تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۷ مه) د روسیې ولسمشرولادمیر پوتین پرون (چهارشنبې) وویل، روسیه باید په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړيکي عادي کړي.
د انترفاکس خبري آژانس له راپور سره سم، پوتین په سینت پترزبورګ ښار کې خبریالانو ته وویل، ضروري ده چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې شي.
ده په عین حال کې وویل چې په مجموع کې روسیه د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې ده او غواړي چې تعامل پراح کړي.
پوتین دا څرګندونې د یوه ازبکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د پوتین په وینا له یوه ګاونډي سره په تیره بیا د ازبکستان لپاره چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، پکارده چې له هغوی سره یو ډول اړیکي ولري او په دې توګه د امنیت او لوژیستیکي انتقالاتو پراختیا یقیني شي.
د روسیې ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوی د سنت پترزبورګ په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللی دی.
تیره اوونۍ د پوتین په شمول د دې هیواد یو شمیرجګپوړو چارواکو وویل چې روسیه په دې غور کوي چې د طالبانو نوم د تروریستي سازمانونو له لسته لیرې کړي.
روسیې په ۲۰۰۳ م کال کې طالبان په دغه فهرست کې شامل کړي دي.