جمعه, جولای 5, 2024
Home+"د خپلواکۍ پريښته ستر ميرويس نيکه" کتاب مخکتنه

“د خپلواکۍ پريښته ستر ميرويس نيکه” کتاب مخکتنه

خان محمد احسانمل

تکړه ليکوال، شاعر، موسيقي‌پوه، تاريخ ليکونکي او ژبپوه لطيف جان بابي د خپلواکۍ پريښته ستر ميرويس نيکه په نوم د هوتکي دوران لنډ تاريخ ليکلی دئ او دا کتاب په (۱۴۰۲ل.) کال د صداقت خپرندويه ټولني له خوا په کندهار کي چاپ سوی دئ.

په کتاب کي د ميرويس نيکه او د ده د کورنۍ د باچاهۍ سلسله ډېر ښه واضح سوې ده. د هغه وخت تر واک لاندي حدود، سيمي، خلک، مخوري څېرې او نور اړوند ټکي پوره تشريح او بيان سوي دي. تاريخي سيمي، نومونه ئې، د هغو وجه تسميه، موقعيت او حدود او نور ئې واضح کړي دي. د هوتکي غورځنګ د دوران ټول مخور او مشران اشخاص ئې راپېژندلي؛ چي دا کتاب د دې غورځنګ په معرفۍ کي بې‌ساری رول لوبولای سي.

په بله اصطلاح داسي هم ويلای سو، چي دا کتاب د نورو تاريخونو پر خلاف يواځي تر تاريخي پېښو او نېټو پوري محدود نه دئ، بلکي ليکوال کوښښ کړی، چي د دې تاريخ سره اړه لرونکی هر ټکی واضح کړي، تر څو لوستونکو ته د مطالعې پر مهال هيڅ سوال پيدا نه سي او موضوع بشپړه او هر اړخيزه ورته روښانه سي.

د مثال په ډول که موږ په دې تاريخ کي يو پېښه لولو، نو د دې پېښي سره اړه لرونکي ټول مواد بشپړ تشريح کيږي. دا ويل کيږي، چي دا پېښه چيري سوې ده. چا پېښه کړې ده، د چا سره سوې ده، کومي پايلي ئې درلودلي دي، د کومو عواملو پر اساس پېښه سوې ده او نور. تر دې برعلاوه د پېښي د ځای تشريح، د هغه موقعيت، وجه تسميه او نور واضح کيږي. د پېښي شخص، د هغه شخصيت، فکر، فرهنګي خوا؛ لکه د هغه شعر او نور فعاليتونه بيانيږي.

دا کتاب د هوتکي غورځنګ، د دې کورنۍ باچاهي دوران د معرفۍ او پېژندني په اړه بشپړ معلومات لري او په مطالعې سره ئې ډېر څه لاس ته راوړل کيږي. زه ليکوال ته د کاميابۍ دعا کوم او هيله لرم، چي د داسي تاريخي سندونو د کښلو لا ګړندۍ هڅي وکړي.

کتاب لطيف جان بابي د خپل ليکنيز سبک پر اساس ليکلی دئ.

که څه هم د کتاب نوم ستر ميرويس نيکه ته ځانګړی سوی دئ، خو په ټول کتاب کي ئې څلور پنځه صفحې معلومات راغلي. نور نو ټوله کتاب د هوتکي دورې د ميرويس نيکه له وخت څخه نيولې بيا د دې تر پايه پوري ټول تاريخ په مختصر شکل راوړل سوی دئ. د کتاب له پاره چي د ستر ميرويس نيکه د نامه پر ځای هوتکي دوران، يا دې ته ورته بل نوم ورکول سوی وای؛ د کتاب د محتوياتو سره ښه راتلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب