جمعه, اپریل 26, 2024
Home+فارسټر څوک و؟

فارسټر څوک و؟

تاند- له نن څخه ۵۳ کاله پخوا د ۱۹۷۰ کال د جون په ۷ مه بریتاینايي لیکوال، ناول کښونکی، ټولنیز او ادبي کره کتونکی اي ایم فارسټر (E.M. Forster) د ۹۱ کلونو په عمر په حق ورسېد.

دی د ۱۸۷۹ د جنورۍ په لومړۍ نېټه په لندن کې زېږېدلی دی. لنډې کیسې، مقالې او شعرونه هم لیکلي خو ډېر شهرت یې د هند ته یوه لار (A Passage to India)، هاوارډز انډ (Howards End) او منظره لرونکې خونه (A Room with a View) ناولونو له کبله ګټلی دی.

دی د خپلې کورنۍ یوازینی اولاد و او په لومړیو کې یې نوم مورګان فارستر و، خو د تعمید غسل په مهال په تصادفي ډول آیډورډ هم ور زیات شو.

د ده پلار، چې معمار و، په ۱۹۸۹ کې، چې دی لا دوه کلن شوی نه و، د نري رنځ په ناروغۍ مړ شو. فارستر د خپلې مور او ترور (عمه) له لوري وروزل شو.

د ښوونځي (Kent) او پوهنتون ( King’s College) له بشپړولو وروسته خپلې مور د اروپا (ایټالیا او یونان) په سفر روان کړ. ډېر ښارونه یې ولیدل او له راستنېدو و روسته له خپلې سیمې د ویبریج په نوم یوه کلي ته کډه شول. فارسټر خپل شپږ واړه ناولونه همالته ولیکل. خو لیکوالۍ ته یې وروسته له دې جدي پام واړاوه چې کبمریج پوهنتون یې بشپړ کړ. د یونان او ایټالیا سفرونو ده ته د دوو ناولونو سوژې برابرې کړې.

له ۱۹۰۵ څخه تر ۱۹۰۶ پورې یې په جرمني کې د ماشومانو د روزونکی او ښوونکي په توګه کار وکړ. په ۱۹۱۴ کال مصر، جرمني او هند ته لاړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې یې د سوله غوښتونکي رضاکار په توګه د سره صلیب په نړیواله کمېټه کې فعالیت پیل کړ.

ده د خپل مشهور ناول «هند ته یوه لار» له لیکلو وروسته په دې خاطر چې د جنسي اړیکو په اړه له لیکلو لاس واخیست. د ده په ناولونو کې د همجسنپالنې څرکونه لیدل کېږي. «هند ته یوه لار» ناول توکمپالنه او ښکېلاک انځوروي، د انګرېزانو او هندیانو اړیکې او هغه ترینګلتیا بیانوي چې د یوې بریتاینايي مېرمنې سفر یې پاروي.

په ۱۹۴۵ کې یې مور تازه مړه شوې وه چې کمبریج پوهنتون، هغه ځای چې ده پکې زده کړې کړې وې، د کار وړاندیز وکړ.

په کمبریج پوهنتون کې له څو کاله کار وروسته امریکا ته لاړ، هلته یې ویناوې کولې. په امریکا کې یې څو میډالونه وګټل.

فارسټر پر ناولونو، لنډو کیسو، مقالو او کره کتنو سربېره په ۱۹۵۶ کال د خپلې ترور د مور (Marianne Thornton) ژوندلیک ولیکه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب