یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد کانکور د لومړي پړاو ازموینه واخیستل شوه

د کانکور د لومړي پړاو ازموینه واخیستل شوه

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۷ مه) د افغانستان د ازموینو ملي اداره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کانکور ازموینو د لومړي پړاو د پیل خبر ورکوي.

دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور د لومړۍ دورې ازموینه نن پنجشنبه پیل شوه.

په لومړي پړاو کې به د لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، زابل، بامیان، سمنګان، نورستان، بادغیس، هرات، غور، میدان وردګ او کونړ ولایتونو له زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شي.

د ازموینو ملي کمېټې له دې وړاندې اعلان کړی و چې د هېواد په کچه به د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي. دوهمه مرحله چې د کابل او د هغې د ولسوالیو زده کوونکي به پکې برخه ولري، د سرطان په لومړي او دوهمه (د جون په ۲۱مه او ۲۲مه) نېټه ټاکل شوې ده.

د دې ازموينې درېيم پړاو چې د سرطان په ۷ او ۸ مه (د جون په ٢٧مه او ٢٨مه) ټاکل شوى، د تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب، اروزګان، بغلان، دايکنډي او بدخشان ولايتونو له زده کوونکو څخه اخيستل کېږي.

د کانکور څلورم پړاو ازموينه د سرطان په ۱۴، ۱۵ او ۱۶ (د جولای په ٤مه، پنځمه او شپږمه) په پام کې نیول شوې، چې په کې به د ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو زده کوونکي ګډون وکړي.

د دې ازموينې پنځم پړاو چې له هېواده بهر زده کوونکو ته ځانګړې شوې او هغه کسان چې مخکیني پړاوونه يې له لاسه ورکړي، د جولای په ١٢مه به ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې په دوهم ځل د کانکور ازموينه د ښځينه محصلانو له ګډون پرته اخيستل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دا دوهم پرله پسې کال دی چې نجونې د کانکو په ازموینه کې له ګډونه منع شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب