چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهعدلیې وزارت تمدن تلویزیون ته ویلي چې فعالیت ودروي

عدلیې وزارت تمدن تلویزیون ته ویلي چې فعالیت ودروي

تاند (جمعه، د جوزا ۱۸ مه) د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د تمدن تلویزیون فعالیت به له یوه سیاسي ګوند سره د تړاو او د دولتي ځمکو د غصب له امله ودرول شي.

د دغه وزارت ویندوی برکت الله رسولي تېره شپه په یوه بیان کې، چې پر ایکسپاڼه یې خپور کړ ویلي چې په سیاسي ګوندونو پورې اړوندې رسنۍ د فعالیت حق نه لري ځکه چې د طالبانو د عدلیې وزارت مخکې لا په هیواد کې د سیاسي ګوندونو هر ډول فعالیت منع کړی دی.

دغه وزارت دا هم ویلي چې تمدن تلویزیون، خاتم النبیین مدرسه او خاتم النبیین پوهنتون د افغانستان په اسلامي حرکت ګوند پورې اړه لري او ودانۍ یې په غصب شویو دولتي ځمکو جوړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د دریو واړو بنسټونو فعالیتونه درول کېږي او دفترونه یې بندیږي.

تمدن ټلویزیون پرون ماسپښین د یوه بیړني خبر په خپرولو سره اعلان وکړ چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوی د دغه تلویزیون دفتر ته د دې رسنۍ د بندولو لپاره ورغلی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تمدن د خصوصي تلویزیون د تړلو هڅه سیاسي او د هېواد د رسنیو د قانون خلاف کار دی.

تمدن تلویزیون په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند د پخواني مشر محمد اصف محسني له خوا او د ایران په مالي ملاتړ تاسیس شوی و.

تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر څارنې لاندې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون د جمعیت اسلامي اړوند نور تلویزیون او حزب اسلامي پورې تړلي بیریا تلویزیون فعالیت درولی و.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه رسنۍ تړل شوې دي.

په دې موده کې په زرګونو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او سلګونه یې له افغانستانه وتلي دي.

5 COMMENTS

  1. دا د عقدو او جهالت سمبول لکه قوماندان د خونخوارې ملیشې عمل کوی ،له ځان اوچت او هغه چي د ده د جهالت بار نه وړی ،بهانې ورته ګوری ،کومه ټاپه ولګوی او کور یا دفتر یی وران او معززین تحقیر شی .
    دا د جهالت سمبول چي اصلا ددې کرسۍ غاصب او اهل ندی د نورو له اذیت او آزار نه لذت وړی .
    ددې پر ځای چي اصلاح او ترمیم کی فکر وکړی ؛ حملې او ورانیو ته وردانګې ،بی لدی چي مناسب او احسن حل کی چي ضرر یی کم وی فکر او دقت وکړی ځان ښکرور ناجی پړسوی او داسی معلومیږی چي د شرعی جوزجانی شاګرد وی او د دی امانت لپاره ډیر ناتوان او سخیف ښکاری او غواړی دده هره ناروا وستایل شی او یواځې د ده ګوند حاکم وی او نورو ته د حقوقو د تعریف او ورکولو ظرفیت یی منفی ښکاری.

  2. د ما خبري د ټرلیبانو دی حمایت او ملاتړ په مفهوم ندئ. دی ټر لیبانو وحشت، انحصار، غلامي، او ترهګري سره زما مخالفت په خپل ټول زور او قوت په خپل ځاې دئ.
    محسني او د هغه شیطاني کړۍ او حلقاتو یوازینې هدف دی مسلمانانو ضربه وهل او بدنامول وو. دی جمهوریت ګوډاګیانو د سپاه شیطانانو څخه پیسې تر لاسه کولى او د محسني او امثالهم شیطاني دسیسو او جنایاتو باندې یې سترګي پټولى. د ایران روزل سویو جواسیسو هدف په هر ځاې کې د الرسول ص د اصحابو مبارکو او ازواج النبی ص بدنامول دئ. په ټانډ کې هم ځینې شیاطین سته چې، په ډیر مهارت د اصحاب الرسول ص سپکاوي کوئ او باید د ټانډ مسؤلین باید دې ته متوجه اوسئ . لوپر الرسول ص ته توهین کوي دا ښه کار دی چې کامنټونه یې ړنګ سئ، خو ګستاخ ام المؤمنین او اصحاب الرسول ص ته هم باید اجازه ورنکړل سئ. دی دغه تلویزیون تړل په نیک فال باید ونیول سئ او د خوشحال لیسه غصبه ځمکه باندې د ایران په پیسو جوړه سوي شیطان خانه هم باید ویجاړه سي.

  3. د طالیبانو ښه کار ته ښه وایم او بد کار ته یی بد کار وایم. د وطن دخیر کار ته باید په خیر کی اوسو. نه بی خیره
    چور او تالان= لنډغر او زورواکان
    د کابل ښار ټولی تپی او غونډي او د یولسمی ناحیی زیادتره دولتی ځمکی د مارشال فهیم، امان الله ګذر، انور ډنګر او نورو زورواکانو لخوا لنډغرو ته. د بګرامیو ولسوالی او ارزان قیمت زیادتره دولتی ځمکی د لنډغر ملا تره خیل لخوا خپلو اوباشانو ته توزیع کړیدی، او نوری یی په ولسی خلکو خرڅی کړیدی، دشت برچی د محقیق، ده سبز د الله ګل مجاهد، او ځینو نورو د وطن په ځینو برخو کی لکه ظاهر قدیر، عطآ محمد نور، پیرګیلانی، دوستم، سیاف، احمدشاه احمدزی او د کرزی کورنی په عینو مينه کی او ځینو نورو لنډغرو د دولتی ځمکو په ویش خپله خوا یخه کړیده. د طالیبانو توجه ورته غواړم.
    د پاچا صاحب خبره د تمدن تلویزیون تړل په نیک فال باید ونیول سئ او د خوشحال لیسه غصبه ځمکه باندې د ایران په پیسو جوړه سوي شیطان خانه هم باید ویجاړه سي.

  4. ګوری وروڼو!
    که لږ ځیر شو د تمدن تلویزیون کارونه په هغه وخت کی مخکی تللی چی ارګ هم د ایران څخه د یورو کڅوړې اخیستی ؛همداسی سیاسیون چرنده او تنظیمونو هر یو په مستقل تعاملاتو روږدی شوی وو ، او شل کلن جمهوریت هم مدیریت نشوی کړی حتی لجام ګسیختګی نوره هم زیاته او ملوک چور نور هم تکثر وکړ ،تعلیم یافته نازولی لکه محب ،فضلی او امثالهم هم ورګډ شول ،تر دی چي کمونستان ،افغانی اخوانیان،ملایان ،پیران هم د هر اړخیزه فسادونو په مسابقه کی وروسته نه وو.بالاخره جمهوریت د ټولو مادی امکاناتو سره ،فساد نسکور او ملت ته یی غمونه پریښودل .
    اوس د شرعی دا عاجل او غیر حکیمانه اقدام کیدی شی د داعش د نفوذ زیږنده وی او پدی وخت کی دی کار سره میلیونونه شیعه ګان خپه او مخ اړوی ،
    نو پدی حساس او نیم بند حالت کی د اصلاحاتو او ترمیم لپاره سنجیده او حکیمانه پلان نه درلودل او« بر کله بر خیال»پر ملت تحمیلول او ملی ګټو او ترجیهاتو ته نه کتل ،ستونځې زیاتوی او ثبات
    سره ټکر لری.
    دا روش د انحصار او حذف د ارذل الناس کمونستانو له دور نه تر ننه په پوره جهالت روان دی او دی جاهلی تعصباتو د حکام سره به دا خوار ملت هیڅکله هم آرام او پرمختګ ونه وینی وما علینا الا البلاغ

  5. که څه هم زه د تلویزیون د تماشا ډیر شوقی نه یم او فقط ځینی د فراغت په وختونو کی ور ته ګورم ، ځینی وختونه می د لمر تلویزیون د ” تودې خبری ” د پروګرام ننداره کوله خو له څو میاشتو راهیسی د هغه د لیدو حوصله هم نلرم ( ممکن د نوموړی پروګرام محتویات اوس هم هغه زاړه او تکراری محتویات وی ).
    امّا
    د رسنیو تړل د یوی ټولنی د وګړو د مدنی حقوقو د ضیاع او سلب معنی لری چی د منلو وړ کړنه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب