پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه ۳ کلونو کې افغانستان سره ۷ میلیارده ډالره بشري مرسته شوې

په ۳ کلونو کې افغانستان سره ۷ میلیارده ډالره بشري مرسته شوې

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۵ مه) یوې امریکایي ادارې سیګار په خپل نوي راپور کې لیکلي چې نړۍوالې ټولنې په کابو تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره د اوو مېلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

د سیګار په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې له قوله لیکلي چې د دغو مرستو له ډلې ۲٫۹ مېلیارد ډالره یې امریکا متحدو ایالتونو کړي چې بشري او پرمختیايي مرستو کې شاملېږي.

 په راپور کې راغلي:«ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال زېږدیز کال کې د بشري فعالیتونو د مالي لګښت لپاره د درې مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه. امریکا تر ټولو لویه بسپنه ورکوونکې ده چې، سږکال یې نږدې ۲۳۲مېلیون ډالره مرسته کړې ده.»

طالبانو د دغې مرستې په اړه په مشخص ډول ځه نه دی ویلي، خو د اقتصاد وزارت لپاره یې مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې مرستې مهمې ګڼي او تمه لري چې پر زېربنانیي برخو هم پانګونې وشي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان بیا ادعا کوي، چې د بشري مرستو په نوم امریکا او متحدین یې د طالبانو رژیم د مالي لاسنیوي لپاره افغانستان ته پیسې استوي، خو طالبان او امریکا دا خبره ردوي او وایي له دغو مرستو طالبان نه برخمن کیږي او دا بشري چارو ته ځانګړي دي.

1 COMMENT

  1. کفارو مرسته وکړئ چې مونږه د جوماتونو د جوړولو، د دویم واده کولو، د حج ته تللو، د مدرسو د جوړولو دپاره چنده غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب