځلونې له‌پاره مټې رابډوهلې دي او کار کوي…

بادام شفق که څه هم د طب ډاکتر دی، خو په فرهنگي برخه کې هم فعال دی، ادبي او تاریخي لیکنې هم کوي…»

(وفا احسان‌الله، د کونړ غمي، خپرندوی: د افغانستان د مطالعاتو مرکز، ۱۴۰۲ ام کال، ۲۶ ــ ۲۸ مخونه)

 ۳ ــ ښوونکی او مدرس بادام شفق:

ډاکتر بادام شفق د ۱۹۷۸  م کال د ننگرهار له طب پوهنځی څخه له تر فراغت وروسته، د خپل پوهنځي د داخلي ناروغيو په څانگه کې د علمي کدر د غړي په توگه ومنل شو. د ۱۳۵۸ ل (۱۹۷۹م) کال په وروستیو کې د کابل د طب پوهنځي د داخلې څانگې په علمي کدر کې خپل تدریسي علمي کار پیل کړ.

ډاکتر بادام شفق په دواړو پوهنتونونو (ننگرهار پوهنتون او کابل پوهنتون) کې د خپل تدریسي ماموریت په ترڅ کې د وطن د اولادونو په روزلو کې، د وطني او انساني مینې له مخې په سلگونه شاگردان وروزل.

۴ ــ بادام شفق د سیاست په ډگر کې:

بادام شفق له تاندې ځوانۍ څخه سیاست په دې هیله راپیل کړ چې ښايی وکولای شي د افغانستان د خوارو او بیوزلو خلکو له پاره د داسې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي چې د خلکو ژوند په انساني بڼه او له ارامتیا سره مل وي، خو دا هر څه د ناروغو سیاسیونو او د ناروغې ټولنې د ستونزو داسې قرباني شول چې نه یوازې د ډاکتر بادام شفق هیلې ترسره نه شوې، بلکې د ده سیاسي کارونو د ده پر مسلکې، علمي، اداري او شخصي ژوند باندې هم منفي سیوری وغوړاوه، دی یې متضرره او له گڼو ستونزو سره مخ کړ.

ډاکتر بادام شفق د یوه انساني مرام په چوکاټ کې د افغانستان د رنځېدلو خلکو نیکمرغي غوښتله، خو له بده شامته چې د ځان‌غوښتونکو سیاسی رهبرانو د تېروتنو او پرلپسې سیاسي ــ نظامي بدلونو په پایله یې ټولې انساني او وطنی هیلې خاورې ایرې شوې.

په سیاسي مسایلو کې ښاغلی بادام شفق د یوه منځلاري فکر پیرو او د عدم تشدد فلسفې پلوی دی. دی په خپلو سیاسي پیامونو او ویناو کې تل د اتحاد او اتفاق خبره کوي او غواړي خپلو مخاطبینو ته د لرنوني یونان د استادانو دا خبره ووايي چې:

«نه افراط، نه تفریط: طلایي منځلاره!»

د ده دا لاندې پیام د پاسنۍ پالیسۍ یوه ښه بېلگه کېدای شي:

«په یورژيم، ګوند او قوم کې «مطلق ښه والی» يا «مطلق بدوالی» نشته. موږ عادت شوې یو چې یا یورژيم، ګوند یا قوم ته يا «مطلق ښه» وایو يا «مطلق بد».

زموږ همدغه غلط فکر دی چې د «مطلق حُب» يا «مطلق بُغض» ترتاثيرلاندې، یا هررژيم، ګوند یا قوم یا مطلق تایدوو او یوه بدې ئي هم نه وینو، او یا ئي مطلق ردوو او یوه ښيګڼه ئي هم نه وینو. همدغه مشکل دی چې موږ ئي په ټوټو ویشلې یو.

موږ باید په خپل قضاوت كې «منصف اوعادل» واوسو. ښه ته ښه او بد ته بد ووایو. كيدايشې له «مطلق حُب» او «مطلق بُغض» سره خداي په امانې، موږ «اتفاق» ته ورسوي.»

ډاکتر بادام شفق په خپله سیاسي لاره کې د يو ډاډمن او روښانه ملي دريځ په درلودلو سره نه له خپله هوډه تېر شو او نه یې د مقام او شهرت له پاره خپله لاره بدله کړه، بلکې خلکو او وطن ته د خدمت له پاره پر خپله ژمنه ترپایه ودرېد.

۵ ــ لیکوال بادام شفق:

ډاکتر بادام شفق قلم په څوکه، د خپلو علمي زدکړو، کار او علمي فرهنگي تجربو په پایله کې د خپل مسلک یعنې طبابت او ټولنیز ــ سیاسي ژوند په ډگر کې څو کتابونه لیکلي دي چې نومونه یې دا دي:

۱- مزاجي ناروغۍ (خفګان اومست لیونتوب): ددانش مطبعه ، ۱۳۹۰ ل کال / ۲۰۱۱ م

۲- دماغي سکتي، د افغانستان د ملي تحریک فرهنګي څانګه،۱۳۹۴ ل کال/۲۰۱۵ م

۳- خپګان ــ مست لیونتوب او بیخوبي، د افغانستان دملي تحریک فرهنګي څانګه،۱۳۹۴ ل کال/۲۰۱۵ م

۴ـ د «تنفسي ناروغۍ او توبرکلوز» په نوم، د پوهاند محمدناصر شینواري پر اثر باندې د نوو زیاتونو او سمونو سره، نوی نظر او نشر ته د کتاب تیارول، ۱۴۰۲  ل کال/۲۰۲۳م

۵ـ ځما د ژوند رښتینې قیصه، ناچاپه اثر.

دغه راز بادام شفق په افغانستان کې د وخت له غوښتونو سره سم یو شمېر مسلکي طبي مضامین لیکلي دي چې د وخت په ځینو موقوتو نشریو خپاره شوي دي.

د ډاکتر بادام شفق زدکړې، علمي ــ فرهنگي کارونه په لومړي گام کې د خپلې کورنۍ له پاره سرمشق شوې، بیا یې د کلي او ټولې ولسوالۍ له‌پاره د ډیوې بڼه غوره کړه. ښه بېلگه یې د ده کشر ورور ډاکتر صاحب شیرحسن دی. شیرحسن هم د مشر ورو (ډاکتر بادام شفق) پر لاره روان او یو دانشمند شخصت ورنه جوړ شو.

ډاکتر شیرحسن د خپل مشر ورو ډاکتر بادام شفق د سیاسي، علمي، فرهنگي شخصیت په باب داسې لیکلي دي:

«مشر ورور مې ډاکتر بادام شفق د طبابت په سپېڅلي مسلک کې له ۴۷ کاله خدمت وروسته د مې میاشتې په دریمه نېټه په ډنمارک هېواد کې له رسمي کاره تقاعد واخيست.

د ورور د شخصي او کاري ځانګړتیاو په باب څه لیکل ګران وي، هر څه چې وليکل شي، لوستونکي یې د ورور لپاره لیکنه بولی او په هره خبره کې د ورور عواطف ويني.

مګرمعروف قول دی چې وايي: «توره د ورور لپاره وهه او خبره د خدای لپاره کوه»، دلته د تورې میدان نه دی، نو خبره د خدای لپاره کوم، چې ډاکتر شفق بې حده زیارکښ انسان دی. زموږ د کورنۍ په ډيره غريبۍ او تنګ لاسۍ کې زموږ له سیمې او ولسوالۍ څخه چې هغه وخت علاقه داری وه، لومړنی کس و چې د زده کړو له پيله تر پايه اول نمره و، هغه وخت د طب پوهنځي ته بریالی شو او اول نمره فارغ شو. دا خبره ښايي اوس د ځوان نسل لپاره بابیزه معلومه شي، خو هغه د بادام شفق د ټولو همزولو لپاره شاهکار و.

ډاکتر شفق په هماغه اندازه چې په مسلکي زده کړو کې مخکښ و، په مدني ، ټولنيزو چارو او سياست کې يې هم پراخ لاس او فعاليت درلود. په سياسي سيالیو او مقابلو کې ډېر کړاوونه ورته پيښ شول، خو له هرې ستونزې سرلوړی راوتلی او زه یې د کشر ورور او شاګرد په توګه هيڅ وخت کې د ماتې او ناهیلۍ شاهد نه يم.

وروستي ۲۵ کاله چې په ډنمارک اوسیږي، له هر ډول رخصتۍ او تفریح پرته په مسلسل ډول په روغتونو کې په رسمي کار بوخت و، د دې تر څنګ د ډنمارک په اغوس ښار کې، د افغانانو د پېوستون فرهنګي ټولنې مسؤليت هم لري. د افغانستان په اوږده سیاسي کشاله کې تل د يو ډاډمن او روښانه ملي دريځ خاوند دی. تل مې په نفس حاکم، په ځان ډاډمن او ابرومند ليدلی دی.

د مشر ورور، زموږ د کورنۍ د لومړي لوستي، مخکښ او زما د لارښود په توګه ډاکتر بادام شفق ته د هغه د رسمي کار د بريالي پای ته رسېدو مبارکي وايم، ژوند يې لکه د تېر په څېر ابرومند، نېکمرغه او له بوختیاو ډک غواړم!»

په اوسني وخت کې که د ډاکتر بادام شفق نظریاتو ته تم شو، لیدل کېـږي چې دی د یو متعهد او بامسؤلیته فرهنگي په توگه د خپلو خلکو او ټولنې پر ستونزو باندې پوهېـږي او د رامنځ‌ته شوو ستونزو له پاره خپل نظر څرگندوي او د حللارو وړاندیز هم کوي.

د ۲۰۲۱ ام په اگست کې په افغانستان کې د سیاسي نظامي بدلون په اثر زموږ په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو ترڅنگ منفي بدلونونه هم رامنځ‌ته شول چې یو یې تر شپږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل و. له دې ستونزې سره بادام شفق د یوه ریښتني رونڼ‌اند په توگه له هماغه پیل نه خپل دریځ څرگند کړ. د نجونو ښوونځیو د تړلو پرضد ودرید. په خپله فیسبوکپاڼه کې یې په متواتر ډول خپله مبارزه جاري وساتله او په ښکاره ډول یې د نجونو د تعلم پلوي وکړه، ترشپږم پورته یې د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه، دا یې د یادو پوستونو یوه بېلگه ده:

«ټوله دنیا او حتی اکثریت طالبان وایي چې دمکتبونو دروازې دې د نجونو په مخ خلاصې شي، کنه څوک مو امارت ممارت په رسمیت نه پيژني. خوکوم سرتمبه څوک موك شته چې د اخرې فیصلې واک ورسره دی، دا خبره نه مني.

څه دنیا به ورانه شي چې دا نجونې مکتب ته لاړې شي او تعلیم او تحصیل وکړي او په راتلونکی کی ډاکترانی، معلمانی، نرسانې، پولیسانې او.. او… شی، خپل وطن ته خدمت وکړی؟ زه خو پدي نپوهیږم که تاسې پوهیږئ، پوه مى کړﺉ!»

ډاکتر بادام شفق د خپل وطن له فرهنگ او فرهنگیانو سره بېسارې مینه لري، د خپل وطن د قلموالو له ژوند، اثار او افکارو سره پوره اشنايي لري. په اکثرو فرهنگي محافلو کې گډون کوي او تر خپلې وسې پورې خپله وطني او فرهنگي دنده ترسره کوي، د فرهنگیانو په خوښي خوشخاله کېـږي او په غم او مړینه یې خواشیني څرگندوي. دا لاندې د استاد بختاني خدمتگار د مړینې په پار د ډاکتر بادام د تسلیت پیام دی:

«د پوهې او ادب له اسمانه یوبل ستوری پریوت:

خدایبښلی عبدالله بختانی ستر ادیب، شاعراو په وطن مین سیاست پوه و.

د ده دخوږواوزړه راښکونکو اشعارو، ادبې لیکنو او د ده د سنګینې څيرې او خواږه زړه راښکونکې غږ سره ان څه کم دوه پنځوس کاله مخکې، هغه وخت چې لا تنکی ځوان او د ننګرهار په دارالمعلمین کې شاګرد وم، بلد شوم.

د ده اشعار او لیکنې به مې د ننګرهار په ورځپاڼه کې لوستلې او خوند مې ترې اخیست. دی مې لومړی ځل د١٣٤٥ كال په پسرلنۍ مشاعره کې ولیده او د ده پخپل ښکلې اواز کې مې د ده خپل د پنده ‌او خونده‌‌‌‌‌‌ ډک شعر واورید. له هغه وخته مې بختیاني صیب په زړه کې ځاې ونیوه. زمونږ ښوونکو هغه وخت ویل چې بختیانی صیب د (ویښوزلمیانو) پخوانی غړی او ‌‌‌‌‌‌ډير په وطن مین او پاک انسان دی. دې خبرو هم زما په زړه کې د ده او د ده د اشعارو او لیکنو سره مینه لا زیاته کړه.

دې هوښیار، درانه لیکوال او د پښتو ادب ځلانده ستوري د وطن د بچیانو په بیدارۍ کې دومره خدمت کړی او دومره اثار ورڅخه په میراث پاتې شویدي چې په رښتیا سره ئي د پښتو ادب ځلانده ستوری وبولو او یادئي همیشه ژوندی وساتو.

خداې دې بختیاني صیب ته جنتونه ورکړې او ټولې کورنۍ او دوستانوته ئي تسلیت عرض کوم.
د بختیاني صیب یاد دې تلپاتې او روح دې ښاد وي.»

د دې مقالې د لیکلو په وخت کې ما ته د ډاکتر بادام د ژوند، علمي او فرهنگي ـ سیاسي کارونو د لاروښانولو له پاره، یوشمېر پوښتنې په ذهن کې پیدا شوې، بشپـړ متن یې دا دی: 

ډاکتر بادام شفق ته سلامونه او درناوی!

هیله ده هرڅه ښه وي.

ما هوډ کړی دی چې ستاسو د علمي فرهنگي ــ سیاسي فعالیتونو په باب د یوې مقالې په چوکاټ کې څه ولیکم. د علمي فرهنگي مهربانۍ له مخې دا پوښتنې په لنډ ډول راځواب کړئ:

ــ که کېدای شي د خپلو سیاسي فعالیتونو په باب یوڅه راته ولیکئ،

ــ په افغانستان کې او په ډنمارک کې مو څومره او څه ډول فرهنگي کارونه ترسره کړي دي؟

ــ له بیوگرافۍ نه مو ښکاري چې تاسو د افغانستان په دوو پوهنتونونو کې د علمي کدر غړیتوب درلود، تاسو تر کومې علمي درجې پورې رسېدلي وئ؟ او کوم مضامین مو تدریسول؟

ــ ستاسو یوشمېر علمي اثار چې په بیوگرافۍ کې یاد شوې دي، ایا له هغو پرته مو نور اثار او علمي ــ فرهنگي مقالې لیکلي دي که نه؟ که هو، نومونه او د خپرېدو کال او ځای یې کوم دي؟

له مرستې نه مو همدا اوس مننه!

آصف بهاند

د ۲۰۲۴ ام کال د می میاشت اولسمه نېټه

هیدرسلیف

ډنمارک

پاسنۍ پوښتنې مې له ډاکتر بادام سره شریکې کړې او هغوی هم په عالمانه او دوستانه مهربانۍ سره زما پوښتنې په تفصیل سره راځواب کړې چې زه همدلته مننه ورنه کوم. ما د ده له رالېـږلو معلوماتو څخه د مقالې په مناسبو ځایونو کې استفاده کړې‌ده.

ډاکتر بادام شفق د خپل ژوند له پیل نه تراوسه د عجیبو ستونزو په دایره کې رالوی شو، زدکړې یې کړي دي، سیاسي اړودوړ لارې ورته تتې کړې دي او د پرمختگ لارې یې ورته تړلي دی او… خو حقیقت دا دی چې ده همت نه دی بایللی، تل یې هڅه کړې او د ژوند په ډېرو کړاوجنو حالاتو کې یې هم د زدکړې او پوهې ډیوه له لاسه نه ده غورځولې.

دا د ډاکتر بادام شفق د خولې خبره ده چې ما ته یې ویلي دي: «زه په ډېرو ستونزو د ښوونځی په دروازه ورننوتلم، له خپل کوره لرې د خپلوانو په کور کې، ښونځی ته د تگ په خاطر دېره شوم او د ډېرو بدو شرایطو په دایره کې مې خپل سبقونه پرمخ وړل.»

بادام شفق د همداسې شرایطو په منلو سره بیا هم د خپلو همځولو په ډله کې په پرلپسې ډول اول نومره‌گي ترلاسه کړه، ترڅو چې د پوهنتون په دروازو ورننوت او هلته یې هم خپله اول نومره‌گي وساتله، ترڅو چې ځان یې د علمي کادر حلقې ته هم ورساوه.

ډاکتر شفق په دې ډول د تعلیم ډېوه لومړی خپل کور، بیا خپل کلي او بیا خپلې درې ته ورورسوله او دا ډیوه یې په خپلو لارو کې بله وساتله او تر نن پورې د همدې ډیوې په رڼا کې ژوند کوي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د ښاغلي مشر استاد ډاکټر صاحب شفق بادام د مفصلې بیوګرافۍ او د کار او زیار په باره کښې دمحترم پوهندوی آصف بهاند ورور لیکنې څخه مې ډېر څه زده کړل او دواړو ته لا زیات بري غواړم.
    – د دوی ورور ،ډاکټر صاحب شېر حسن خو به هماغه ش.حسن حسن نه وي چې شمشاد تاودو بحثونو کې ښې خبرې کوي اوماسکو کې اوسیږي؟؟
    -یوه کوچنۍ سهوه(بادام شفق د ڼنګرهار له طب پوهنځی څخه د ۱۳۵۷ لمریز (۱۹۷۸ م) کال د مرغومي (جوزا) په میاشت کې …)؟
    : زما په آند جوزا میاشتې ته پښتو کې (غبرګولي)وایو او
    مرغومی = جدي ده!!
    په ډیرې بښنې سره هیله ده پوهندوی صیب خفه نه شي رانه
    په درنښت / بروکسل د جوزا یا غبرګولي ۱۸/=د ذوالحجه لومړۍ ۱۴۴۵ق==۰۷ د جون ۲۰۲۴م.

  2. ښاغلي ډاکتر حمیدالله زړور ساپي ته سلامونه او درناوی!
    زما په مقاله کې د شفق صاحب راغلې بیوگرافي ما ته په خپله ډاکتر صاحب شفق رالېږلې وه، زما تېروتنه دا وه چې زه ورته متوجه شوی نه یم او له خپلې بې‌پامۍ نه بښنه غواړم. دا تېروتنه به زه په خپله مقاله کې تصحیح کړم.
    له تاسو نه بیا، بیا مننه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب