Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: امنیت ټینګ دی، خلک دې په ډاډه زړه اختر...

کورنیو چارو وزارت: امنیت ټینګ دی، خلک دې په ډاډه زړه اختر ولمانځي

تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۷مه」افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو د حکومت د ‏کورنیو چارو وزارت وایي، ځواکونه یې په ټول توان سره د هېواد بېلابېلو سیمو کې د خلکو امنیت لپاره ګمارل شوي دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې، د خلکو خوښي او ارامي یې بنسټیز لومړیتوب دی او د اختر پاتې ورځو کې به د امنیت په برخه کې خپلې هلې ځلې لا پراخې کړي.

قانع ډاډ ورکړی، چې د تېر اختر په څېر به دا اختر په بشپړ امنیت کې تېر شي.

نوموړي ویلي، د طالبانو اړوند پولیس نورو امنیتي ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ د هېواد په هر ګوټ کې د هېوادوالو تر څنګ ولاړ دي.

‏کندهار کې د اسلامي امارت مشرتابه په امامت د اختر لمونځ ادا شو

اخوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، نن شنبه د لوی اختر په مناسبت د کندهار عیدګاه کې د طالبانو د مشرتابه هبة الله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو.

مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، زرګونو هېوادوالو هم د اختر په لمانځه کې ګډون درلود.

1 COMMENT

  1. د داسو څیرو لیدل چی ینیفورم نلری خپل د بی امنیتی او ډار سبب نه ګرځی؟ پدی څلور کالو کی ملا حکومت ونشو کړای چی له ښارونو څخه غیر مسؤل کسان وباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...