لنډيز
پراګ ژبپوهنیز مکتب په ۱۹۲۶ کال کې په پراګ کې د ژبپوهنې او ادبیاتو په برخه کې د ځینو مخکښو څېړونکو له خوا تاسیس شو. د دې مکتب بنسټګرانو هڅه کوله چې ژبپوهنه د یوې علمي او سیستماتیکې طریقې له مخې وڅېړي. د پراګ ژبپوهنیز مکتب بنسټیزه نظریه دا وه چې ژبه د یوې ټولنیزې پدیدې په توګه تحلیل شي چې په هغې کې د ژبې ټولنیز او ارتباطي اړخونه په پام کې نیول کېږي. دوی باور درلود چې ژبه یوازې د یوې اکاډمیکې څېړنې موضوع نه ده، بلکې د هغې عملي او تطبیقي اړخونه هم باید وڅېړل شي. د دوی تر ټولو لوی کار په غږپوهنه کې و او د نړیوالې غږپوهې نظر یې وړاندې کړ.
مهم وییونه: پراګ مکتب، ژبپوهنه، چاروال لوری، غږپوهه، فونیم.
سریـزه
پراګ مکتب د ژبپوهنې په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو او اغیزمنو مکتبونو څخه ګڼل کېږي. د دوی نظریات او مفاهیم په مختلفو علمي برخو کې پراخ اغیز لرلی او د ژبپوهنې، ادبیاتو، ټولنیزو علومو او کلتوري څیړنو په برخه کې د ودې او پرمختګ سبب شوي. د پراګ مکتب غړي او د دوی کارونه لاهم په نړیواله کچه د علمي څیړنو لپاره یو مهم اساس ګڼل کېږي. د پراګ ژبپوهنیز مکتب اهمیت یوازې په ژبپوهنه کې محدود نه و. د دې مکتب نظریې په ادبیاتو، د څپرکو په تحلیل، او د لیکوالۍ په هنر کې هم اغېزمنې شوې. دوی هڅه کوله چې ژبني سیسټمونه د ادبیاتو او هنر په تحلیل کې وکاروي، او د دې لپاره یې نوي مفاهیم وړاندې کړل. د دې نظریاتو اغېز په ځانګړې توګه په ادبیاتي تیورۍ کې د ستر ارزښت وړ دی، چیرته چې ژبني سیسټمونه د ادبي متنونو د تحلیل لپاره کارول کیږي.
په دغې لیکنه کې به هڅه وکړو چې د پراګ ژبپوهنیز مکتب وپېژنو، د دغه مکتب پر بنسټیزو مفاهیمو وغږېږو او له مخکښو غړیو سره یې څه ناڅه اشنا شو.
پراګ ژبپوهنیز مکتب
پراګ ژبپوهنیز مکتب یا پراګ کړۍ (Prague Circle) په ۱۹۲۶ زېږدیز کال کې د چکوسلواکیا (اوسنی چک جمهوریت) په پلازمېنه پراګ کې تاسیس شو. دا مکتب د ژبپوهنې په برخه کې یو له ترټولو اغېزمنو مکتبونو څخه ګڼل کېږي، چې د ځانګړو ژبپوهنیزو تیوریو او مفاهیمو په وده کې یې ستر رول درلود. د دې مکتب بنسټګرانو په ژبپوهنه کې نوي نظریات وړاندې کړل چې تر ډېره په فونولوژي، د جملې په چاروال لوري او د ژبې په ټولنیز او ادبي چار تمرکز کوي. د پراګ ژبپوهنیز مکتب د ژبې د تحلیل لپاره چاروال لید وړاندې کړ، چې له مخې یې ژبه د یوه منظم او منسجم سیسټم په توګه تحلیلېږي. دوی ژبه یوازې د یوې مجردې څېرې په توګه نه لیدله، بلکې د هغې ټولنیزو او ارتباطي اړخونه ته یې هم پام کاوه.
پراګ له روسیې نه د راغلیو روسي ژبپوهانو او د پراګ د خپلو ژبپوهانو یو ګډ مکتب و چې د ویانا له مکتب سره یې هم راشه درشه درلوده. دوی د خپل کار بنسټ د رغښتوالې، روسي فورمالیزم، ګشتالت او هوسرل پر افکارو کېښود. (ښکلی، ۱۳۹۹، ۸۵مخ)
پراګ ژبپوهنیز مکتب د ژبپوهنې په ډګر کې د فونولوژي مفکوره پراخه کړه، چې په دې برخه کې نیکولای تروبیتسکوی مخکښ و. هغه په ۱۹۳۹ کال کې خپل مشهور اثر « د غږپوهې اصول» خپور کړ، چې په ژبپوهنه کې یې د فونولوژي د تحلیل لپاره نوي معیارونه وړاندې کړل. د تروبیتسکوی په نظر فونولوژي باید د ژبپوهنې په نورمال سیسټم کې د خپلو دندو پر اساس تحلیل شي. هغه په دې باور و چې فونیمونه نه یوازې غږیز ارزښت لري، بلکې ژبني توکي هم دي چې د ژبې په سیسټم کې ځانګړی ځای لري. دې نظریې په ژبپوهنه کې د فونولوژي څېړنو ته نوی لوری ورکړ.
همدارنګه تربیتسکوی په فونولوژۍ کې د چاروال تقابل او بېلونکې ځانګړنې دوه بنسټیز مفهومونه را منځته کړل. د چاروال تقابل د مفهوم په برکت د فونیم مفهوم مشخص شو. ده ویل چې د فونېټيکس او فونولوژۍ تر منځ توپیر په فونیټيکي رغښت کې د چاروال تقابل پر مټ کېږي. دواړه د یو بل بشپړاند دي خو فونولوژۍ په یو نظام یا رغښت کې دننه د غږونو چار ته پام کوي. د تقابلونو په ټاکلو سره د اوازونو نظام او متقابلې اړیکې پېژندلای شو. د غږونو تر منځ د بېلوونکي تقابل د ټاکلو معیار مانا ده. یعنې هر اوازي توپیر چې مانیز توپیر پېښ کړي، بېلوونکی توپیر دی. کوم څه چې یو اوازي واحد یعنې یو فونیم له بل فونیمه توپیروي، په خپله بڼه نه ده بلکې د هغوی بېلونکی چار دی. (سلامزوی، ۱۴۰۱هـ، ۷۴مخ) تربیستکوی د چاروال تقابل سربېره د فونیمونو د بېلوونکو ځانګړنو مفهوم هم وړاندې کړ. د نوموړي لوی کار د غږونو د ځانګړنو پر ځای د هغه نظام رامنځته کول و چې د غږونو تر شا حاکم دی او یو غږ پرې له بله توپیرېږي. ده غږونه له څلورو اړخو مطالعه کړل: پزیزوالی، زېږځی، شونډیزوالی او غږنتیا.
د پراګ مکتب لارویانو زیاته خواري د فونیم د مفهوم د وړاندې کولو او تشرېح لپاره کوله او د فونولوژۍ نظریې ته یې وده او پراختیا ورکوله، تر څنګ یې د همدې مکتب ځينو غړیو د ژبپوهنې په نورو برخو کې ستر کارونه وکړل؛ په هغو کې د سبکپوهنې او دغسې نورو فرعي څنګزنو برخو کار و. دوی د نحوې په برخه کې یو څو څېړنې خپرې کړې. د صرف یا وییجوړښت په حوزه کې یاکوبسن د روسي ژبې د حالت د نظام په اړه څېړنه کړې ده او هم یې هڅه وکړه په روسي کې د هر حالت لپاره یوه بنسټي مانیزه پانګه را منځته کړي. (سلامزوی، ۱۴۰۱هـ، ۷۳مخ)
د پراګ ژبپوهنیز مکتب یوه بله مهمه نظریه په ژبه کې د تقابل مفهوم دی. په دې مفهوم کې ژبني عناصر د خپلو ځانګړنو پر اساس یو له بل څخه توپیر لري او دا توپیرونه د ژبې په ارتباطي سیستم کې مهم رول لري. رومن یاکوبسن، چې د پراګ ژبپوهنیز مکتب یو بل مشهور غړی و د تقابل په نظریه کې یې ژورې څېړنې کړې. یاکوبسن پر دې باور و چې ژبه باید د هغې په ارتباطي او ټولنیزو فعالیتونو کې وڅېړل شي. هغه په ځانګړې توګه د فونولوژي په برخه کې د تقابل نظریې د تحلیل لپاره یوه نوې لاره وړاندې کړه، چې په کې د ژبې د غږیزو سیستمونو توپیرونه او په اړیکو باندې د هغوی اغېز ارزول کېږي.
رومن یاکوبسن (۱۹۸۲-۱۸۹۶) د پراګ مکتب مرستیال او تر ۱۹۳۹م پورې د برنو پوهنتون استاد و. یاکوبسن په لویدیځ کې د پراګ مکتب د رغښتي لیدلوري په خپراوي کې مهم نقش ولوباوه. په لومړي ځل دوی د رغښت او نقش (چار) اصطلاحات وکارول.
د یاکوبسن مهم کار په ژبپوهنه کې په غږپوهنه کې و. نوموړي د غږونو پر ډولونو، وتوځو، د غږونو پر همرنګۍ، ناهمرنګۍ، حذف، زیاتوالي، تضعیف او د دې برخې پر نورو اړخونو ژور بحثونه وکړل او د نړیوالې غږپوهنې غږ یې پورته کړ، چې بیا وروسته له دې نظریې نوام چامسکي په «نحوي رغښتونو» کې استفاده وکړه او غږیز سستم یې پر جملو و ازمایو. یاکوبسن په ژبپوهنه، ادبپوهنه او نښپوهنه کې کار وکړ، له همدې امله د هغه په اړه مشهوره ده چې جامع الکمالات انسان دی.(ښکلی، ۱۳۹۹، ۸۶مخ) د یاکوبسن دغه بحثونه اوس هم لا د ژبپوهنې په نړۍ کې د چلښت وړ دي.
د پراګ ژبپوهنیز مکتب یوه بله مهمه موضوع ټاکنه او ترکیب دي. یا د رغښتوالو په وینا د خواناستۍ او ځایناستۍ محورونه دي. یاکوبسن د پاراډایم او سینټاګم مشهور اصطلاحاتو پر ځای د ټاکنې (Selection) او ترکیب (Combination) اصطلاحات کاروي.(حمیدزۍ، ۱۴۰۲هـ، ۹۵مخ) په دې نظریه کې ژبني عناصر په یوې ټاکلې سلسلې کې یو له بل سره تړلي دي. ترکیب د ژبني عناصرو ترتیب او جوړښت دی، چې په هغې کې یو ژبنی عنصر د بل سره په مناسبه توګه تړلی وي. پارادایم بیا هغه اړیکې دي چې په ژبني سیستم کې یې یو عنصر له بل سره لري او دوی د یوه ځانګړي چار پر بنسټ سره بدلیږي. دې مفکورې د ژبپوهنې په تاریخ کې د ژبې د تحلیل لپاره یوه نوې لاره پرانیستله، چې پکې ژبه نه یوازې د لفظي جوړښت په توګه، بلکې د یوه ټولنیز او ارتباطي سیسټم په توګه هم تحلیلېږي.
یاکوبسن وایي ژبه شپږ نقشه(عاطفي نقش، هڅنده یا ترغیبي نقش، ارجاعي نقش ، پوري ژبنی نقش، د همدلۍ نقش او ادبي نقش) لري. د هغه په نظر د ژبې په شپږو نقشونو کې یو هم د ژبې ادبي نقش دی. دا چې ادب څنګه را پیدا کېږي او څنګه ژبنی نقش ګڼل کېږي استاد ښکلی یې د یاکوبسن له نظره داسې تحلیلوي: «ادب را منځته کېږي څنګه؟ یاکوبسن دې پوښتنې ته د سوسور د خواناستۍ او ځایناستۍ له محوره ځواب وایي. د سوسور په اند کله چې څوک غږېږي او په پارول کې له ژبنیو توکو استفاده کوي؛ نو په لانګ کې د ژبنیو توکیو تر منځ د متقابلو اړیکو له مخه انتخاب کوي. دې انتخاب ته سوسور پاراډایم یا د ځایناستۍ محور وایي. بیا دا ژبني توکي له یو بل سره خوا په خوا په یوه جمله کې اېښودل کېږي، چې سینټاګم یا د خوا ناستۍ محور ورته وایي…د یاکوبسن په اند، ادب د ژبې په همدې عادي رغښت کې ګوتې وهي او داسې ژبنۍ نښې خوا په خوا ږدي، چې د ژبې په عادي دود نه وي: مثلاً: د استعارې په بڼه د شپې او استبداد تر منځ اړیکه ټینګوي او «د استبداد شپه» ترکیب جوړوي. د یاکوبسن په اند استعاره د ځایناستۍ د محور زېږنده ده او مجاز د خواناستۍ په محور کې د حذف، ځکه نو شعر له واقعت سره استعاري او او نثر مجازي اړیکه لري.» (ښکلی، ۱۳۹۹، ۸۷مخ)
پراګ ژبپوهنیز مکتب نه یوازې په نظري ژبپوهنه تمرکز وکړ، بلکې په عملي او تطبیقي ژبپوهنه کې یې هم لوی رول درلود. د دې مکتب غړو هڅه کوله چې د ژبې د سیسټمونو تحلیل په عملي ژوند کې وکاروي، لکه د ښوونځيو ژبنی نصاب جوړونه او د ژبې د تعلیم او تدریس لپاره نوې لارې رامنځته کول. دوی په دې باور وو چې ژبپوهان باید ژبني سیسټمونه په عملي او ورځني ژوند کې وڅېړي او د ژبې د تدریس او زده کړې لپاره نوي مفاهیم وړاندې کړي.
د پراګ ژبپوهنیز مکتب اغېز په شلمې پېړۍ کې د ژبپوهنې په مختلفو برخو کې پراخ و. د دې مکتب نظریې په ځانګړې توګه په فونولوژي، چارواله ژبپوهنه او د ژبې د ټولنیز او ادبي چار په اړه نوې لارې چارې وړاندې کړې. د دې مکتب غړو په ژبه کې د فونیمونو او د هغوی د اړیکو تحلیل لپاره نوي مفاهیم او میتودونه رامنځته کړل، چې په ژبپوهنه کې یې لوی بدلونونه راوستل.
د پراګ مکتب د اوج دوره له ۱۹۲۶ نه تر دویمې نړیوالې جکړې پورې وه. دې مکتب د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال او وروسته هم خپل فعالیتونه ته دوام ورکړ. که څه هم ځینې غړي یې مهاجر شول یا د جګړې له امله د خپلو څیړنو څخه لاس واخیست، خو د دوی نظریات او څېړنې په راتلونکو نسلونو کې ژوندۍ پاتې شوې.د ۱۹۹۲ په نومبر کې د کمونیستي نظام له پرځېدو درې کاله وروسته د پراګ کړۍ بیرته د ځينو پوهانو لکه پیټر سیګل او اواهایي له لوري ژوندۍ شوه.
پـایـــله
پراګ مکتب په فونولوژيکو څیړنو کې مخکښ و. دوی د فونیم په مفکوره ډېر ټینګار کاوه، چې د ژبې ترټولو کوچنی مانا لرونکی غږ دی. په دې اړه د تروبیتسکوي او جاکوبسن نظریې خورا مهمې وې. پراګ مکتب چاروالې ژبپوهنې ته زیاته پاملرنه کوله. دوی باور درلود چې د ژبې په رغښت کې هر عنصر ځانګړې دندې او موخې لري. د پراګ مکتب له نظره ژبه د پوهاوي را پوهاوي ټولنیزه دنده یا چار تر سروي. دا چار کله په مستقیمه بڼه او کله د ادبي ژبې په بڼه وي. ژبه په خپله یو نقش لوبوي او په ژبه کې دننه ټول توکي هم بېلابېل نقشونه لوبوي او د نقش دا سستم له غږپوهنې تر مانا پوهنې په ټوله ژبه حاکم دی. غږ په مورفیم، مورفیم په کلمه، کلمه په غونډ او غونډ په جمله کې او جمله د پوهاوي راپوهاوي دنده تر سروي. پراګ مکتب په ټوله کې د ژبې ادبي نقش ته ډېره توجه وکړه. په پراګ مکتب کې رغښتوالي ژبپوهنې ته هم ډېر پام وشو او د ژبنیو عنصرو تر منځ خپلمنځي اړیکې یې مهمې وګڼلې. دوی دا سیستم د فونولوژي، مورفولوژي، نحوې، او وییونو په برخو کې پلی کاوه.
ماخذونه
۱ـ سلامزوی، عبدالحق، (۱۴۰۱ل)، چاروال ګرامر ته کتنه، د ماسټرۍ تېزیس، کابل پوهنتون.
۲ـ حمیدزۍ، دوکتور راحله، (۱۴۰۲ل)، نظریه های زبانشناسی، لومړی چاپ، سمون خپرنځي: کابل.
۳ـ ښکلی، پوهنوال دوکتور اجمل، (۱۳۹۹ل)، د وینا ژبپوهنه، دانش خپرنځي: کابل.