جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکابل د نړۍ په لومړني بې اوبو ښار د بدلېدو له خطر...

کابل د نړۍ په لومړني بې اوبو ښار د بدلېدو له خطر سره مخامخ دی

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ښايي کابل په لومړني عصري ښار چې اوسیدونکي یې د څښاک اوبه نه لري، بدل شي.

د نادولتي موسسې مرسي کورپ (Mercy Corps) د راپور له مخې، د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د کابل تر مځکې لاندې اوبو اندازه ۳۰ متره ټیټه شوې، چې لاملونه یې چټکه ښاري پراختیا او اقلیم بدلون یاد شوي دي.

په ورته وخت کې، د ښار نژدې نیمایي څاه ګان – چې د کابل د اوسېدونکو د څښاک اصلي سرچینې دي – وچ شوې دي.

که دا وضعیت دوام وکړي، د ۲۰۳۰ کال تر پیل پورې به د کابل د اوبو ټولې زېرمې وچې شي، چې د ښار د اوو میلیونه اوسېدونکو لپاره به یوه جدي ستونزه وي.

په افغانستان کې د مرسي موسسې د دفتر مشر، ډین کري (Dayne Curry) وایي: «باید ژمنه وشي چې دا موضوع په ښه ډول ثبت شي او نړیواله پاملرنه ترلاسه کړي. اوبه چې نه وي، خلک به خپلې مېنې پرېږدي؛ نو که نړیواله ټولنه د افغانستان د اوبو اړتیا ته ځواب ورنه کړي، دا به یوازې د نورو کډوالو او د افغانانو د ژوند د سختېدو سبب شي.»

په راپور کې دا هم راغلي چې د اوبو ککړتیا بله عامه ننګونه ده. د کابل ۸۰٪ مځکنۍ اوبه نا خوندي بلل شوي، چې پکې د فاضله اوبو، لوړې مالګې او ارسنیک کچه ډېره ده.

په کابل کې د خلکو لپاره د اوبو موندل هره ورځ یوه سخته جګړه ده. ځینې کورنۍ په اوبو د خپلو عوایدو تر ۳۰٪ پورې مصرفوي، او له درېیمې برخې ډېر خلک د اوبو له درکه پوروړي دي.

په کابل کې د خیرخانه مېنې اوسېدونکې، نازیه، وایي: «افغانستان ډېرې ستونزې لري، خو د اوبو کمښت تر ټولو سخت دی. هره کورنۍ له دې ستونزې سره مخامخ ده، په ځانګړي ډول هغه څوک چې ټیټ عاید لري. د ښه کیفیت څاه اوبه نشته.»

ځینې خصوصي شرکتونه له دې کړکېچ څخه ګټه اخلي او په فعاله توګه نوې څاه‌ ګان کیندي، تر مځکط لاندې اوبه راباسي، او بېرته یې په لوړه بیه په ښاریانو پلوري.

 نازیه وایي: «موږ به په هرو لسو ورځو کې له ټانکرو څخه په ۵۰۰ افغانۍ اوبه رانیولې. اوس همدا اوبه ۱۰۰۰ افغانۍ کېږي. وضعیت په تېرو دوو اوونیو کې ډېر خراب شوی دی. ویره لرو چې نورې به هم ګرانې شي.»

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، د کابل نفوس له ۱ میلیون څخه اوو میلیونو اه ډېر شوی دی. د تفوس دې چټکې ودې د اوبو اړتیا په بې‌ساري ډول لوړه کړې ده. له دې سره، د حکومت د منظم مدیریت او کنټرول نشتون ستونزه لا زیاته کړې ده.

د ۲۰۲۵ کال په پیل کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې افغانستان ته د اوبو او حفظ‌الصحې د پروګرام لپاره یوازې ۸.۴ میلیون ډالره (۶.۲ میلیون پونډه) مرسته ترلاسه شوې، په داسې حال کې چې اړتیا ۲۶۴ میلیون ډالره وه. سربېره پر دې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، د طالبانو د بیا راتګ له کبله افغانستان ته درې میلیارد ډالره نړیوالې مالي مرستې کنګل شوي دي. د دې ترڅنګ، د امریکا له خوا د USAID د مرستو تر ۸۰٪ زیاته کمېدا د کړکېچ په ډېرېدو کې مرسته کړې.

ډین کري وایي: «هر څه په مرستو متکي دي. موږ کولی شو میلیون ډالر په لنډمهاله حل‌لار مصرف کړو او ووایو چې ستونزه مو حل کړه، خو دا اړتیا به تر هغو پاتې وي چې اوږدمهالې پانګونې او حل‌لارې رامنځته شي. او دا هغه ځای دی چې بهرني حکومتونه د اوسني سیاسي وضعیت له امله په شا شوي دي.»

نازیه وایي: «اوبه د انسان حق او د افغانستان طبیعي سرچینه ده. دا یوه سیاسي موضوع نه ده. زړه مې خوړین شي کله چې باغ ته ګورم – ګلان او مېوې، ونې ټولې وچیږي. خو څه وکړو؟ په اوسني وخت کې تر یوه نظامي حالت لاندې ژوند کوو او حکومت ته د ستونزې په اړه څه ویل ناممکن دي.»

کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو انتقال یو له هغو پروژو څخه دی چې که بشپړه شي، کولی شي د ښار پر ځمکنۍ اوبو زیاته اتکا راکمه کړي او د دوه میلیونه اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبه برابرې کړي. د دې پروژې د طرحې پړاوونه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې بشپړ شوي او اوس د بودیجې تصویب ته په تمه دي، په داسې حال کې چې حکومت د ۱۷۰ میلیون ډالرو لګښت لپاره نور پانګه‌وال لټوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب