Homeخبرونهنړیوال جام: یوګنډا او استرالیا خپل سیالان مات کړل

نړیوال جام: یوګنډا او استرالیا خپل سیالان مات کړل

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۷ مه) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې یوګنډا د پاپونیوګینې لوبډله او استرالیا، عمان ته ماته ورکړه.

یوګنډا په ۳ ویکټونو او ۱۰ توپونو ياپونیوګینې ته ماته ورکړه. او استرالیا بیا په ۳۹ منډو له عمان څخه وګټله.

ټاکل شوې ده چې نن د نامیبیا او سکاټلنډ ټیمونه د افغانستان په وخت د شپې په یوولس نیمېئ بجې مخامخ شي.

خو تر دې وړاندې به نن د پاکستان لوبډله د امریکا په وړاندې د مسابقې میدان ته ووځي.

د دوی سیالي به د افغانستان د شپې په ۸ بجې په دالاس کې پیل شي.

سبا د جون په اوومه په اې ګروپ کې د کاناډا او آیرلنډ لوبډلې مسابقه کوي. او د جون په اتمه لومړۍ مسابقه به په سي ګروپ کې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ وي. دا سیالي به د ویسټ انډیز په پروویدینس کې په ځايي وخت د ماښام په اوومه نیمې او د افغانستان د سهار په ۴ بجې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...