یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د پخواني ولسمشر اشرف غني پوډکاسټ

د پخواني ولسمشر اشرف غني پوډکاسټ

پنځلسم پودکاست

د افغانستان طبیعي زېرمې  (دویمه برخه)

سریزه (داود جنبش):

به یکی دیگر از پودکاست‌ها با رئیس جمهور محمد اشرف غنی خوش آمدید، من داود جنبش استم.

نن هم د تېرې گڼې په ادامه، د افغانستان د طبیعي زېرمو ځینې پاتې اړخونه څېړو او د راتلونکي لپاره د تېرو تجربو ارزښت یادوو.

استاده! تاسې ته هم بیا هرکلی وایم، په خیر راغلئ، مننه چې تېره گڼه کې مو د کانونو او د طبیعي زېرمو ځينې مهم اړخونه راسره وسپړل، دې کې به ان‌شاءالله چې [د] پای ټکی ورته کېږدو.

دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم. زښته ډېره مننه له تاسې نه او تاوده سلامونه مې ټولو وطنوالو، خویندو او ورونو ته، په هر ځای کې چې دي.

جنبش: مننه. بې له شکه چې د کانونو پراختیا د طبیعي زېرمو او هایدروکاربني موادو مسئله ډېرې خپرونې غواړي، خو زه به هڅه وکړم چې لنډې، لنډې پوښتنې وکړم [چې] حد اقل هغه مهم اړخونه يې راشي. تېره گڼه مو په دې پای ته ورسوله چې ستاسې تجربې، ستاسې سپارښتنې، ستاسې اخیستني د کانونو د مدیریت په برخه کې څه وې. زما په یاد دي چې د کانگو موضوع ته مو هم تاسې اشاره وکړه چې د الماسو له خاطره کله به په کې د شوروي پلویانو کودتا کوله،  کله به د لوېدیځ پلویانو په کې جگړې راپیلولې، نو د دې نه داسې برېښي چې کانونه یا د ځمکې لاندې زېرمې حتماً د هوسايۍ او نېکمرغۍ معنی نه لري.

دکتور غني: بالکل، ځکه یو ملک چې نظم او نظام ونه لري او وحدت ونه لري او نقشه د لارې ونه لري، د نورو  وسیله گرځي. کانگو [کې] هغه وخت کې آلماس وو، اوس کوبالت دي. ډېرترین منابع د کوبالتو په کانگو کې پراته دي، اما له بده مرغه یوه بُزکشي ورباندې روانه ده.

اوس چې د چاپېریال مسئله زښته جدي شوې ده، که غواړئ د چاپېریال لپاره د تېلو نه گټه پورته نه کړئ او د تېلو استعمال کم کړئ، باید برېښنا له لمر نه، له باد نه، له اوبو نه او [نورو] نه راشي او دا ټول د برق مزي غواړي او په دې کې [باید] زرها میلیارده ډالره پانگه واچول شي. اما هغه منابع چې اوس دې ته په کار دي، هغسې هیوادونو کې دي چې له بده مرغه يوه ډېره برخه يې سمه حکومتداري نه لري او خطر ددې دی چې بیا هغه شی چې خدای جل‌شانه دوی ته ورکړی چې په هغه باندې آبادي راشي، [برعکس] دوی یې په ساده‌گۍ یا په فساد، یا له دې نه چې د نن گټه وگوري او د سبا گټه و نه گوري، په هېڅ ورکوي.

جنبش: نام‌هایی از کشورها بردید که در طول سده‌ها و دورانهای مختلف نمونه‌های مدیریت موفق و غیر‌موفق کشور خود بودند، مخصوصاً در مسایل منابع؛ نمونۀ کنونی اش شاید ونزوئلا باشد که باوجود منابع سرشار نفتی، هنوز هم یکی از کشورهای فقیر قاره امریکا جنوبی است. تجارب مثبت و موفق را اگر به یاد شنونده‌ها بدهیم که سرمشق شود برای افغان ها.

دکتور غني: ونزوئلا موضوع عبرت است. امروز یکی از زیادترین مهاجرین خارج کشور از ونزوئلا در امریکای لاتین و در کشورهای دیگر است، خاصتاً در کولمبیا. بنابراین درس واضح است.

مثال ناروی را هم به حیث مثال بسیار مثبت و پیشگام برای ایجاد صندوق‌ها برای تان قبلاً ذکر کردم.

بوتسوانا در مدیریت آلماس خود یک کشور در افریقا است که ثبات آورده.

اندونیزیای فعلی از کشورهایی  است که به صورت موفق در حال ایجاد تحرک است و اندونیزیا بالآخره [به] یکی از مراکز عمده تحرک جهانی بدل شده.

امارات متحده عربی، مخصوصاً دُبی که منابع تیلی  نداشت، موقعیت خود را استفاده کردند و [با] ابعاد دیگر مدیریت، اینها توانستند که خود را به کشوری که ابعاد مختلف پیشرفت امروز  را روی دست دارند و ثروت عظیمی را برای نسل‌های آینده ایجاد کرده اند ، [مبدل کند].

چیلی از نگاه مدیریت مس خود، هم دوره‌های مشکل دارد و هم دوره‌های بسیار خوب دارد. تجارب هر بخش این قابل توجه است.

بناءً باید هم نوع فلز را ببینید، هم جمع بندی واضح مدیریت منابع طبیعی را ببینید و از طرف دیگر نفت وگاز را، هم انواع مدیریت و مقیاس آن به صورت اساسی باید دیده شود.

 نکته کلیدی در این است که تجربه هیچ کشور به تنهایی در یک کشور دیگر پیاده شده نمی تواند. باید ابعاد مختلف تجربه‌های موفق با شرایط خاص یک کشور باهم تلفیق شوند  و در قسمت وطن عزیز ما افغانستان تطابق داده شود تا از یک تهداب مستحکم منزل به منزل و پله به پله بالا برویم.

جنبش: در این سال‌های گذشته جنگ سالارها یکی از مشکلات عمده در قسمت استخراج معادن و منابع زیر زمینی بودند.

دکتور غنی: مطلق. منابع عمده بدخشان را اگر ببینید..؛ یکی از مسایل عمده ناآرامی بدخشان متأسفانه موضوع لاجورد بوده. در دوران جنگ‌های داخلی زمرد، یاقوت و منابع دیگر خاصتاً در ولسوالی‌هایی که در طول خط دیورند قرار داشته و ولسوالی‌های سرحدی ما،  یک قاچاق بسیار وسیع منابع طبیعی ما که بی رحمانه بود و گروه‌های مختلف شورشی صد تا دو صد میلیون دالر در سال از آن عایدات داشتند.

همچنین سوء استفاده از منابع ذغال سنگ ما، ریگ ساختمانی، [و دیگر مواد] ساختمان، همه  این‌ها مشکلات بنیادی است،  زیادتر از همه وضعیت  [بد] امنیتی مانع سرمایه گذاری بزرگ شد.

نکته ییکه در قسمت معادن قابل توجه است، اینست که حاصل سرمایه‌گذاری بین ۵ سال تا ۵۰ سال را دربر میگیرد، نظر به حجم یک معدن، نظر به ابعاد آن و این ثبات میخواهد؛ ثبات پالیسی میخواهد، ثبات سیاسی میخواهد و نوع همکاری مشترک؛ از این جهت ابعاد قرارداد نهایت اساسی است، چون قرارداد است که نوع قواعد بازی را تشکیل می دهد و مدیریت آن ضرورت به یک سرمایه گذاری خاص سر نهادهایی که نظارت میکنند [و] نهادهایی که سرمایه گذاری را ایجاد میکنند، [دارد]. و از طرف دیگر تصمیم دیگری هم باید گرفته شود که ظرفیت ملی چه رقم ایجاد شود. ما ضرورت واضح داریم که ظرفیت ملی را در قسمت تفحصات ایجاد کنیم تا بتوانیم بفهمیم که تمام منابع ما چیست. اما بعضی نقاطی استند و بعضی ظرفیت‌هایی استند که ضرورت به متخصصین دارند و در آن قسمت هم تجربه امارات [متحده عربی] یک تجربه موفق است. این‌ها شرکت‌های خود را ایجاد کردند که متخصصین خارجی به حیث کارمندان اینها استخدام می شوند، عوض اینکه صلاحیت را به این شرکت‌های بیرونی که پیش اینها مسئول نیستند، بدهند. و مسئله بی اعتمادی ییکه در سراج الاخبار مطرح شده بود [و در برنامه گذشته نقل قولی از آن آورده شد]، یک مسئله  دوامدار است، متل دارید که: (برادری میکنیم حساب در میان). در بخش مشارکت سرمایه‌گذاری بین‌المللی اعتماد باید در طول زمان ایجاد شود و اساس مستحکم و واضح در قراردادهای حقوقی داشته باشد که قابل تطبیق باشد.

جنبش: هغه توضیحات چې تاسې تراوسه پورې ورکړل ما ځان سره یاد داشت اخیسته، زه کولای شم درې موارد  چې زموږ د منابعو د موندنې او سپړنې کار کې يې خنډونه جوړول، یاد کړم: جنگسالاران، جگړه او نا‌ارامي او د بشري ظرفیت نشتوالی. نور هم په دغه برخه کې څه شی وو چې دا خنډ يې جوړاوه؟

دکتور غني: هو معلومدار. لومړۍ برخه ټرانسپورټ ده، ځکه معادن درانه دي او درانه شیان ټرانسپورټي سیستمونو ته اړ دي.  بې له دې نه چې افغانستان د ریل پټلۍ باندې پانگه واچوي او د ریل پټلۍ په گډه له گاونډیو هیوادو سره منځته راوړي، ستونزه نه حل کېږي. د همدې لپاره د ریل پټلۍ پروگرام لومړی وار د شېرعلی خان دوران کې مطرح شو، بیا به د زیربنا [برخه کې] په دې باندې په تفصیل وغږيږو، مگر دا ضروره ده. له بلې خوا نه د سړکونو ساتل دي، ځکه زموږ سړکونه په ډېره بې رحمانه توگه د لویو لاریو له [لوري] په تخریب کې دي.

جنبش: مزار شریف کې د حیرتان لور ته د ښار نه راوتی سړک فکر کوم د سکرو د لېږد له امله بېخي له منځه تللی و.

دکتور غني: بالکل هو، او د قندهار کابل سړک هم که ووینئ، نور هم که وگورئ [همداسې دي]. له پاکستان نه چې [ باري موټر] راتلل، د دوه یا څلور موټرو [بار] یې په يوه لارۍ کې اچاوه، سړکونه جوړ شوي وو [له]  ۸  تر ۱۰ ټنه پورې [اما] ۵۰ تر ۱۰۰ ټنه لارۍ يې ورباندې وگرځولې او دا د فساد نتیجه وه. نو ټرانسپورټ یوه برخه ده.

دویمه برخه یې برق ده، برېښنا ده. معادن انرژي غواړي او د دې لپاره د برېښنا موجودیت زښت ډېر ضرور دی، ځکه دا په سکرو باندې نشئ کولای، ځکه چې د سکرو [استعمال] پخپله نور عواقب لري [نو] ضروري ده چې برق وي.

درېیمه برخه یې دا ده چې دا ځمکې ته ضرورت لري او د ځمکې جنجال باید په واضح توگه [حل] وي.  دلته هم نور جنگسالاران راغلل چې لويې دښتې يې تر خېټو لاندې واچولې، دولتي املاک يې ونیول.  ابعاد د ځمکې ډېره مهمه برخه ده او بله برخه د اوبو ده.

جنبش: وبښئ؛ ځمکه د دې لپاره چې وسایل پکې ودرېږي او شیان چې راباسي…

دکتور غني: هو چې وسایل پکې ودرېږي، ځکه چې مخصوصاً نظر په ساحې پورې چې تړلې ده، معادن ته یو رقم ځمکه په کار ده، اما [د] تېلو او گازو [برخه]  کې ډېره پراخه اراضي مو په کار ده. په سلهاوو کیلومتره په کار ده چې هلته تفحصات وشي او معلوم شي، [ځکه] چې نه پوهېږئ واضح، هغه څاه چې کینئ کومه يې گټه [در] کوي. د دې لپاره قانون د استملاک زښت ډېر ضرور دی او که قانون د استملاک په سمه توگه تطبیق نه شي یا خلک [او] ځينې عناصر چې غواړي له خړو اوبو نه کبان ونیسي، استعمال کړي، جنجالونه جوړوي.

 بله برخه يې د اوبو ده. د سیمنټو فابریکې دي یا دا نورې فابریکې دي [دا ټولې] اوبه غواړي. د دې په څنگ کې څه رقم عناصر د معادنو په استخراج کې استعمالېږي.  دا خو کیمیاوي مواد دي چې ځینې یې سلهاو کاله او ځینې يې شاید زرهاو کاله [پاته] شي، نو ابعاد د دې ټول سره تړلي دي. دا يې حد اقل د زیربنا موارد دي.

بله برخه د قانون حاکمیت دی. که قانون روښانه نه وي، که د قانون په اساس قراردادونه رانشي، که قانون په واضح توگه تطبیق نشي، که د ستونزو د حل واضح قانوني لاره  نه وي او هم له بلې خوا نه هر څومره چې لویه پانگه اچونه وي، منځ کې یې بین‌المللي حکمیت یوه حتمي موضوع گرځي او که بین‌المللي حکمیت ته تاسې آماده‌گي ونه نیسئ [مخ ته نه ځئ] دا [یې] ابعاد دي. د اسلام په مبین دین کې قرارداد یو ډېر لوی اهمیت لري او پوهېږئ چې پور په شریعت کې مخکې له میراث نه راځي. اول باید پور تصفیه شي. وختې چې گورئ چې څومره موده پانگه اچول په کار دي، څه وخت یې لومړني نتایج په [لاس] راځي، څو کلو [کې به] هغه لومړنۍ پانگه [بېرته لاسته] راځي؟ دا ابعاد زښت ډېر دقیق دي او له دغه نظر نه علمي پانگه په کار ده.

بله برخه يې امنیت دی. هغه امنیت چې په افغانستان کې مخکې د ثور له کودتا نه و، هغه امنیت بې‌ساری  امنیت و او موږ یې په ارزښت نه پوهېدو. هر معدن، یا هرې څاه ته خاص امنیتي شرایط دي. د جمهوریت په دوران کې د ۲۰ نه تر ۳۰  فیصدو پورې او له دې نه ډېرتر امنیتي مصارف او امنیتي برخه مو… ځینې یې خاص بیا دا جنگسالاران وو چې بې امنیتي يې ایجادوله او بیا به يې خپل افراد استخدامول.

د دې په څنگ کې ټولنه، خلک، ولسونه چې شاوخوا د دې کې دي، دوی ته څه رقم خدمات وړاندې کېږي؟ د دوی څه رقم گډون راځي؟ او په څه ترتیب راځي؟

 د دې په څنگ کې هم دا موضوع ده چې معلومات څنگه شریکوئ؟ [او] په څه توگه معلومات څېړل کېږي؟ دلته واضح بین‌المللي اصول موجود دي چې هغه ته د معدن د شفافیت قرارداد وايي او منځ کې واضح معیارونه دي. یو وارې [د همدې نیمګړتیا له امله] موږ محروم شوو، بیا مو واضح اقدامات وکړل چې بېرته دا خپل حیثیت وگټو، مگر وختې چې هر شی پټ وي او هېڅ شی ښکاره نه وي، خو معلومدار دا د اعتماد وړ نه ده.

بله برخه د دې پانگه ده. پانگه په څه رقم راوړئ؟ په څه شرایطو يې راوړئ؟ څنگه په پانگه‌اچونې باندې پوهېږئ چې دا خلک چې وړاندیز کوي [په] واقعي توگه خپل دي یا نه دي؟

بل پټ مشارکت دی. قانون واضح و چې چارواکي، د پارلمان غړي یا [نور] یا د کورنۍ غړي یې، نه شوای کولی چې په دې برخو کې شریک اوسي، اما په پټه دوی شریک وو او هغه د بې اعتبارۍ موجب گرځي. نو دواړو  خواوو کې د  هغې کمپنۍ یا هغه هیواد شهرت چې پانگه اچوي، باید واضح وي چې تر څه حده پورې په فساد کې ښکېل دي؟ څنگه د فساد مخه نیسئ؟ او اعتبار يې څنگه دی؟

د دې په څنگ کې [باید] واضح وي چې بيمه څنگه اخلئ؟ ځکه که پانگه اچول کېږي او بیا قراداد ته ځئ، حکمیت او دې ته،  باید د بيمې شرایط ولرئ چې په هغه حالت کې…

جنبش: او بيمه پخپله هم ډېره گرانه پرېوتله…

دکتور غني: بيمه گرانه ده، اما په دې باندې باید پوه شئ او د همدې لپاره ده چې که سپماوی کوئ، سپماوی په څه کې کوئ؟ سپماوی په بشرې پانگه باندې ځان ته زهر اخیستل دي. که دې قراردادونو باندې ظرفیت د دې ونه لرئ او هغه رقم پانگه ایجاد نه کړئ، بیا هر وارې غولېږئ. نو حساب او کتاب په کار دی، په ډېرو ساده الفاظو باندې، که د حساب توان ونه لرئ او د کتاب لاره مو زده نه وي، ځان غولوئ او بیا غولېږئ.

جنبش: آیا این همه مواردی که در اینجا تذکر یافت، در طرح و نقشه راهی که در زمان شما برای استخراج و استفاده منابع زیر زمینی افغانستان ساخته شد و  فکر نه کنم که به منصه اجرا آمده باشد، شامل گردیده بود؟

دکتور غني: نکته اول این است که قسمت اول در منصه اجرا بود. پیش از وبای کووید یک قسمت سرمایه گذاری‌ها صورت گرفت. سرمایه گذاری‌های بزرگ دیگر خاصتاً در آسترالیا ما در مذاکرات بودیم، راجع به لیتیم در مذاکرات بودیم ابعاد دیگر. من از نقشه راه نقل قول میکردم…

جنبش: یعنی این شامل همان نقشه راه بود.

دکتور غنی: شامل نقشه راه بود، اما باز هم باید نقشه راه را ببینید، نقشه راه یک تهداب است، تهدابی که با شرایط زمانی و مکانی باید تطابق داده [شود]، باید انعطاف در آن باشد. نقشه راه از این خاطر است که باید بفهمیم که موانع ما چیست تا اولویت بندی کرده بتوانیم و به اساس آن بتوانیم مرحله بندی کنیم که در کدام مرحله به چه ترتیب، کدام نوع سرمایه گذاری را خود ما انجام داده میتوانیم با سرمایه گذاری داخلی، چه نوع سرمایه گذاری بین‌المللی کار داریم و همه این را به چه ترتیب جمع میکنیم تا به یک برنامه واضح ایجاد رفاه برای قاطبه ملت افغانستان، برای امروز و نسل‌های آینده به وجود بیاید. چون اساس گفتار من این است که منابع طبیعی افغانستان امکان یک آینده مرفه را برای قاطبه ملت افغانستان فراهم کرده میتواند، اما باید یک انتخاب واضح صورت بگیرد که این منابع چه رقم مورد استفاده قرار بگیرد و همه چطور باید در رفع موانع با یکدیگر کمک کنیم و از ایجاد موانع جدید جلوگیری کنیم.

جنبش: نو که ډېر لږ، څه په دغه لار نقشه باندې تم شو خبره به واضح شي. لومړۍ پوښتنه مې په دې برخه کې داده چې دغه نقشه، طرحه په څه ولاړه وه؟ بنسټ یې څه و؟ له کومه ځایه پیل کېده؟

دکتور غني: اساس يې په دې باندې و، اوس د مثال په توگه وختې چې لومړۍ مسئلې زېربنا باندې غږيږئ، دا و چې ما د ریل په پټلۍ باندې په اساسي توگه تمرکز وکړ. اول په دې بریالی شوم چې زموږ ملگري مُلک ترکمنستان ته دا قناعت ورکړم چې په خپلو پیسو باندې [یې] د ریل پټلۍ هم آقینې ته راوستله هم حیرتان ته.

دویمه برخه دا وه چې د تاپي پروژه د تاپي په کورېدور باندې بدله شوه.  که هغه کودتا نه وای نن به تاسې د دې شاهد وای چې تاپي به تر هلمنده پورې رسیدلې وای حد اقل تر فراه پورې او باید هرات ته په يوه برخه کې رسيدلې وای.

د ازبکستان سره په دې باندې [بوخت]  وو چې څنگه نقشه د ریل پټلۍ دا رقم ترتیب کړو چې د دې پرځای چې د سالنگ نه تېر شي چې ډېر گران و، د صوف له درو نه راشي په بامیان، بامیان نه راشي په میدان وردگ، لوگر له یوې برخې نه لاړ شي خوست ته، بل يې ننگرهار ته. او له بلې خوا نه لویه پروژه مو په دې باندې وه چې د ریل پټلۍ له حیرتان نه څنگه هرات ته ورسوو چې دا سیستمونه له یوې  خوا نه ترکمنستان سره او ایران سره وتړل شي او بل سیستم به معلومدار پاکستان سره تړي او تاجکستان سره هم. په همدې ترتیب یوه ډېره لنډه لاره وه چې جیرتان[Jairatan] او دې نه ترتیبېدله.

د برق مزي په باره کې یو زر  میگا واټه قرارداد مو ازبکستان سره تړلی و او دا په ډېره کمه موده کې، ځکه چې لومړۍ مرحله کې مو دا په کار وه چې باید ننگرهار ته کافي مقدار برق ورسوئ چې د صنعتي ودې امکان یې و. هرات کې برق و، ډېره پانگه له ننگرهار نه لاړله هرات ته. تالک منابع د ننگرهار په بین‌المللي سویه دي، اما که انرژي نه وي، وده نشئ ورکولی.

د عینکو مس چې لوگر کې دی، عین ترتیب دی یا د نړۍ په سویه باندې لوی‌ترین معدن د حاجي‌گک د اوسپنې. هره برخه د دې هم د زونونو په اساس باندې، هم د عمومې ضروریاتو په اساس باندې موږ ترتیباتو باندې کار کاوه چې ټرانسپورټ برخه څنگه خوندي شي او هم د برق برخه.

د ځمکې د مدیریت لپاره د اراضي اداره ټوله له ښار‌سازۍ سره يوځای شوله. یو واضح اصول دې برخه کې مطرح شول چې څنگه ټوله ځمکه په قانوني توگه تثبیت شي [او] ابعاد د دې واضح شي. د دې لپاره  و [چې] د ډیجېټل کېدو لوی پلان ما طرح کړ.  د آگست د ۲۰۲۱ په ختم کې ټول معاشونه به په برقي توگه عملي کېدل، مرکزي بانک، وزارت مالیه او نورې ټولې ادارې دې باندې  تړل شوې وې. پنځو میلیونو نفرو ته برقي تذکره ورکړ شوې وه، تر ختم د کال به ۱۰ میلیونه کېدل. ځکه تاسې باید معلومات او منابع ولرئ او دې ضرورت د دې درلود چې مرکزي احصاییه له احصاییې نه وگرځي، معلوماتي ادارې باندې بدله شي.

په همدې توگه [مو] د معادن د  وزارت پراخه اصلاحات تر نظر لاندې ونیول چې څنگه قراردادونو کې، وړو قراردادونو، منځنيو قراردادونو او لویو قراردادونو کې له حقوقي نظر نه یو خوځښت راشي.

بیا دا د اوبو مسئله هم لکه څنگه چې موږ او تاسې مخکې غږېدلي یوو، په دې باندې په اساسي توگه راغلي وو چې د اوبو د خوندي کولو لاره به څه وي.

قراردادونو برخه کې واضح یوه شفافه لاره راغله او د دې لپاره چې یو نفر په کې خود مختاره نه وي، عالي اقتصادي شورا، کابینه او نورو مواردو کې پارلمان ته دې برخه کې مراجعه وکړي.

 نو هره برخه د دې زه په تفصیل درته تشریح کولای شم چې واضح اقدامات شوي وو، یو تهداب ايښودل شوی.  له حقوقي نظر نه که په یاد مو وي موږ وکړای شول چې یوه لویه دعوه د مزار – هرات سړک چې له بادغیس تېرېده، له کمپنیو نه وگټو. دې دوه کاله ونيول او هغه قرارداد یو میلیون ډالر فی کیلو متر ته رسېده. هغه وخت چې زه وزارت مالیه کې وم، ما په ۱۲۰ زره ډالرو جوړاوه، نو دلته موږ ظرفیت وښوده چې په واضح توگه موږ د دې توان لرو. د تدارکاتو په برخه کې واضح بدلون راغی، ظرفیت منځته راغی چې څنگه تدارکات په اساسي توگه وشي او د مذاکراتو برخې…

امنیت برخه معلومداره ستونزه وه چې له منځه لا نه ړه، او لا ورسره مخامخ وو.

او  پخوانیو قراردادونو باندې ټولو باندې یو نظر راغی چې ټول يې ثبت شي په یو مرکز کې [او] ټول دا وگوري چې چاته څه ورکول شوي وو.

او تضاد د منافعو په برخه کې یو غړي د کابینې او یو وکیل د پارلمان استعفی ورکړله چې وکولای شي خپلو شخصي کارو پسې وگرځي. او په عین حال کې هغه چارواکي د معادنو وزارت کې چې ورباندې تور و، څو نفرو باندې يې په جگه سویه باندې،  محکمې حکم وکړ او د محکمې حکم د تطبیق لاندې و، نو دا…

جنبش: پس این یک ساحه بسیار، بسیار وسیع بود؛ اولویت‌ها را چگونه تنظیم میکردید که از کجا شروع کنید، چه چیزی در ردیف اول است، چه در ردیف بعدی وغیره؟

دکتور غنی: بلی، اولویت‌ها چند [قسم] بودند: یک، نکته اول این بود که معادن کوچک را با مردم عیار کنیم، عوض اینکه با مردم طرف قرار بگیرید، عوض اینکه استخراج اینها به قاچاق مبدل شود، مراکز پروسس را باید ایجاد کنید و تالک یک نمونه این بود  که بتوانیم سرمایه گذاری را ایجاد کنیم.

نکته دوم اولویت این بود که منابع مرمر ما را که یکی از بزرگترین منابع ما است و تخمین آن   به چند صد میلیارد دالر میرسد و از نگاه ظرفیت خاصتاً معادن مرمر سفید هرات و مرمر سفید ننگرهار به سطح جهانی که بهترین معیار آن کرارای ایتالیاست، قرار دارد.

قسمت دیگر اولویت این بود که چطور نفت و گاز را، قراردادهایی را  که شده بود و کمپنی‌ها حاضر نبودند شرایط سرمایه گذاری را پوره کنند، برای شان یک پیغام واضح دادیم که این قطع می شود.

معادن متوسط نوع سرمایه گذاری  [آن] ترتیب شده بود. طور مثال کمپنی بیات که تیلیفون افغان بیسیم در اختیار شان بود، سر تولید برق سرمایه‌گذاری کرد و گازی که ازش استفاده نمی شد برای تولید برق مورد استفاده قرار گرفت و حاصل آنرا شرکت برشنا تعهد کرد که بتواند بخرد.

در قسمت سرمایه گذاری سبز و ایجاد صنعت سبز با یکی از بزرگترین سرمایه گذارهای آسترالیا در حال مذاکره بودیم.

جنبش: د دې لپاره خو حتماً اطلاعاتو ټولولو ته هم اړتیا وه او ادارې به بوختې وې، دغه بهیر هلته څنگه روان و؟ سره له دې چې تاسې وویل بشري ظرفیت دومره لوړ نه و.

دکتور غني: نه، دوه برخو [کې] باید فرق وکړئ: یوه دا ده څه چې موجود وو، دومره ظرفیت باید ولرئ چې دا په یوې برنامې باندې بدل کړئ. اهمیت د دې نقشې د لارې دا و چې موږ ته يې وښودل چې باید څنگه له هرج و مرج نه ووځو، یوه واضح لاره تعقیب کړو. دې ته ظرفیت و او ددې ظرفیت استعمالول په کار و . په همدې توگه ځینې شخصیتونه وو چې د افغانستان ویاړ دي په پولي‌تخنیک کې او په نورو برخو کې او ځینې نور افغانان وو چې لوړ تحصیلات يې کړي وو. زما یو ویاړ دا و چې چا به چې دوکتورا په یوه برخه د معادن یا جیولوجۍ د افغانستان [کې] لیکله، ما به شخصاً ورسره کتل، کتاب به مې یې لوست او دوی د معادن د وزارت د مشاورینو په حیث باندې وټاکل شول. هم د پخوانی نسل چې لویه تجربه يې د روسیې او پخواني شوروي اتحاد له منابعو درلوده او له نویو نه. دغه ترکیب کې وو چې لاره برابرېدو ته وه، حرکت راته، مگر دا لیست مو چې ولیده، دا يې هم واضح کوله چې ځینو برخو کې مدارج په کار وو. په یو وخت کې مو دا ټول شي ته حرکت نه شو ورکولای. د مثال په توگه د آسترالیایی میلیاردر چې موږ د [پانګونې داوطلبو]  ۶۰ مُلکو نه ۶ ته رسیدلی وو، ښه‌والی يې دا و، هغه ظرفیت چې دوی راوړ، هغه ظرفیت په نړیوالې برخه کې و او خاصتاً دې [آسترالیایي] سړي دومره چاپېریال سره مینه درلوده چې پس له دې نه چې میلیاردر شو، لاړ یوه دوکتورا یې واخیسته. د اعتبار مدارج دې خلکو سره په بل رقم ایجادېدل او د هغه گرنټې دا وه چې په هغه رقم پانگې اچولو  باندې شفافیت به دوو خواوو [کې] و.

ظرفیت داسې شی نه دی جناب جنبش صاحب چې یوه ورځ کې راشي، ظرفیت په عمل کې زده کوئ. دا لکه د موټر چلول چې زده کوئ، لومړي وخت کې اعتماد نه لرئ، اما په مرور د زمان باندې تجربې سره [مخ ته ځئ]،  بایسکل یا [نورو کې هم] او فضل د خدای افغانانو کې ما همیشه یو لوی استعداد لیدلی چې د لوستلو، د لیکلو، د زده کولو ظرفیت په کې شته که شرایط ورته سم ایجاد شي. جنجال مو دا دی او دا ډېر په عجز سره وایم چې ډېر سخت ځانځاني [باندې اخته] یوو او خاصتاً په تشریفاتو باندې ډېر سخت اخته یوو. زما یو جنجال دا و او یوه برخه د وخت به مې په همدې تېرېدله چې دا ځوان متخصصین دومره تشریفاتي وو چې یو بل سره نه کېناستل. که ما ارگ کې نه وای غوښتی، دوی به همېشه په دې [اخته] وو چې څوک باید [چا ته] ولاړ شي. په لحاظ د خدای او قرآن، وطن په څه حال کې دی او تاسې په څه باندې لگیا وئ، اوس به څه کوئ، اوس څوک درته دوه توته اهمیت درکوي!؟ دغه د اشرافیت کیسه باید زموږ له سره وځي، واقعاً یو بد مرض دی او دا هم پېښې  د دې جنگسالارانو دي. ما یو جنگسالار لېدلی چې یو ډگروال خپله خولۍ له سره جګه کړې او د ده بوټونه یې پرې پاک کړي دي په جومات کې. دا نه اسلام سره تړلې ده، نه زموږ ملي خصوصیاتو سره. دغه غرور جنجال دی.   نو ضرور ده چې ظرفیت په دې توگه نظر کې ونیول شي چې څنگه يې په عمل کې ډېروئ او څنگه يې زده کوئ. اساس يې دا دی چې موږ یو بل ډېر بد عادت لرو، زه غواړم په ډېر عجز باندې یې ووایم، ځکه موږ ټول په کې یوو.  موږ ته ډېره سخته ده چې ووایو نه پوهېږو. د دې پر ځای چې ځواب د سوال درکړي چې په دې باندې نه پوهېږم، سبا به ځان پوه کړم، داسې یو ځواب درکوي چې هماغه وخت کې يې له خېټې نه را ویستلی او که په هغه باندې سړی اعتماد وکړي د بې اعتمادۍ فضا راځي، نو ځینې مسایل هم یو عمق لري، ځکه چې یو بل سره آشنا نه وو او هر څوک چې یو بل چېرې يې تحصیل کړی وي او په دې خیال به و چې هماغه شی چې دوی زده کړي دي ټول واقعیتونه په هغه کې دي.

دغې برخې باندې زښته ډېره توجه په کار ده او د دې لپاره لاره چاره دا ده چې یو څو واضح انسټیټیوټونه یا ادارې د دې لپاره جوړې شي چې له مدیرانو نه نیولې تر معینانو او وزیرانو پورې ټول یو دريځ ته راشي، په اجماع راشي، یو مشترک فکر ته راشي، یو گډ فکر ته راشي او نقشو د لارو باندې په عملي توگه راشي. ځکه نقشې د لارې خارجیان درته لیکي.  بار، بار ماته نقشې راغلې دي چې یو میلیون ډالرو نه تر لس هاو میلیونه ډالر يې ورکړي دي، [خو] دوه توتو باندې نه ارزېدلې. یو وار مې په یاد دي وزارت مالیه کې مې یوه طرحه لوستله چې ومې کتله د ملگرو ملتونو له   خوا راغلې وه. ما یو وارې وویل چې ما خو چېرې مخکې دا لوستې ده.  سړی دومره تنبل و [چې] طرحه په ویتنام باندې لیکل شوې وه، [له هغه ځایه یې اخیستې وه] دې ته کټ (Cut)  او پیست (Paste)  وایي. دا رقم نه کېږي باید موږ په دې باندې پانگه واچوو چې خپلې راتلونکې طرحې څنگه برابروو او بیا یې مهم‌ترینه خبره دا ده چې عمل پسې وگرځو . زموږ وزارتونو کې یوه لویه ستونزه دا وه چې په مجردِ به يې چې یو قرارداد، قراردادي ته ورکړ بیا به[نور] د دوی کار نه و. [د] نظارت برخه په ټولو وزارتونو کې کمزورې وه او بې له دې نه چې د نظارت ترتیب برابر کړئ او سم نظارت وي، بیا یې بایلئ.

جنبش: تاسې مخکې د آسترالیايي پانگوال، میلیاردر په برخه کې یوه لنډه اشاره وکړه، غواړم دلته پوښتنه وکړم چې په نړۍ کې رښتیا هم، مخصوصاً د فوسیلي موادو او هایدروکاربنې موادو په باره کې نظر په بدلېدو دی، فکر دا دی چې د دوی استفاده، د دوی کارَوَنه اقلیم بدلوي او هوا تودوي. تلاش په نړۍ کې دا دی چې زرغونې انرژۍ خواته لاړ شي. تاسې هم په دې برخه کې یو څه پیل وکړ، یو څه پانگونه مو وکړه؟

دکتور غني: بلې هو، معلومداره. لومړی خبره دا وه چې ځنگلونو باندې چې وغږېدو تاسې ته ما وویلې په تېره خپرونه کې چې موږ دې باندې اخته وو چې څنگه یو میلیارد ونو باندې پانگه واچوو او د ناکامورا او د میاواکي سلسله او [نور] چې ما تاسې ته [تېرو خپرونو کې] وړاندې کړه.

بله برخه يې همدا [آسټرالیایي] ډاکټر فوریسټ (Andrew Forrest) سره په واضح توگه [د] شنې انرژۍ [موافقه شوې وه او] معنی یې دا وه چې د افغانستان له اوبو نه به انرژي تولیدېدله او دا د ۲۴۰۰۰ یا ۲۶۰۰۰ میگا واټه حدود کې ده. او د دې په څنگ کې، ده سره موږ مطالعات سر ته ورسول، له ښې مرغې نه زموږ د لمر انرژي په زرهاو میگاواټو باندې امکانات شته.

 بله خوا يې د باد [انرژي] وه، د بادو په برخه کې پخوانۍ صدر اعظمې د آلمان مېرمن مېرکل نه ما غوښتنه وکړه چې زیمنس چې دې [برخه]  کې پرمختللی شرکت و موږ سره په [بادي انرژۍ]  کې مرسته وکړي. زموږ د باد تخمین په حدود د ۷۰ زرو میگا واټه دی. د ایران باد ۱۰ زره  . مگر زیمنس ښه والی دا و چې هم موږ سره، هم ایران سره يې ښې اړیکې درلودې. د شنې انرژۍ په برخه کې زما ټوله طرحه دا وه چې موږ کولای شو د شنې انرژۍ یو لوی صادراتي مرکز په حیث باندې عرض اندام وکړو.

بله برخه یې دا وه چې دا شنه انرژي به زموږ معادن په شنه صنعت باندې بدل کړي، ځکه چې اساس د دې بیا هم انرژي ده او زموږ منابع زښت ډېر دي او د دې په څنگ کې،  ځمکې لاندې هم موږ د انرژۍ منابع لرو چې دې ته جیوترمل وايي او هغه کم له کمه په حدود د ۸۵۰۰ میگاواټو  [دی]. همدا دي چې تودې اوبه چينې چې وځي لکه په اندراب یا د هرات په اوبې کې یا نورو برخو د افغانستان کې، بامیان کې هم چينې شته چې دا ټول زمینه د دې برابروی. افغانستان د دې ظرفیت لري چې سره له دې چې د چاپېریال په ډېر لوی بدلون کې، منفې بدلون کې اخته دی، یو مثبت عنصر ته وگرځي، اما دا ضرورت د دې لري چې موږ پوه شو.

بله خوا دا ده چې شنې انرژۍ ته چاپېریال کې ډېري پيسې موجودې دي، مگر د دې طریقه هم بل رقم اقدامات غواړي او بل رقم طرحې غواړي چې موږ په دې کې نړیوال بانک سره، آسیایې بانک سره او اتحادیه د اروپا سره په خبرو کې وو.

جنبش: با توجه با آنچه شما تا الحال تشریح کردید، می شود گفت که این طرح‌ها یک اساس محکمی  است که می تواند درآینده روی آن دوباره کار شود، باوجود تغییرات سیاسی که رخ داده، یعنی این طرحها ارزش خود را حفظ کرده و می تواند اساس رشد بعدی کشور شود؟

دکتور غنی: ان شاء الله تعالی، چون نکته کلیدیِ دیدگاه مرا یک قصه انوشیروان عادل تشکیل می دهد. انوشیروان از یک قریه می گذشت همراه سپاه خود، دید یک آدم را که پیر است و کمرش خم است غرس نهال   میکند، نهال‌هایی که [به ثمر رسیدن آنها] ۱۰ یا ۲۰ سال می گرفت. طرف این فرد نگاه کرد و گفت: بابه،  چه غرس میکنی؟ تو [که] ثمرش را نخواهی دید! نفر طرف انوشیروان عادل دید وگفت: این درخت‌های دیگر را میبینید حضور تان؟ گفت: بلی میبینم. گفت: اگر پدرهای ما و پدر کلان‌های ما مثل خودت فکر می کردند امروز این درختها وجود می داشت!؟ انوشیروان عادت داشت هر بار که یک چیز خاص می شنید می گفت زهی؛ خزانه دارش باز طلا می داد، گفت: زهی. پیر مرد باز طرفش دید و گفت: [ببینید] از دیگران درخت شان ۲۰ سال می گیرد حاصل می کند، از من در ۲۰ دقیقه حاصل داد. انوشیروان باز گفت: زهی. نفر می خواست باز چیز بگوید، انوشیروان گفت: تو مرا فقیر می سازی… ذهنیت ما باید این [طور] باشد.

من به حیث یک ریش سفید مملکت، به حیث یک خادم مملکت وظیفه ام این بود که تهداب گذاری کنم و تهدابی را بگذارم که آینده افغانستان را مصئون کند و در سخت‌ترین شرایط امید را از دست نداده ام، سر اُمید سرمایه گذاری کرده ام تا روایت بدل شود و نکته عظیم این بود که افغان‌ها باورمند شدند که ما یک آینده داشته میتوانیم، به طرف رفاه رفته میتوانیم،خود را مدیریت کرده میتوانیم. بنابراین امید من از این پودکاست‌ها این است که هدفی را تعیین کنیم مثل ۲۰۴۷ و بعد از آن که به عمر ما تعلق نداشته باشد، به طرف تداومی ببینید که ما محصول آن استیم. شما حتماً دیده اید وقتیکه مردم را از خاطر پروژه‌ها میخواستند بیجا کنند، می گفتند: « زموږ هډوکي دلته دي» د دې په اهمیت باندې زه پوه شوم، ولې؟ ځکه هماغه هډوکي وو، که زموږ د اوبو نظام ته وگورئ، زموږ سیندونو ته وگورئ، ویالو ته وگورئ یا کلیو ته وگورئ خو همدغه د پلرونو، نيکونو، غور نيکونو سلسله ده چې موږ ته میراث پاتې ده. نن باید موږ هم په دې باندې اخته و اوسو چې راتلونکو نسلونو ته څه ږدو؟ او دا په گډه کېږي. زه واقعاً په دې ایمان لرم چې که لاسونه سره یو کړو او زړونه سره یو کړو، ډېر لوی کارونه افغانان کولای شي.

جنبش: او که اجازه وي دلته، وبښئ تاسې خبره مو په یاد ساتئ، که څه هم دا نقل قول لږ اوږد دی خو بیا هم همدې موضوع سره رابطه لري، محمود طرزي بیا هم په خپله ورځپاڼه کې یوه اوږده مقاله په دې چې څنگه هیواد جوړ شي لیکلې ده، وايي چې: مثلاً موږ حاصل خیزې ځمکې لرو، معدنونه لرو، دا لرو، دا لرو… خو بیا هم غریب یوو، لیکې: «نو چې داسې ده موږ ولې بې ماله، بې ثروته، بې کماله، بې صنعته پاتې یو؟ ولې د خپل هیواد له ځمکو، کانونو او نورو محصولاتو او  معمولاتو ، د نژدې او لېري هیوادونو د لسمې برخې لسمې هومره گټه هم پورته کولای نه شو؟ هغوی گنې ۴  سترگې لري او موږ ۲، هغوی گنې ۴  لاسه لري او موږ ۲، هغوی گنې ۲ سرونه لري او موږ ۱، هغوی گنې ۲ مغزونه لري او موږ ۱؟؛ نه، نه، هغوی چې څه لري موږ يې هم لرو،څنگه چې هغوی انسانان دي موږ هم انسانان یوو، نو بیا ولې موږ له ۱ اینچه ستنې نیولې د ټلیگراف تر ۱۰۰۰ کیلو متریزو مزو پورې هر شي کې هغوی ته اړ یوو؟ موږ هم کر کوو او لا ځمکې مو د هغوی تر ځمکې ښېرازه او پیاوړې دي، خو زر افسوسه چې موږ له خپلو ځمکو د هغوی نیم هومره محصول هم ټولولی نه شوو. موږ هم سوداگري کوو نو گټه يې څه چې وطن ته د فایدې پر ځای تاوان اړوو. موږ هم ډک کانونه لرو، خو نه يې پېژنو او نه لاس وروړلی شوو او که لاس مو ور وړ ویجاړوو يې، نو ځکه د هغه چا په خبره چې وايي ستاسې هیواد کې کانونه نه شته قانع کېږو او يوې خوا ته ډډه لگوو. ای پوهنخوښو هېوادوالو! ای هم دینو او هم مذهبو، هم ملتو! وپوهېږئ چې دا بل څه نه دي، مگر زموږ د ناپوهۍ او ناخبرۍ او لټۍ او غافلۍ زېږنده». دغه نقل قول مې د دې لپاره ووایه چې غواړم له تاسې نه د هیواد د مشر، د یوه سپین ږيرې، د اکاډمیک شخصیت په توگه په دغه برخه کې د محمود طرزي دغې لیکنې او اشارې ته په پام سره ستاسې سپارښتنې واورم مثلاً سیاستوالو ته، عادي ولس ته، پوهانو ته څه په کار دي چې هیواد له دغه حالت نه راوباسې؟ او هماغسې چې موږ یو سر لرو نور يې هم لري، دغه سر نه سمه گټه واخلو؟

دکتور غني: لومړۍ تر ټولو [مهمه] خبره جناب جنبش صاحب دا ده چې قیامت ومنئ، چې خدای جل شانه ته ځئ درنه حساب غواړي. موږ آخرت هېر کړی. تمامه ورځ دعوه د اسلام کوو، په عمل کې مو کابل وران کړ، کعبې مکرمې کې قرارداد کوو، بېرته چې راځوو یو بل وژنو، دعوه د جهاد کوو، منځ کې جنگسالارانو باندې بدلېږو. اسلام دین د اصولو دین دی، د حقوقو دین دی، راځو په دیکتاتورۍ یې بدلوو، دا لومړۍ خبره ده.

دویم د اسلام په اهمیت باندې پوه شئ لکه څنگه چې محمود طرزي ورباندې راځي او په تفصیل باندې راځي.

درېیم، افغانستان تر ځان نه گران ومنئ. که په دې راشئ چې که ځان نه وي جهان [دې] نه وي، دا ذهنیت په غلا باندې بدلېږي.

بل هماغسې چې د محمود طرزي یو کتاب راغی چې څه وکړو (چه باید کرد؟)، «چه باید کرد» باندې باید لازمي اجماع ته راشو او د دې معنی دا ده چې یو بل باید ومنو، ملي وحدت باندې.  زموږ قوت، زموږ په ښکلا باندې دی چې مختلفې ژبې لرو. هره ژبه مو د وصل ژبه ده او دا ټول گلان دي، په یو باغ کې، په یو ملي وحدت کې، یو بل باندې ولې [په ضد] راغلي یو. هره برخه د افغانستان د یوې امپراتورۍ مرکز و، یا د یو مستقل دولت مرکز و په طول د تاریخ کې. خپل تاریخ باندې هم باید پوه شو.

بله برخه دا ده چې ځان ۲۱ پېړۍ ته ورسوو. په ۲۱ پېړۍ کې څه مو په کار دي چې خوندي شئ. څنگه هره ورځ یوه برخه یا بله برخه مو د یو گاونډي یا بل گاونډي یا  د یو هیواد یا  بل هیواد وسیله ونه گرځئ. وینه ودروئ. که یو بل ومنو، یوه تگلاره راوړو، وینه درېږي، غیر له هغه نه وینه بیا تویېږي. او زه غواړم غاړه مې خلاصه کړم او نوي نسل ته مې واضح [پیغام] دا دی چې هغه ظرفیتونه پیدا کړئ، ولې وسیله د جنجال کېږئ؟ ولې جنگسالاران او مفلس سیاستمداران درنه سوء استفاده کوي؟ ولې وسیله د نفاق کېږئ؟ څه باندې مو دعوا ده؟ هو، که مقصد مو دا وي چې یو مو له بل نه بهتره يئ، دا د منلو وړ نه ده. ټول انسانان یئ، ټول مسلمانان یئ، اکثریت مطلق او ټول افغانان یئ، دې باندې باید نتیجې ته ورسېږئ.

د نظام مشروعیت په ولس پورې تړلی دی. دا له پاسه نه راځي. بې له دې نه چې ولس د افغانستان یو نظام مشروع وگڼي، مشروعیت نشته او ولس د افغانستان باید حق ولري او له نړيوال نظر نه هم باید پوه شو چې مشروعیت بې له ژوند له نورو هیوادو سره نه کېږي.

او آخره خبره مې دا ده، آیا دې نتیجې ته رسېږو چې جوړول مو هدف دی؟ او هغه ظرفیت چې موږ غواړو د جوړولو ظرفیت دی؟ دا څه دي چې تمامه ورځ وایو د تُورې او د ټوپک نښانې مو دي؟ ولې د آبادۍ نښانو باندې نه راځو؟ ولې جوړولو باندې نه راځو؟ ولې دا عظیم منابع چې خدای جل شانه راکړې دي د انسان د ښیگڼې لپاره، [نه کاروو؟] هر [څومره چې] د یوه ولس په حیث باندې ټول افغانان ښېگڼې ته ورسېږي [او] هوسايۍ ته ورسېږي، په هماغه اندازه په هغه خپل دین پسې هم گرځي، خپل مذهب پسې هم گرځي. [بیا] د دې خطر نشته چې نن مو خدای ناکرده دین په خطر کې دی چې [زیانمنېږي]. دلته د دین پوهه په کار ده، انسانیت په کار دی او خاصتاً ملي وحدت په کار دی چې په مخه لاړ شو او ان شاءالله تعالی دا کېږي.

او د دې لپاره باید بېرته لاړ شو محمود طرزي ته، نورو متفکرینو ته چې زړه سوی يې درلود او تجربه. بیا واضح کړو چې تاریخ نه [عبرت] واخلو چې دا ترخې تجربې تکرار نه کړو. په سولې باندې ما خپل ټول ژوند وقف کړ، راغلئ کودتا مو وکړه! گټه مو څه وکړه؟ په بربادۍ باندې، په وینې تویولو باندې، په غچ اخیستلو باندې څه جوړېږي؟ موږ یو ډېر ښه رسم لرو جناب جنبش صاحب چې په وینې باندې تېږه ږدو. معنی يې دا ده چې وینه درېږي چې ټول خلک فکر وکړي، ټول خلک عقل سره په ځای کړي او ښېگڼې خوا ته لاړ شي. ضرورت د دې دی چې بدې خاطرې، جنایتونه، دا ټول نور شیان چې شوي دي، یو واري يې سپین کړو او زړونه خلاص کړو چې مخکې لاړ شو نه دا چې بار، بار دا تاریخ تکرار کړو.

جنبش: ډېره مننه، بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی البته همانطور یکه بار، بار تکرار کردم مسئله منابع زیر زمینی افغانستان بسیار وسیع است، بخش‌های متعددی دارد، ولی امیدوار استم که در این دو برنامه توانسته باشیم به آنچه که نیاز بود از شما بشنویم و توضیحاتی از شما داشته باشیم. امید که شنونده‌ها هم پسندیده باشند.

 بسیار تشکر، در همینجا این برنامه را به پایان میبرم.

دکتور غني: تشکر از جناب شما و باز هم تقاضای من از نسل جوان ما خاصتاً این است که این سرمایه به شما تعلق دارد. دانشی را دستیاب کنید، دیدگاه تان را ایجاد کنید، دست با دست با هم بدهید و مدیریت تان را بدست بگیرید. این فرصتی است طلایی باید از دست دا ده نشود و تشکر میکنم.

تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان.

###

1 COMMENT

  1. په عنوان کې د ولسمشر نوم تصحیح غواړي. مننه
    (د پخواني ولسمشر اضرف غني پوډکاسټ) ، اضرف نه / أشرف

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب