دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهد جرمني صدراعظم هر څوک چې زموږ سوله ګډوډوي، باید وایستل شي

د جرمني صدراعظم هر څوک چې زموږ سوله ګډوډوي، باید وایستل شي

تاند (پنجشنبه، ذ جوزا ۱۷ مه) هر څوک چې زموږ ازادي ګواښي او زموږ سوله ګډوډوي باید وډار شي. دا د اولاف شولز پیغام و چې نن یې د خپل هیواد پارلمان کې په وینا کې اعلان کړ او ویې ویل هغه بهرنیان چې په جرمني کې جدي جرمونه کوي، په دې هېواد کې یې هرکلی نه شي کېدای حتی که کډوال هم وي.

صدراعظم شولز همداراز وویل، د جرمني د کورنیو چارو وزارت داسې پلانونه جوړوي چې له مخې یې خپلو هیوادونو ته د بهرنیو هیوادونو د خطرناکو کسانو او جدي مجرمانو بیرته استول آسانه شي، حتی که هغوی د جګړې له سیمو او یا د افغانستان او سوریې په څیر هیوادونو څخه هم راغلي وي چې استبدادي رژیمونه پرې واکمن دي.  «دا ډول مجرمان باید وشړل شي.»

د شولز دا خبرې شاوخوا یوه اونۍ وروسته له هغې وکړې چې د دغه هیواد په جنوب لوېدیځ ښار منهایم کې د چړو په وسیله په یوه تروریستي پیښه کې یو تن 29 کلن پولیس ووژل شو. د چاقو برید د یوه ۲۵ کلن افغان له خوا وشو چې یوه لسیزه وړاندې جرمني ته راغلی و. په دغه برید کې چې د تېرې جمعې په ورځ د اسلام ضد لاریون پر مهال وشو، پنځه نور کسان ټپیان شول.

صدراعظم شولز په خپله وینا کې غوښتل دا پیغام ورسوي چې د داسې پیښو لپاره د جرمني زغم پای ته رسیدلی.

هغه وویل، «په داسې حالاتو کې، د جرمني امنیتي ګټې د مجرم د ساتنې تر ګټو څخه زیاتې دي.»

ده ټینګار وکړ: «هغه څوک چې زموږ له لوري له ورکړل شوي خوندیتوب څخه ګټه پورته کوي، لکه په منهایم کې چې یې دا کار وکړ، زموږ محافظت له لاسه ورکوي. د دې لپاره زغم صفر دی. دوی باید د قانون بشپړ قدرت احساس کړي.

د جرمني صدراعظم زیاته کړه، نه یوازې هغه کسان چې دا ډول جرمونه ترسره کوي، بلکې هغه کسان هم چې د دې ډول کسانو درناوی کوي. “هر هغه څوک چې د ترهګرۍ ستاینه کوي زموږ د ټولو ارزښتونو خلاف کار کوي او باید له دندې ګوښه شي.”

ده د هغو کسانو لپاره چې سیاستوال تهدیدوي یا سپکاوی کوي د لا سختو مجازاتو ژمنه وکړه.

د شولز پالیسي به د جرمني هغه قانون بېرته واخلي چې د بشري حقونو په اړه د جینیوا له کنوانسیون سره سم، جنګ ځپلو هیوادونو ته د افرادو په زوره استول منع کوي. دا قانون هغو هیوادونو ته د کډوالو د استولو مخه نیسي چې د جنګ زون وي یا که د ستنولو په صورت کې له مرګ، شکنجې یا د غیر انساني چلند سره له خطر سره مخامخ کېږي. جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو د بېرته استولو لړۍ بنده کړه.

د شولز د اخراج نوی پلان به د تطبیق لپاره وخت ونیسي، ځکه چې دا به د بهرنیو حکومتونو او رژیمونو همکارۍ ته اړتیا ولري.

2 COMMENTS

  1. ګوره ښاغلی صدراعظمه!
    د بی ګناه انسان وژنه په هر فرهنګ کی د غندنی او کرکی وړ ده چی البته د یو افغان پلاس ستاسی د هیواد د یو ځوان پولیس وژنه هم د سختی غندنی او قاتل ئی د سختی سزا وړ دی ( اصلاً د هر قاتل اِعدام خپله یو شرافتمندانه او شجاعانه اقدام دی چی البته ځینی یا ډیر کسان د اعدام مخالفین دی. یو قاتل اصلاً د ژوند کولو حق او صلاحیت نلری او د نه اعدام په صورت کی د ټولنی پر اوږو یو دروند بار ګڼل کیږی، مطمئناً یو قاتل خپله هم د خپلو اوږو بار دی، یو قاتل د اوږدی مودی زندان وروسته نه د ټولنی په درد خوری او نه د ځان ) .
    امّا صدراعظم جانه د داستان بل اړخ ته غوږ سه!
    افغانانو بیچاره ګانو د مجبوریت له مخی خپل هیواد پری ایښی او په نیمه نړی کی مهاجر سویدی چی البته زموږ غوندی هیوادونو کی د اجتماعی – سیاسی کړکیچ اصلی عاملین او آمرین تاسی غربیان یاستی.
    هر انسان ځانته یو عقیدتی حریم لری ( ځینی حریمونه فطری او انسانی او مثبت بار لری او ځینی حریمونه جعلی او حتی شیطانی بار لری ) . د انسانی معقولو افکارو څښتنان چی هر ځای وی د خپل حریم د دفاع حق او انګیزه لری. معقول انسان چی هر ځای اوسی قانون ته باید درناوی ولری.
    په غرب خصوصاً اروپا کی نن سبا نژاد پرستانه افکار ورځ تر بلی وده کوی چی دا کار د انسانی کرامت خلاف دی ( یوازی تکنولوژیک پرمختګ د بشری تمدن نښه نه ده بلکه انسانی او فطری اخلاق هم یو مهم عنصر ګڼل کیږی ).
    موږ مهاجرین چی ستاسو په وطن کی کار کوو ( د یو انجنیر یا ډاکټر یا نظافتچی پتوګه ) نو ستاسی د ټولنی غړی حق نلری چی موږ ته په سپکه سترګه وګوری.
    تاسی غربیانو او جرمنیانو ته به مشکله وی چی زموږ دردونه او د مهاجرو ضد عناصرو غبرګونونه درک کړای سی.
    امّا تریخ د زړه د درد بیان:
    تاسی جرمنیان د مځکی د کُری یوازنی ټبر یاستی چی فقط د یوې پیړۍ په اوږدو کی مو ۳ ځله په نسل وژنه کی مستقیم یا غیر مستقیم لاس درلودلی دی؛
    ۱ – د شلمی پیړی په سر کی مو د نامیبیا په هیواد کی د دی افریقائی هیواد پر مظلومو پرګنو درانه درانه ظلمونه او پراخ قتلونه تر سره کړی دی چی دوسیه ئی تر اوسه د نړیوالی محکمی د میز پر سر پرته ده.
    ۲ – د شلمی پیړی په دریمه – څلورمه لسیزه کی مو هولوکاست را منځته کړی او په میلونونو یهودان مو وژلی دی ( چی البته ددی درنو جرمونو تاوان مو تر اوسه پوری نه دی جبران کړی، جبران څه چی د وژل سوو یهودانو د پاتی نسل د غلامۍ طوق مو غاړی ته اچولی دی ).
    ۳ – د غزې د مظلومو خلګو په نسل وژنه کی مو د عبری خبیث رژیم سره د زړه له کومی مادی او معنوی مرسته کړی او دا مرسته مو اوس هم دوام لری.
    بناً صدراعظم جانه! د مهاجرو افغانانو په وړاندی ستا او ستا د وزیرانو وروستۍ څرګندونی د سپین سترګی او ګوستأخی او حرامیتوب یوه رُڼه هنداره ده.
    دداسی تمدن! دی پر حیا لعنت سی چی وګړی ئی په راسیسټی او نژاد پرستانه جراثیمو لړلی وی.
    د منځنی ختیخ رهبران خصوصاً عربی شیخان کوم چی ټول مشرکین دی ( د خدای او خپلو خلګو څخه نه بیریږی خو د غربیانو څخه بیریږی او سجده ور ته کوی ) که لږ او ډیر غیرت او شهامت په ځانونو کی وروزی نو هغه وخت به ستاسی د هیوادونو نژاد پرست او خارجیانو او اسلام ضد ګوندونو د فعالیت په هکله سخت اخطارونه درکړی او د تیلو او ګازو د تحریم د تهدید له لیاری به نژاد پرست عنصر له سیاسی صحنی څخه لیری وساتلای سی.
    بس همدومره صدراعظم ساب.

  2. 1 COMMENT
    غلام حـضرتغلام حـضرت جون 7, 2024 At 2:36 am
    ګوره ښاغلی صدراعظمه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب