چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeمقالېدفاعي کرښې | شفیع الله حقیار

دفاعي کرښې | شفیع الله حقیار

ملتونه د هېوادونو په ټاکلې جغرافیه کې ځان ښیي. د خپلو ټولو ارزښتونو: اسلامي، سیاسي، خپلواک، دفاعي، اقتصادي، حربي، ټولنیز، فرهنګي، عرفي، دودیز او… لپاره په بېلابېلو لارو هڅه کوي چې ساتنه ترې وکړي، پرمختګ ورکړي او نړیوالې ټولنې ترې اغېزمنې کړي.

ملتونه په فطري او تربیوي بڼه دغه مسوؤلیتونه د نظام په دایره کې مني او د پر مختللي ـ ورته منلي ژوند جوړولو لپاره مټې رانغاړي.

لوی مبتکر لیکوال او د پښتو ادب ځلانده ستوری ګل پاچاالفت له هېواد څخه د دفاع په اړه وایي:

“د وطن د شرف سپر يم نه وېرېږم
که د تورو ګذارونه دم په دم خورم
دا خوږې غوړي ګولې دې وي د نورو
د وطن د فاع کې زه ګولۍ د بم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم…”

د افغانستان معاصر تاریخ ته که پام وشي، د نړۍ ابر “اغېزمنو” قدرتونو په دې پاکه خاوره یرغل کړی او ښکېلاک کړی یې و؛ خو افغانانو د اسلامي ـ ملي رحیې پر مټ، په قوي ایمان سره، د افغاني غرور تر چتر لاندې همهاله د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي نوامیسو او ارزښتونو څخه دفاع او د اسلامي شریعت د تطبیق په موخه په جهاد پیل کړی، هر ډول سرښندنو ته چمتو شوي دي او ذلیله دښمن ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې د افغانستان د تاریخ پاڼې یې اوس هم په ویاړ سره یادوي او راتلونکي نسلونه به هم په همدغه لاره روان او زده کړه کوي. الله “ج” په قران اعظیم الشان کې فرمایي: (كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ….الخ  البقره ۲۱۶).

د افغانستان د اسلامي امارت په بریا او واکمنۍ سره په هېواد کې ټول منلی اسلامي نظام واکمن، ملي ـ اسلامي ارزښتونه قایم، سراسري امن او ورورولي منځ ته راغلې ده. د دغو اسلامي او ملي ارزښتونو د پایښت او ټینګښت لپاره د غښتلي اسلامي حکومت تر څنګ یوه ویښ او یوه موټي ملت ته هم اړتیا ده. دا د افغانې ټولنې په هر وګړي باندې لازمه ده چې د شته واکمن اسلامي نظام څخه په ټینګه ملاتړ وکړي او د ستونزو د حل په موخه د افغانستان له اسلامي امارت سره صادقانه مرسته وکړي. ځکه دا زموږ ټولو ملي او اسلامي دنده او مسوؤلیت دی.

عن أبي الدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې جناب النبي کریم صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللَّهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (ترمذی، جمع الفواید)

ژباړه: عن أبي الدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې جناب النبي کریم صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي کوم شخص چې د خپل ورور د عزت دفاع وکړي، الله ” ج” به د قیامت په ورځ د ده څخه اور لرې کړي.

دا چې د افغانستان د اسلامي امارت، د اسلامي ـ ملي اردو دنده د اسلامي ارزښتونو، هېواد، امنیت، د یرغل پر وړاندې مقابله او د هېواد د پولو ساتل یې دنده ده؛ نو د هېواد د دغه دفاعي ځواک کلک ملاتړ، د هغو د روحیې لوړوالی، هڅونه او د لاسته راوړنو ستاینه یې د دې ټولنې پر هر وکړي لازمه ده چې ویې کړي او ویاړ ورباندې وکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت، د ملي دفاع وزارت ټول نظامي او ملکي کارکوونکي د دې هېواد د امنیتي او دفاعي کرښو پر محور شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د یو ملت لپاره تر دې زیات د ویاړ څه شی دی چې یوه مسلمانه، متقي، منظمه، منسجمه، مسلکي، فني، حربوي او زړوره پر دین او ملت مېینه اردو ولري؟

دین پالنه، ملت پالنه او هېواد پالنه په غښتلې ارادې او مضبوط ایمان سره کیږي. له وخت څخه چې کله د افغانستان اسلامي امارت واکمن شوی دی د دې ټولنې د بقا او سمون هڅې روانې او لا به جریان لري.

موږ ټول باید دا فکر وکړو چې لومړني او بنسټیز ارزښتونه مو د تېر په پرتله څومره ساتل شوي او څومره پرمختګ یې کړی دی؟

څرګنده خبره ده چې د افغانستان د اسلامي اردو هر نفس او قدم د اسلامي مقدساتو د ساتنې او تطبیق، د هېوادوالو د هوساینې، د هېواد پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره اخیستل کیږي.

د افغانستان د ملي ـ اسلامي دفاع وزارت نظامي او ملکي کارکوونکي په مهذبه روحیه او پیاوړي ـ حسنه اخلاقي معیار سره د هېواد او هېوادوالو له ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کوي.

موږ د دوی اسلامي، نظامي، اخلاقي او ملي تربیې ته ګوته په غاښ یو او له الله متعال څخه د لا بریاوو او لاسته راوړنو توفیق ورته غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب