عبدالباري جهاني
عیدالاضحی یا د قربانۍ اختر، چي موږ یې لوی اختر بولو، له دې امله د قربانۍ اختر بلل سوی دی چي وايی ابراهیم علیه السلام خپل زوی، د حق متعال په امر، چي مطلب یې د هغه د ریښتیني بندګۍ آزمېینه وه، د قربانۍ میدان ته وړی وو.
سُني او شیعه مسلمانان ټول په دې عقیده دي چي ابراهیم علیه السلام خوب ولیدی چي خپل زوی د کعبې لپاره، چي ویل کیږي پر ځای نه درېده، قرباني کړه. ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسماعیل علیه السلام ورسره واخیست او له کعبې سره نیژدې یې قربانګاه ته بوت خو کله چي یې چاړه د زوی پر غاړه کښېښوده نو حق متعال هغه ته پسه را ولېږه او هغه پسه یې په چاړه حلال کړ. په دغه مناسبت، په سورة صافات ۳۷ کي، پر ابراهیم علیه السلام باندي حق متعال ږغ وکړ چي تا خپل خوب ریشتیا کړ. په تفسیر کابلي کي راغلي دي:
و نادیناهُ اِنَّ یّا ابراهیمُ قد صدقت الرُّءیا
ترجمه له تفسیرکابلي: موږ ږغ وکړ چي ای ابراهیم په تحقیق سره تا خپل خوب ریشتیا کړ. ( یا تا له لیدلي خوب سره سم عمل وکړ. جهاني)
انّا کذالک نجزی المحسنین ( ۱۰۴-۱۰۵ آیتونه)
په تحقیق سره چي موږ نیکوکارانو ته دغه ډول جزا( عوض) ورکوو.
اِنَّ هذا لهُوَ البلآءُ المبین ( ۱۰۶)
په تحقیق سره دا پېښه یو څرګند امتحان دی.
و فدیناهُ بِذِبحٍ عظیم (۱۰۷)
او هغه ته مو په عوض کي د ذبح کولو لپاره یو لوی حیوان ( پسه ) ورکړ.
د سعودي عربستان په تفسیر کي یې په لوی لاس داسي لاس وهنه کړې ده چي څرګند تېری دی او په ترجمه کي یې لیکلي دي: او فدیناه موږ ورکړه دغه ( اسماعیل) ته په مذبوحې لویی ( جنتي پسه سره)
په داسي حال چي د ( هـُ) مفرد غایب ضمیر په څرګنده توګه ابراهیم علیه السلام ته اشاره ده. ځکه چي د سورة صافات دغه برخه له ۱۰۴ څخه تر۱۱۳ آیتونو پوري ټول په ابراهیم علیه السلام پوري اړه لری او هر ضمیر چي ذکریږي مطلب یې پخپله ابراهیم ع دی.
په دې پورتني آیة مبارک کي د اسماعیل نوم چیري ذکر سوی دی؟ که موږ په عربي نه پوهیږو نو دومره خو پوهیږو چي لږترلږه د اسماعیل نوم، د قرآن شریف، په عربي کلام یا دغه مشخص پورتني آیة کي نه دی ذکر سوی.
و ترکنا علیه فی الآخرین ( ۱۰۸)
او راتلونکو نسلونو ته مو دا پرېښودله.
سلامٌ علی ابراهیم ( ۱۰۹ )
چي سلام دي وي پر ابراهیم.
کذالک نجزی المحسنین (۱۱۰)
دغه ډول عوض ورکوو نیکوکارانو یا نېکانو ته.
انّهُ من عبادنا المونین (۱۱۱)
په ریشیتا سره چي هغه زموږ له مومنو بنده ګانو څخه دی.
( په څرګنده توګه ( هغه) اشاره و ابراهیم علیه السلام ته ده. جهاني)
و بشّرناهُ باسحق نبیِّنا من الصلحین. ( ۱۱۲)
او هغه ته ( ابراهیم ته. جهاني) مو زېری ورکړ چي اسحق به زموږ نبي وي او له جملې له صالحانو.
په تفسیر کابلي کي یې د دغه مبارک آیة په تفسیر کي راوړي دي: له دې څخه معلومه سوه چي لومړنی زېری د اسماعیل ع په باره کی وو او د ذبح قصه هم ټوله په هغه اړه لري. ښه دا خبره د کوم منطق پر اساس ولاړه ده. له کومه ځایه څخه معلومه سوه چي لومړنی زېری د اسماعیل ع په باره کي وو؟ په آیة مبارک کي په څرګنده توګه ابراهیم ع ته د اسحق ع زېری ورکول کیږي او مفسر وايی له دې څخه معلومه سوه چي لومړی زېری اسماعیل ع دی.
د سعودي عربستان په تفسیر کي ېې راوړي دي: او زیری ورکړ موږ دغه ( ابراهیم ) ته ( پس له اسماعیل ) په اسحق سره چي نبی وو له صالحانو.
د آیة پر ترجمه کي یې بیا لاس وهلی دی او په وچ زور یې د اسماعیل نوم ورزیات کړی دی.
و بارکنا علیه و علی اسحق و من ذُرِّ یتهما محسنٌ و ظالم لنفسهِ مُبین (۱۱۳)
او برکت مو واچاوه د ده او د اسحق په اولادونو کي چي ځینی یې صالحان دي او ځیني یې پر خپلو ځانونو باندي څرګند ظلم کوي.
په تفسیر کابلي کي یې د تنبیه ترعنوان لاندي لیکلي دي: مفسرین په عمومي صورت د « و من ذریتهما» ضمیر و ابراهیم او اسحق ته راجع کوي. مګر شاه صاحب دغه ضمیر اسماعیل او اسحق ته راجع کړی دی او له دغه امله یې مضمون ته زیات وسعت ورکړی دی. همدغه تنبیه د سعودی عربستان تفسیر هم اخیستې ده.
دلته سوال دا دی چي شاه صاحب ته دا صلاحیت چا ورکړی دی چي د ابراهیم او اسحق د جمع غایب ضمیر( و من ذریتهما)، په لوی لاس اسماعیل او اسحق ته راجع کړي؟ دلته د اسماعیل نوم چیری دی؟ که د حق متعال مطلب اسماعیل او اسحق وای نو حتماً به یې د اسماعیل نوم ذکر کړی وای او مفسرینو ته به د قرآن شریف په متن کي د لاس وهني ځای نه پاته کېدلای. په داسي حال کي چي دا قصه د صافات ۳۷ په سورة کي راغلې ده او په ټول سورة کي یوازي د ابراهیم او اسحق علیه السلام نومونه یاد سوي دي. نو موږ اسماعیل علیه السلام له کومه کړ؟
د قرآن شریف د آیتونو د دغه راز تفسیر او تنبیه لیکلو صلاحیت، له حضرت رسول ص څخه پرته له بل چا سره څرنګه موجودېدلای سي؟ دا د قرآن شریف په ترجمه کي لاس وهنه ده او باید چي کفر وګڼل سي.
په زړه پوري خبره خو داده چي د قران شریف په هغه انګلیسي تفسیر او ترجمه کي، چي پخپله د سعودي عربستان له خوا د خادم الحرمین الشریفین ملک الفهد بن عبدالعزیز بن آل سعود په امرچاپ سوی دی، د پورته ذکر سویو آیتونو په ترجمه کي د اسماعیل علیه السلام نامه ته اشاره نه ده سوې او آیتونه لکه څرنګه چي دي هغسي ترجمه سوي دي. خو په پښتو او فارسي ترجمو او تفسیرونو کي د اسماعلی ع نوم ورسره زیات سوی دی.
عبدالله یوسف علی ۱۸۷۲-۱۹۵۳، چي هغه هم یو سُنی مفسر دی او قرآن شریف یې په انګلیسي ترجمه کړی دی، او، هغه انګلیسی تفسیر، وروسته صباح الدین کشککي په فارسی ترجمه کړی دی، د قرآن شریف د آیتونو په ترجمه کي هیڅ لاس نه دی وهلی او ، د اکثرو سُني مفسرینو په خلاف یې، په لوی لاس د اسماعیل علیه السلام نوم په ترجمه کي زیات کړی نه دی. په داسي حال کي چي د مفسرینو ترمنځ، په تېره بیا د سُنی مفسرینو ترمنځ، چي باید ټول په یوه شان وای، دغه راز اختلاف پخپله له خلکو سره سوالونه پیدا کوي.
په قرآن شریف کي ابراهیم علیه السلام ته د زوی د قرباني کولو یادونه سوې ده خو د قربانۍ د ځای یادونه په هیڅ صورت نه په تورات او نه په قرآن شریف کي سته. خو موږ ته ویل کیږي چي د کعبې شریفي وداني، چي ابراهیم علیه السلام جوړه کړه، پر ځای نه درېدله ځکه نو حق متعال ابراهیم علیه السلام ته په خوب کي وویل چي ته ولاړ سه اسماعیل علیه السلام قرباني کړه نو به کعبه هم پر ځای ودریږي.
په تورات کي د خلقت Genesis د کتاب په ۲۲ فصل کي دا قصه په دې شکل راغلې ده:
او وروسته له دې نو خدای د ابراهیم آزمېیل پیل کړه. خدای هغه ته وویل چي خپل یوازینی زوی اسحق، چي ته مینه ورسره لرې، د موریا سیمی ته بوزه او هلته یې پر یوه غونډۍ باندي، چي زه به یې دروښیم قرباني او کباب کړه Holocaust . ابراهیم د خوب له لیدلو سره سهار له دوو نوکرانو او خپل زوی اسحق سره روان سو او کله چي ټاکلي ځای ته ورسېدی نو خدای ورته وویل چي دلته یو محراب یا مذبح Altar جوړ کړه او پر هغه باندي لرګي کوټه کړه. ابراهیم خپل زوی وتاړه او پر لرګیو یې پرې ایستی. ابراهیم چاړه راواخیستله او غوښتل یې چي خپل زوی ذبح کړي مګر د خدای له لوري یوې فرشتې ور ږغ کړه چي له هلک سره غرض مه کوه زه پوهېږم چی ته له خدایه ویرېږې ځکه چي تا خپل یوازینی زوی له ما څخه درېغ نه کړ. ابراهیم وکتل چي یو مږ په یوه وړه ونه کي په ښکر بند دی؛ ورغی او هغه یې ذبح کړ او د خپل زوی په عوض کي یې قرباني کړ.
نوټ: دا لیکنه مي د فضل فروشی لپاره نه ده کړې؛ بلکه زه جداً سوالونه لرم او که څوک په دې مسله کي مستدل او مستند قانع کوونکی جواب ولري نو پر ما باندي باید په غوسه نه سي او زما او نورو کسانو د تنویرولو لپاره جواب ولیکي.
د موسى، كليم الله د تورات د پیدایښت په ۲۲ فصل کې د ابراهیم او اسحاق کیسه د اسحاق په تړلو تمرکز کوي، نه د قربانۍ. خدای د ابراهیم ایمان د موریا په غره کې د اسحاق قرباني کولو امر کولو سره ازموي. ابراهیم، د خپل بې شکه اطاعت ښودنه کوي، د اسحاق په تړلو او ټاکل شوي ځای ته د هغه د وړلو سره د دې کولو لپاره چمتووالی نیسي. په هرصورت، په وروستۍ شیبه کې، یوه فرښته مداخله کوي او یو پسه د بدیل په توګه وړاندې کیږي، چې د خدای ملاتړ او د ابراهیم بې شکه باور په ګوته کوي.
د کلیمی عقیدې (تړل) کیسه په ی اویت کې یوه مرکزي کیسه ده، چې د پیدایښت په ۲۲ فصل کې سپړل شوې ده. دا د ابراهیم بې غرضه او بې شکه لیوالتیا روښانه کوي چې خپل زوی د خدای د رضا لپاره قرباني کړي، که څه هم دا په پای کې مخنیوی کیږي. دا کیسه د رسم قرباني په اړه نه ده، بلکې د ایمان او اطاعت ازموینه ده، چیرې چې خدای په پای کې د قربانۍ لپاره بدیل چمتو کوي.
د عقیدې په اړه مهم ټکي:د اسحاق د تړلو کیسه په پیدایښت ۲۲: ۱-۱۹ کې موندل کیږي.
د ایمان ازموینه:خدای د ابراهیم د ایمان او اطاعت ازموینه د اسحاق د قرباني کولو په غوښتنه سره کوي
د کلیمی او عبرانی مجازی کتابتون له مخې، ابراهیم د اسحاق د قربانۍ لپاره چمتووالی نیسي او هغه په قربانګاه باندې تړلی دی.
مداخله:یوه فرښته مداخله کوي او ابراهیم ودروي لکه څنګه چې هغه د اسحاق د قرباني کولو په حال کې دی.
د بدیل په توګه رام:د اسحاق د بدیل په توګه یو پسه وړاندې کیږي، چې د خدای مداخله او د ابراهیم د اطاعت د بشپړیدو استازیتوب کوي.
سمبولیزم:د ربي ساکس په وینا، اکیده د ایمان، اطاعت، او د الهي مداخلې د احتمال سمبول دی.
ګرانه وروره لال کریم بتنوال سلامونه او احترامات. له توجه څخه دی مننه. خو تاسي خپل معلومات وړاندي کړي او زما مضمون ته مو هیڅ توجه نه ده کړې. زما د مضمون مطلب د قرآن شریف په متن کي د ملایانو ناروالاس وهني او له ځانه جوړ کړي اضافات دي. او تاسي د اسحق د تړلو او قربانۍ فلسفي او عقیدوي اړخونه را اخیستي دي. زه ستاسی د معلوماتو قدر کوم؛ خو دا باید یو ځانګړی مضمون سي نه زما د مضمون په ارتباط لیکنه. ستاسي څخه یو ځل بیا مننه.
د ګران او مشر ورور جهانی صاحب له لیکنی څخه په مننی سره؛ عرض کړم چی:
۱- الله سبحانه تعالی کولای شوای چی په قرآن کی د ” ذبیح ” نوم په ډاګه بیان کړی خو دا چی مکتوم پاتی دی شاید حکمت پکی نغښتی وی ( شاید د الهی پټی سناریو یوه مهمه برخه وی ).
۲ – سیدنا ابراهیم علیه السلام پر نبوت سربیره امام هم ؤ نو دداسی سپیڅلی شخص دواړه زامن ( اسحق او اسمعیل علیهم السلام) هم حتماً سپیڅلی او د ذبحِ د کاندید توب وړ وه خو دا خبره هم باید ومنله شی لکه څنګه چی د اسلام ستر پیغمبر اشرف الانبیاء او اشرف الموجودات دی نو باید د نسل منشأ ئی هم یو منلی ذبیح وی ( البته ټول اسلامی محققین پدی عقیده دی چی د بنی هاشم د نسل ریښه اسمعیل علیه السلام ته رسیږی ضمناً پیغمبر علیه السلام فرمائی ” انا بنی ذبیحین ” ).
۳ – د ابراهیم علیه السلام د زوی د قربانی د چمتووالی او بیا ئی د ذبح څخه د ژغورنی اصلی هدف دا ؤ چی چی د هغه زمان او وروسته زمان اُمتونه د انسانانو د قربانی څخه منع کړی ( البته هغه وخت د بُتانو په پښو کی د انسانانو قربانی یو عادی رسم او رواج ؤ ).
زما تبصره بله مهمه برخه هم لری چی د مهم کار د پیښیدو له امله به ئی ادامه کومه بله ورځ ولیکم.
ګرانه وروره غلام حضرت خانه سلامونه. له تبصرې څخه مو مننه. زه نه پوهېږم چي زما د مضمون اصلي مطلب ته لوستونکي ولي نه متوجه کیږي. ستاسي نظر نه ردوم خو زما د مضمون اصلي مطلب دا دی چي په ذکر سویو مبارکو آیتونو کي د اسمعیل ع نوم په وچ زور ځای سوی دی او په اصل آیة کي نسته. زه وایم دا صلاحیت له هیڅ مفسر او مترجم سره موجود نه دی چي د قرآن شریف په آیة کي لاس ووهي او یا اضافه راولي. بله خبره دا ده چي ما د تفسیر امام یوسف علي او د عربستان د انګلیسی تفسیر مثال ورکړی دی چي په هغو دواړو تفاسیرو کي د اسماعیل ع نوم نسته. زه ستاسي له نورو توضیحاتو سره هیڅ مخالفت نه لرم. مننه.
جهاني صاحب سلامونه وړاندې کوم،
څرنګه چې تاسو هم اشاره کړی، قران د “ذبیح” نوم نه دی ذکر کړی خو دا وروسته ځینې مفسرین د اسماعیل ع نوم (ستاسو خبره) په وچ زور زیات کړی. خو اکثر پخواني مفسرین لکه طبري د تابعینو له قوله په دیر قاطعیت وایې چې “ذبیح” په اصل کې اسحاق(ع) و. زمونږ او تاسې معاصر اسلامي عالم “شیخ حمزه یوسف” وایې: اکثر پخواني علما ویل چې “ذبیح” اسحاق ع و، خو وروستي اسلامي علما بیا وایي چې “ذبیح” اسماعیل ع و؛ نو په دې مسأله کې د علماوو ترمنځ اختلاف موجود دی. دا مهمه نه ده چې “ذبیح” څوک و، مهم د ابراهیم ع داستان او خدای تعالی امر ته د هغه اطاعت دی.
اوس به مشخصا” ستاسو پوښتنې ته راشم:
لومړی: تاسو په خپله لیکنه کې دغه داستان د ۱۰۴ آیات نه شروع کړی حال دا چې که لږ وړاندې لاړ شو ګورو چې په همدغه صافات سوره کې الله تعالی ابراهیم ع ته دوه زیری ورکوي: لومړی د صافات په ۹۹-۱۰۲ مبارک آیتونوکې هغه ته د یو حلیم زوی زیری ورکوي: ” وَقَالَ إِنِّي َاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ* رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ * فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ * فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی * ترجمه: “او ده (ابراهیم) وویل بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي. اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو څخه وي. نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ.” او بیا وروسته د همدغه صافات په ۱۱۲ مبارک آیت کې ابراهیم ع ته د اسحاق ع زیری هم ورکوي: وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ* ترجمه: “او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه.”
دوهم: د یهودیانو په روایاتو کې تناقض موجود دي ځکه چې د دوې د روایاتو په اساس ابراهیم(ع) ۸۶ کلن و چې اسماعیل (ع) او ۱۰۰ کلن و چې اسحاق(ع) وزیږیدل. نو اسماعیل (ع) به ۱۳ کلن و چې اسحاق(ع) زیږیدلی. نو په دې اساس ابراهیم(ع) به هرومرو اسماعیل (ع) ذبح کول نه اسحاق(ع).
دریم: د ذبح ځای نه دی څرګند خو څرنګه چې تاسو هم وفرمایل کعبې ته به نږدی و. مونږ د تاریخي روایاتو په اساس پوهیږو چې ابراهیم(ع) خپل میرمن بی بی هاجر او زوی اسماعیل سره په مکه کې استوګن شول؛ حال دا چې اسحق او مور یې بی بی ساره بیت المقدس کې اوسیدل او هیڅکله له بیت المقدس څخه و نه وتل. نو له دې څخه هم څرګندیږې چې غالبا” ذبیح به اسماعیل و.
لکه څرنګه چې مې مخکې وویل، د دغه داستان اصلي محور ابراهیم(ع) او د ده ایمان او خدای ته تسلیمیدل دی؛ په دغه داستان کې “ذبیح” يواځې یو فرعي موضوع ده؛ نو همدا علت دی چې علما دیر تمرکز په اصل داستان باندې کوي نه په “ذبیح”.
طارق ارسلائی
ګرانه او محترم ورور طارق ارسلایی سلامونه. زه نه پوهېږم چي لوستونکي او محترم تبصره کوونکي زما د لنډ مضمون اصلي مطلب ته ولي توجه نه کوي. زه ستاسي د معلوماتو قدر کوم. خو زما مطلب یوازي او یوازي د قرآن شریف په آیتونو کي د مترجمینو لاس وهنه ده. په هغو آیتونو کي چي ما ذکر کړي دي د اسماعیل ع نوم په وچ زور ورزیات سوی دی. زما فقط او فقط دغه مطلب دی او وایم چي په قرآن شریف کي دغه لاس وهنه نه یوازي د طبري، نه یوازي د تابعینو بلکه د هیچا صلاحیت نه دی. دا د خدای ج له کلام سره بې ادبي او حتا خیانت دی او زه یې صریح کفر بولم. زه بیا وایم چي تاسي ډېر ښه معلومات لیکلي دي او زه یې قدر کوم. خو بیا مو هم زما مطلب بلي خواته وړی دی. په ډېره درناوي.
په قرآن مجيد کي هىچا لاس وهنه نه ده کړې، ترجمه بيله قصه ده، ته دا واضح که چي ته د قرآن مجيد په متن کي د لاس وهني خبره کوې، او که په ترجمه کي، په ترجمه کي د لاس وهني څخه د قرآن مجيد د متن لاس وهنه لاﺯمي نه ده ولي چي قرآني متن محفوظ دى
جهاني صاحب بیاهم سلامونه او احترامات وړاندې کوم،
زه ستاسو په مطلب پوه شوم او تاسو سره بالکل موافق یم چې هیچا په قران کې د لاسوهنې حق نلري؛ په قران کې چا یو ټکی نه کمولی شي نه اضافه کولی شي. خو یواځې ستاسو په ځواب کې چې ولې ځینې مفسرین د ابراهیم ع په داستان کې د اسماعیل ع نوم ذکر کړی، دا څو ټکې مې عرض کړ.
لکه څرنګه مې چې مخکې وویل د صافات په سوره کې الله تعالی ابراهیم ع ته د “ډېر حلم والا هلك” زېرى وركړ (فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ *). په قران کې اسماعیل ع څو ځلی د “حلیم” او “صابر” په صفتونو ذکر شوی (وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ ۖ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ). او اسحاق ع د صالح په صفت ذکر شوی. نو ځینې مفسرین د “استقرایی منطق” له لارې دې نتیجې ته رسیدلي چې د (فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ *) څخه منظور اسماعیل ع دی نو همدا دی چې وایي “ذبیح” اسماعیل ع دی. که یو بل مثال در کړم: د الضحی په مبارکه سوره کې د آنحضرت ص نوم قطعا” نه دی ذکر شوی خو ټول علما په متفق ډول وایې چې (أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ) د الضحی سوره د آنحضرت ص په هکله دی. په قران کې څو ځایه آنحضرت ص ته اشارې شوي دي چې مفسرین وایي اصل مقصد د آنحضرت ص څخه دی (يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ.)
د ملایانو خبره: والله اعلم
دا یواځې زما عرائض و
منڼه
طارق ارسلائي
ګران او مشر ورور جهانی صاحب ته تر سلامونو وروسته عرض شی چی:
ستاسی اعتراض باالکل پر ځای دی، د قرآنی نص او یا بل هر متن په ترجمه کی تصرف او د شخصی سلیقی اِعمال جواز نلری البته په تفسیر یا حاشیه کی مترجم یا مفسر د نظر د لیکلو صلاحیت لری خو دا نازکه مسئله باید په پام کی ونیولی شی چی د صافات په سورة کی ( د ترجمی په بڼه) د ساداتنا اسمعیل یا اسحق علیهم السلام د نوم لیکل ځکه مذمت نه ګڼل کیږی چی د دواړو نومونو د صحت احتمال ۵۰ – ۵۰ ٪ دی ضمناً فقط همدا دوه نومونه مطرح دی.
اما زما لاندنی بیان فقط د خپل ځان سره یوه بیده زمزمه ده او هیڅوک می مخاطب نه دی.
یهودان ( بلا استثنا ) اصلی ذبیح اسحق علیه السلام ګڼی او اسلامی علماء ( اکثراً ) اصلی ذبیح اسمعیل علیه السلام ګڼی. د اقلیت علماوو نظر چی آن په تابعینو کی اغیزمن ۇ ( اسحق علیه السلام ) علت ئی د عمر بن خطاب د خلافت په منځنیو کلونو کی د مدینی د مشهور یهودی ( کعب الاحبار ) مسلمان کیده وه. د کعب الاحبار د ایمان راوړلو تصدیق یا تکذیب به زموږ کار نه وی خو د هغه او د هغه د فکری انډیوالانو لخوا د یهودیت ځینی پټ او مرموز تبلیغات ددې لامل شوه چی په تفاسیرو او حتی جعلی احادیثو کی ” اسرائیلیات ” رسوخ او نفوذ وکړی چی د اسرائیلیاتو د پراخ ځنګل څخه یوه وړوکې درخته همدا د ذبیح پتوګه د سیدنا اسحق علیه السلام تبلیغ ۇ.
امّا د یوه خواږه او ترخه داستان بیان:
ما همیشه دا افسانه رد کړیده چی ګواکی پښتون د بنی اسرائیلو د ورَکو اسباطو څخه یو سبط دی ( البته د رد دلائل ئی ډیر روښانه دی او بیان ته ئی اړتیا نشته). احتمالاً ددې خیرنی تئوری د طرح شاته به خپله د پښتنو د قومی _ فرهنګی _ مذهبی _ روحانی پخوانیو مشرانو او یا د یهودو د فکری مهندسینواوستراتژیسټانو لاس ښکیل وی.
خو
ځینی وخت د ” تصادف ” عنصر دومره راډیکال او اغیزمن وی چی سړی د یوې تئوری د صحت او سقم د انتخاب تر منځ ګرفتار شی.
د پښتنو او یهودو تر منځ د ” تربورګلوی ” د پدیدې اشتراک حیرانوونکی دی.
” یهود ” عرب او مسلمان ته د یو یاغی تربور په سترګه ګوری ( ځان د اسحق علیه السلام او عرب او مسلمان د اسماعیل علیه السلام اولاد ګڼی او دا ټکی په پام کی نه نیسی چی د دواړو نیکه مشترک دی ) البته د تلمود په نظر غیر یهود اصلاً دوهم لاس مخلوقات ګڼل کیږی.
امّا اصلی خبره:
د اسلام د سیاسی تاریخ ژوری مطالعې او لږ او ډیر قرآنی فهم او په بخاری او مسلم کی د حق او باطل اختلاط دېته اړ ایستلی یم چی د خپل مور او پلار میراثی مسلک ( تسنن _ د حنفی او شافعی او مالکی او حنبلی څخه نیولی تر سلفی او وهابی او صوفی ګری او….. پوری) ټولو ته شا ور وګرځوم او د اهل بیتی او مهدوی په رُڼ سمندر کی لامبو ته ځان چمتو کړم ځکه د اهل تسنن اِنجن او انجینر زما د عقلی او ایمانی او حتی بدیهی پوښتنو د ځواب توان نلری.
بس همدومره.
خو
ځینی وخت د ” تص
محترم غلام حضرت خان سلامونه او احترامات. ستاسي ټول معلومات، لکه د نورو مخکنیو ښاغلیو په څېر، د قدر وړ دي. له بده مرغه چي زما له مضمون سه بیا هم اړه نه لري. تاسي ولي زما لیکنه بلي خواته کشوی. زه فقط او فقط د سورة صافات په آیتونو کي د ملایانو، مترجمینو او مفسرینو لاس وهني او جعل کاری ته اشاره کوم او بس. د قرآن په آیتونو کي د لاس وهني او له ځانه تورو د اضافه کولو حق هیڅوک نه لري. او تاسي موضوع علم او فلسفې ته بیایاست. که زما دا ادعا صحیح وي چي ملایانو د قرآن شریف په ذکر سویو آیتونو کي لاس وهلی او په وچ روز یې، د خپلي خوښی سره م،اسماعیل ع اضافه کړی دی. نور بحث ته هیڅ ضرورت نسته او که زما دا اعا غلطه وي نو لطفاً خپل دلایل ولیکی. ژوندي او صحتمند اوسی. په احترام.
جهاني صاحب خپله خبره مو یو څه واضح کړئ، ايا د قرآن مجيد په متن کي د لاس وهني خبره کوئ او که د هغه په ترجمه کي او که په دواړو کي، او که يوه کي هم نه?? وضاحت در څخه مطلوب دى