یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهګریفیتس: په دوحه کې به له طالبانو سره نړیوال تعامل په ګوته...

ګریفیتس: په دوحه کې به له طالبانو سره نړیوال تعامل په ګوته شي

تاند (پنجشنبه، د جولای ۱۷ مه) د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال “مارتین ګریفیتس وايي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، خو له دې سره سره په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

ده زیاته کړه: “زه فکر کوم چې موږ له طالبانو سره د خبرو اترو ځینې فرصتونه له لاسه ورکړي دي.”

ګریفیتس په دوام کې وویل: «هیله لرم چې د دوحې غونډه چې په څو اونیو کې جوړیږي، د بین الافغاني خبرو اجنډا روښانه کړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه:«ما ټول عمر په افغانستان کې کار کړی او هغه مهال مو هیلې درلودې، په حقیقت کې له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه مو لیکلي ژمنې کړې وې او دا هیلې اوس له منځه تللې دي.»

له بلې خوا د طالبانو د حکومت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د دوحې د دریمې ناستې په اړه له څه ویلو پرته ویلي، اسلامي امارت چې له نړۍ سره کومې ژمنې کړې وې، هغه یې عملي کړي دي.

مجاهد زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت په خپلو ژمنو عمل کوي او هیڅ سرغړونه نه کوي، خو ملګري ملتونه او هیوادونه باید پر افغانستان فشار رانه وړي او د افغانانو په ارزښتونو او عقایدو کې لاسوهنه ونه کړي.

مجاهد تر دې وړاندې ویلي و چې د طالبانو حکومت د دوحې د درېیمې ناستې له اجنډا خبر دی او په دې غور کوي چې په دې ناسته کې ګډون وکړي او که ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب