جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد بلغاریا پولیس وايي، ۱۱ افغان کډوال یې نیولي

د بلغاریا پولیس وايي، ۱۱ افغان کډوال یې نیولي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۷ مه) بلغاریايي رسنیو ویلي  چې د دغه هیواد پولیسو ۱۱ افغان کډوال په (ویلکو ترنوو) ولایت کې نیولي دي.

د «BTA» د راپور له مخې، ټاکل شوې چې دا کسان د کډوالو د استوګنې مرکزونو ته انتقال شي.

د بلغاریا پولیسو د ۱۴۰۱ کال د فبرورۍ په وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد پلازمېنې صوفیې ته څېرمه یې په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندلي او په دې تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې لارۍ کې چې له لرګیو ډک وو، کډوال پټ شوي وو او د اکسیجن د نشتوالي له امله ۱۸ تنو ساه ورکړې ده.

بلغاریا په هغه لاره کې پروت دی چې له منځني ختیځ او افغانستان څخه اروپا ته پناه وړونکې پرې تیریږي.

2 COMMENTS

  1. تر هغو چې، مونږ په ځان ونه رحمېږو او خپلو کړو وړو کې بدلون را نه ولو، نو الله ج دی مونږ حالت نه بدلوئ. تر هغو چې، مونږ هر یوه محاسبه د نفس مو نه وي پیل کړئ، همدا بده ورځ او بدبخته افغان ورسره لاس او ګریوان به وئ.
    زه تر هیچا غوره نه یم او تر ټولو وړاندې زه خپل ځان څخه یې پیل کوم.

  2. پښتانه انسانان دئ، او انسانان د ژوندې پاتې کیدو لپاره رزق او اوبو ته اړتیا لري. او د رزق له خوراک وروسته انسانان چې پښتانه هم په کې شاملیږي طبیعتآ مجبور دي چې، هغه فاضله مواد له بدن څخه اخراج کړئ. لوپره ته د پښتنو له بدن څخه هغه اخراج سوي بویناک مواد یې. او داسې نجس بوین مواد چې، هر اړخ یې تر بل اړخ ډیر نجس ، او د تعفن بوى یې د زغملو وړ ندئ.
    اوس به د پښتنو په منځ کې خپل موقف او ځاې درمعلوم سوي وئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب