دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهکرکټ : پاکستان ته د امریکا تاریخي ماته

کرکټ : پاکستان ته د امریکا تاریخي ماته

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۷ مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو لوبډلې، پاکستان ته په سوپر اور کې ماته ورکړه.

دا سیالي امریکا په ۷ وکټونو او ۱۴ توپونو وګټله.

پاکستان د ۷ لوبغاړو د سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کې د امریکا لپاره ۱۵۹ منډې هدف ټاکلی و، امریکا هم په شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو او ۲۰ اورونو په پای کې ۱۵۹ منډې وکړې. له همدې کبله سیالي سوپر اور ته وغځېده. په سوپر اور کې امریکا ۱۹ منډې وکړې خو پاکستان هدف پوره نه کړای شو او یوازې یې ۱۳ منډې وکړای شوې.

د امریکا لوبه له پیله ښه وه.

د متحدو ایالتونو لپاره موناک پاټیل په ۳۸ توپونو ۵۰ منډې وکړې او د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. همداراز امریکايي لوبغاړی نوشتوش کینجینګ د لوبې اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا (شنبه) په خپل سي ګروپ کې د نیوزیلنډ له پیاوړي ټیم سره مخامخ شي. دا مسابقه به د افغانستان په وخت د سهار په ۴ بجې پیل شي.

دا په روان شل اوریز نړیوال جام کې د امریکا دوهن بری دی او پاکستان بیا یوازې همدا یوه سیالي ترسره کړې ده. امریکا تر دې وړاندې کاناډا ته ماته ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب