تاند (شنبه، د غبرګولی/ جوزا ۱۷ مه) په نړۍ کې یو شمېر ښارونه د ځمکې د ټیټېدو له جدي ستونزو سره مخامخ دي، چې دا ستونزه د ځمکې لاندې اوبو د بېدرېغه استخراج، د خاورې د جوړښت، او د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې ده. د اندونیزیا پلازمېنه، جاکارتا، د نړۍ تر ټولو چټک ډوبېدونکی ښار ګڼل کېږي، چیرې چې ځینې سیمې هر کال تر ۱۵ سانتيمتره ټیټېږي. دا حالت سبب شوی چې د ښار ۴۰٪ برخه د سمندر له سطحې ټیټه شي، او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د شمالي جاکارتا ۹۵٪ برخه تر اوبو لاندې شي .
د دې ستونزې د حل لپاره، توکیو یو بریالی ماډل وړاندې کړی دی. په ۱۹۶۰مو کلونو کې، توکیو د ځمکې د ټیټېدو له جدي ستونزې سره مخامخ شوه، چیرې چې ځمکه هر کال تر ۱۰ سانتيمتره ټیټېده. د دې وضعیت د کنټرول لپاره، د جاپان حکومت سخت قوانین وضع کړل چې د ځمکې لاندې اوبو استخراج محدود کړي. د “صنعتې اوبو قانون” او د “ودانیو لپاره د ځمکې لاندې اوبو د استخراج د تنظیم قانون” له مخې، د اوبو پر استخراج جدي محدودیتونه ولګول شول .
همداراز، توکیو د ځمکې لاندې اوبو د کچې د څارنې سیستمونه جوړ کړل او د باراني اوبو د راټولولو او کارولو پروګرامونه پیل کړل. د دې اقداماتو په پایله کې، د ځمکې ټیټېدو کچه په پام وړ ډول راکمه شوه، او اوس مهال د توکیو ځمکه نسبتاً ثابته ده .
دا تجربه ښيي چې د ځمکې د ټیټېدو ستونزه د مناسبې پالیسۍ، قانوني چوکاټ، او د اوبو د مدیریت له لارې کنټرولېدلی شي. د توکیو ماډل کولی شي نورو ښارونو ته، لکه جاکارتا او استانبول ته د حل لارې په توګه وکارول شي.