پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد طالبانو دفاع وزارت وايي، په کابل ولایت کې یې یو وسله‌کوټ...

د طالبانو دفاع وزارت وايي، په کابل ولایت کې یې یو وسله‌کوټ کشف کړی

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي دفاع وزارت وايي چې په کابل کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه موندلې ده.

د دغه وزارت په وینا دا عملیات د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د څارنې او استخباراتو پرسونل له خوا شوي دي.

د وزارت د اخبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې، چې د کابل په ۲۱مه ناحیه او د سروبي ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې ترسره شوي وو، دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پنځه کلاشنکوفونه، شپږ تومانچې او یو امریکايي توغندی شامل دي، چې ورسره ګڼ شمېر شاجورونه هم دي.

وزارت زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې- ګروېږنې روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر اړوندو چارواکو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا وسلې او مهمات د کوم وخت دي او یا په کومې ډلې پورې اړوند وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...