شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهد ایلن مسک د مریخ خوب؛ لومړی به روباټونه واستول شي

د ایلن مسک د مریخ خوب؛ لومړی به روباټونه واستول شي

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) په داسې حال کې چې په «ستارشیپ» فضايي بېړۍ کې مریخ ته د لومړني بې سپرلۍ سفر لپاره شا شمېر (معکوس یا کاونټ ډاون) پیل شوی، د سپیس‌ایکس بنسټ‌ګر، ایلن مسک وایي هیله لري چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به دا تاریخي ماموریت پیل کړي؛ هغه سفر چې د ده په وینا به د بشریت لپاره د «څوسیاره‌يي کېدو» دروازه پرانیزي.

مسک په یوه وروستۍ ویډیو کې چې د ټکساس په «ستاربېس» کې خپره شوې، د ستارشیپ د پرمختګ تازه مهالویش تشریح کړ. سره له دې چې یوازې دوه ورځې وړاندې، د دې فضا بېړۍ نهمه ازمیښتي الوتنه په نیمه لار کې د چاودنې په پایله کې ناکامه شوه. مسک له دې ناکامۍ سره سره ټینګار وکړ چې له دې ازمېښت څخه «ښه معلومات» ترلاسه شوي، او ژمنه یې وکړه چې راتلونکي ازموینې به په لا سرعت ترسره شي.

د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ (ډسمبر ۲۰۲۶) میاشت د ځمکې او مریخ د موازي کېدو وخت دی؛ هغه پېښه چې هر دوه کاله وروسته پېښېږي او په ترڅ کې یې د دواړو سیارو ترمنځ واټن کمېږي. مسک وایي دا مهالویش تر ټولو ښه فرصت دی چې فضابېړۍ مریخ ته واستول شي، او که تر هغه وخته چمتووالی ونه نیول شي، پروژه به دوه کاله نوره وځنډول شي.

مسک په دې باور دی چې تر دې نېټې د بریالیتوب چانس «پنځوس-پنځوس» دی، ځکه لا هم ستر تخنیکي خنډونه، په ځانګړي ډول له توغېدو وروسته په مدار کې د سونګ توکو عملیات، پاتې دي.

لومړني مسافر: د انسان په څېر روبوټونه

د مسک د پلان له مخې، د مریخ لومړی ماموریت به د ټیسلا کمپنۍ د جوړشوي انسان وزمه «آپتیموس» روبوټونو په مرسته ترسره شي. هغه وایي چې په مریخ کې به انسان احتمالاً په دوهم یا درېیم ماموریت کې کښته شي. په اوږدمهال کې، مسک دا خوب په سر کې لري چې په هرو دوو کلونو کې له زرو تر دوه زرو ستارشیپ فضا بېړۍ واستوي، څو په مریخ کې یو ځان‌بسیا تمدن جوړ کړي.

دغه میلیاردر متشبث په خپله تازه وینا کې په ټکساس کې وویل: «زه غواړم داسې شرایط برابر کړم چې هر څوک چې غواړي مریخ ته لاړ شي او د یوه نوي تمدن په جوړولو کې مرسته وکړي، دا کار وکړای شي.»

ایلن مسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مهمو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، له دې وروسته چې په سیاست کې یې ګډون وکړ او د دولتي بیروکراسۍ د کمولو هڅې یې وکړې، تازه ویلي چې غواړي خپلې سوداګریزې پروژې، په ځانګړي ډول سپیس‌ایکس، ته زیات تمرکز ورکړي.

هغه همداراز هیله لري چې ستارشیپ د فالکون ۹ راکټ ځای ونیسي، چې اوس مهال د سپیس‌ایکس د سوداګریزو توغندنو اصلي ستن ګڼل کېږي او ډېری سپوږمکۍ او بارونه د ځمکې نژدې مدار ته لیږدوي.

ناسا او پر سپوږمۍ لومړنی ګام

په داسې حال کې چې سپیس‌ایکس خپلې سترګې په مریخ کې ټومبلې دي، ناسا ستارشیپ د دې لپاره هم کاروي چې انسان بیرته سپوږمۍ ته ورسوي. د دې ادارې موخه دا ده چې په ۲۰۲۷ کال کې یو ځل بیا په سپوږمۍ کې ښکته شي – دا کار د اپولو له وروستي ماموریت څخه څه باندې پنځوس کاله وروسته کېږي.

د سپوږمۍ ماموریت د دې لپاره یوه مقدمه ګڼل کېږي چې انسان په ۲۰۳۰مو کلونو کې مریخ ته واستوي. ناسا هیله لري چې د سپوږمۍ د سفر تجربه هغه تخنیکي او لوژستیکي بنسټونه برابر کړي چې د راتلونکي ګام لپاره لازم دي.

ستونزې او نیوکې

د ایلن مسک پلانونه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د ستارشیپ څو ازمیښتي توغندي تر دې دمه چاودلي دي.

د تخنیکي خنډونو تر څنګ، یو شمېر منتقدان د مسک چلند جاه‌طلبانه او کله ناکله د واقعیت خلاف ګڼي. خو مسک، د خپل وروستي هدف په ټینګار سره، چې د بشري تمدن د یوې سیارې پورې له بشپړې تکیې څخه وژغوري، لا هم د فضا د دورې له تر ټولو زړورو څېرو څخه پاتې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...