دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد جرمني صدراعظم د یوه پولیس له وژل کېدو وروسته تر فشار...

د جرمني صدراعظم د یوه پولیس له وژل کېدو وروسته تر فشار لاندې دی

تاند (پنچشنبه، د جوزا ۱۷ مه) په جرمني کې د یوه افغان کډوال له لوري د یوه پولیس تر وژل کېدو وروسته د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې هغه افغانان او سوریان به له خپلې خاورې وباسي چې جرمونه یې کړي دي.

د یوه ۲۵ کلن افغان له خوا د پولیس افسر بې رحمانه وژنې د جرمني پر صدراعظم اولاف شولز یو وار بیا فشار راوړی چې د مهاجرت په اړه سخت دریځ خپل کړي. دا فشارونه په داسي حال کې دي چې د اروپا انتخابات راروان دي او ښي اړخي هڅه کوي چې د مهاجرت له موضوع د ځان په ګټه استفاده وکړي.

تمه کیږي چې صدراعظم شولتز نن (پنجشنبه) د پارلمان غړو ته د وینا په ترڅ کې د پولیس وژل کېدو او د دې پېښې د اغیز په اړه خبرې وکړي.

احتمال شته چې صدراعظم د هغو کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړي چې د پناه غوښتنې یې رد شوي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې جنایي جرمونه یې کړي دي.

“ما ته څرګنده ده چې هغه خلک چې د جرمني امنیت ته ګواښ پېښوي باید ژر تر ژره وشړل شي.»

 د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر چې د شولز د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) سیاستواله ده، روانه اوونۍ وویل: “له همدې امله موږ هره ممکنه هڅه کوو چې سوریې او افغانستان دواړو ته د مجرمانو او خطرناکو کسانو د ایستلو لارې چارې ولټوو.”

دا لومړی ځل نه دی چې د جرمني د SPD په مشرۍ ایتلافي حکومت د مهاجرت په اړه د سخت دریځ ژمنه کړې ده. د دې کال په پیل کې، واکمن ایتلاف – چې له SPD، زرغون او آزاد دیموکراتیک ګوند (FDP) څخه جوړ دی – یو قانون تصویب کړ چې موخه یې د چارواکو لپاره د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو اسانه کول دي چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي.

خو په عمل کې د کډوالو ایستل، حتی د هغو کسانو چې په جدي جرمونو محکوم شوي، ستونزمن دي. جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واک ته د رسېدو وروسته افغانستان ته د اخراج لړۍ بنده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب