جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان؛افغانستان کې د کانګو تبې خطر زیات شوی

روغتیا نړیوال سازمان؛افغانستان کې د کانګو تبې خطر زیات شوی

تاند「شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۷مه」‏د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو تبې د خپرېدو د خطر زیاتېدو خبرداری ورکړی.

یاد سازمان له افغانانو یې غوښتي چې، د لوی اختر په شپو ورځو کې روغتیايي تدابیر جدي ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید څاروي له روغتیايي تدابیرو سره یوځای آزاده فضا او د استوګنې له ځایونو لرې حلال شي.

بل لورته طالبانو هم له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې پاکوالي ته جدي پام وکړي او د خپلې روغتیا لپاره د قربانۍ پاتې شونې په لارو کوڅو کې ونه غورځوي.

دوی نن د اختر په لمانځه کې د ښاروالیو د ناحیو له لوري عامو خلکو ته په لیکلې بڼه دغه پیغامونه استولي وو.

د کانګو تبه خطرناکه ویروسي ناروغي ده.

دغه ناروغي له څارویو انسان او کله کله له انسانانو هم یو بل ته انتقالېدای شي.

ډاکتران وايي که دا تبه شدیده شي، د مړینې لامل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب