سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+جي پي ټي | شاه زلمی

جي پي ټي | شاه زلمی

د شپې درې بجې وې. شپه غلي او خاموشه وه، خو د هغې د زړه په انګړ کې لمبې بلېدې  . خوب یې نارامه ؤ. ناڅاپه په کټ کې لکه څوکیدار راکیناسته،  لاس یې ورو ورو د بالښت تر څنګ ایښي موبایل ته وروغځاوه. پرده یې روښانه کړه، او ګوته یې پر واتساپ ولګوله. د خاوند له لوري هېڅ پیغام نه و راغلی.
زړه یې له درزا ډک شو. په ذهن کې یې بې‌شمېره پوښتنې راوټوکېدې:
«ولې به یې پیغام نه وي راکړی؟ هېره کړې یم؟ خفه به وي؟ ناروغ خو به نه وي؟»
ورو ورو یې ذهن د تېرو ورځو شاته واوښت:
«هاغه ورځ چې یې زنګ راکړی و، زه په پخلنځي  کې وم. یو ساعت وروسته مې ځواب ورکړ. کېدای شي هغه ورځ خفه شوی وي… نه، شاید کومه بله ستونزه وي. که زنګ ورته وکړم؟ نه، ناوخته دی،  ستړی به وي. ډوډۍ به یې خوړلې وي که نه؟»
د زنګ وهلو فکر یې له ذهنه وویست، خو زړه یې پرې قانع نه و. شپه یې نوره هم درنه شوه. ځان یې د تنهايۍ په توپان کې ګوښی محسوساوه.
«کاشکې راسره وای… اوس به مې ګیله ورته کړې وای: چې کورنۍ دې خولې ته راوستې یم، ستا پیغورونه راکوي چې ټول کال دې پیسې نه دي رالېږلي، ته پخپله هم نه یې، او وروڼه خویندې دې هم زما مرسته نه کوي.»
د کور دروند مسؤلیت یې سترګو ته ودرېد؛ دیارلس کسان — اووه وروڼه، شپږ خویندې — ټول دوه دوه متره، خو لکه ماشومان، نه خپله جامه پاکوي، نه خپل کارونه ترسره کوي. هر یو خواړه، پاکي او چای غواړي، او زه لکه روباټ چې یې ګمارلې وم. هر څه ورته کوم، بیا هم سپکې سپورې اورم. یوه ورځ هم چا مننه ونه کړه.
«اف، خدایه! دا څومره بې‌احساسه خلک دي!»
یو دم یې تصمیم ونیو:
«صبر! له چټ جي پي ټي وپوښتم. هسې هم خوب نه راځي، ښايي یوه ښه مشوره راکړي. زما خاوند هم وخت ناوخت ترې پوښتنې کولې.»
– نه! په دې شته انسانانو کې له چټ مرسته؟!
– خیر…
چټ:
– سلام، چټ جي پې ټي صیب!
– وعلیکم السلام. زه ستاسې په خدمت کې یم. کومه مرسته درسره کولی شم؟
– زړه مې ډېر تنګ دی.
– که راته ووایاست ولې؟ د خفګان لامل څه دی؟
– نه پوهېږم. خواشیني یم. پېغورونو او بې‌پروایۍ ستړې کړې یم.
– ته خفه کېږه مه. ته یو خپلواک انسان یې، او د ژوند حق لرې.
– زه یوازې یم. د کور ټول کارونه راباندې دي. سره له دې چې هر څه زه کوم، خو بیا هم بد چلند راسره کېږي.
– ایا ته یوازې ژوند کوې؟
– نه، دیارلس کسان نور هم شته.
– نو ته باید له دوی سره په ارامه فضا کې خبرې وکړې، ورته ووایې چې مرسته ته یې اړتیا لرې.
– هغوی غوږ نه ږدي. بس خوراک کوي، څښاک کوي، نور هېڅ نه.
– ایا ته کومه نږدې ملګری لرې؟
– نه، خاوند مې له جمهوریت وروسته دوبۍ ته لاړ. زه ښوونکې وم، اوس یې ښوونځي تړلي دي.
– مننه چې دا دې له ما سره شریکه کړه. زه هڅه کوم درسره مرسته وکړم.
– مننه.
– ته یو انسان یې. دا دې حق دی چې درناوی درته وشي. د هر څه مسؤلیت یوازې ستا نه دی. هر څوک په دې نړۍ کې مسؤلیت لري.
– خو هغوی زما خبره نه اوري.
– راځه، بله لاره وګورو. له خپل خاوند سره دا خبره شریکه کړه.
– وېرېږم، خفه نه شي…
– ته حق لرې چې ستا غږ واورېدل شي. ته د هغه د ژوندملګرې یې. درپه یاد کړه هغه ورځ، چې له کوره وت، ستا تندی یې ښکل کړ، او ویې ویل: «زه له تا سره مینه لرم.»
هغې ژوره ساه واخیسته.
او بیا یې یو څو ټکي ولیکل:
“زه نور…”
 ۲۰۲۵ د جون ٧مه
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...