پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د ګرمۍ ترڅنګ د چاپېریال ککړتیا اوج ته رسېدلې

په کابل کې د ګرمۍ ترڅنګ د چاپېریال ککړتیا اوج ته رسېدلې

خبریال: داودجبارخیل

(دوشنبه، د اسد ۱۵ مه) په داسې حال کې چې د دوبي په موسم کې د تودوخې درجه لوړیږي، د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوا د ککړتیا ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

 د پلازمېنې اوسېدونکي د ککړتیا له زیاتوالي او له امله یې د تنفسي ناروغیو له ډېروالي شکایت کوي. د زړو موټرو ترڅنګ د فوسیلي سونګ او حرارتي بریښنا کارول د کابل د هوا د ککړتیا اصلي عوامل بلل کیږي.

د کابل اوسېدونکی اسلم جان وايي:«په وروستیو ورځو کې د هوا ککړتیا ډېره شوې ده. اصلي لامل یې د زړو موټرو لوی شمیر دی چې په ښار کې ګرځي.»

نوید رحیمي، چې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی هم په دې باور دی چې د ښاریانو له خوا د ټیټ کیفیت سون توکو او حرارتي برېښنا کارولو د هوا ککړتیا لا پسې زیاته کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولانو هم اعلان کړی چې له ترافیک پولیسو او کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا کچه راټیټوي.

د دې ادارې مشر طوفان جبران وايي: «ترافيک پوليس په منظم ډول خپلې پوستې څاري او هغه موټرو معلوموي چې ککړتیا خپروي او د دې ترڅنګ د هغو خاوندانو ته خبرداری ورکوي.

خو د چاپېریال ساتنې کارپوهان په دې باور دي چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید نور جدي اقدامات وشي. د شنې فضا زیاتول، د لویو فابریکو کنټرول او د ښار په شاوخوا کې د شنه کمربند بیا ژوندی کول د دوی له وړاندیزونو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب