دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا وروستیو مجازاتو ته د ملګرو ملتونو توند غبرګون

د طالبانو لخوا وروستیو مجازاتو ته د ملګرو ملتونو توند غبرګون

تاند (پنچشنبه، د جوزا ۱۷ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت( یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د دغه نړیوال سازمان ځانګړي راپور جوړونکي د طالبانو لخوا د « شرعي حدودو» د تطبیق په نوم وروستیو مجازاتو ته توند غبرګون ښودلی.

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې خبر ورکړی چې یوازې سرپل ولایت کې یې تر ۶۰ زیات کسان د یو شمېر تورونو له مخې په درو وهلي او نورې سزاوې یې ورکړي.

دوی دا کسان په بېلابېلو اخلاقي او نورو جرمونو تورن کړي، خو تورن شویو کسانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو قضایي سیستم تر ډېره نیوکو سره مخ دی او پکې د غیر مسلکي او سلیقوي چلند ادعاوې کیږي، خو دوی دا تورونه ردوي.

پر طالبانو دا نیوکې داسې مهال شوي، چې دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه کیدونکې ده او طالبان هم په ډېر ګومان خپل پلاوی ور استوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د دغه هېواد په تړاو د نړیوالو غونډو یوه مهمه موضوع ده او طالبان پکې تل نیوکو سره مخ کیږي.

1 COMMENT

  1. دشرعی سزا ګانو په تطبیق نیوکی کول د کفارو کار دی او دی خبرو ته باد ورکول د منافقینو کار دی دواړو ډلو سره الله تعالی ج د جهنم وعده کړی د الله د حکم نه عملی کونکی ته الله ظالم فاسق او کافر ویلی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب