Home+قطع، قطعه | زهير سپېڅلی

قطع، قطعه | زهير سپېڅلی

قطع صفت دی او قطعه نوم دی.  دواړه دوه ـ دوه سېلابونه لري. په شکل کي د کوچنۍ (ه) په زياتولو او کمولو له يو و بله فرق کوي.
د قطعه جمع  قطعې او قطعات دي.
قطع: غوڅ، پرې، جلا.
برېښنا قطع شوه.
خبري دي قطع- قطع کېږي.
دا خبري همدلته قطع کړئ!
قطعه: توکړه، ټوک، د ځمکي ټوټه. په عروضي نظمونو کي يو فورم هم دی، چي پښتو کي پاړکی بلل کېږي.
قطعه هغه دوه بيتونه دي، چي د لومړي او دويم بيت دويمه- دويمه مسره سره هم قافيه وي.
اندېښنه که پر غره کښېږدې
غر به هم لکه وېښته کا
خوار سړی ملامت نه دی
که په غم کي ځان اوبه کا
خوشحال بابا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...