دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر ایران او جواد ظریف د ګلبدین حکمتیار توندې نیوکې

پر ایران او جواد ظریف د ګلبدین حکمتیار توندې نیوکې

تاند (پنچشنبه، د جوزا ۱۷ مه) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ایران د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جواد ظریف هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې ویلي د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته امریکا په افغانستان کې د « ښو طالبانو» د واک ته رسولو پلان درلود.

حکمتیار د هغه د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ظریف ښکاره دروغ ویلي.

ظریف نه دي په ډاګه کړي، چې د « ښو طالبانو» له اصطلاح څخه یې هدف څوک دي؟

ایران کې یو شمېر ډلې او افغانستان کې نفوذي ډلې یې چې تر ډېره د افغانستان موضوعاتو ته د قومي فاشیزم له عینکو ګوري، وخت پر وخت له داسې څرګندونو سره هڅه کوي چې د پرځیدلي جمهوري نظام اډانه پښتون محوره او د نورو قومونو خلاف تبلیغ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط ووروسته په بن کې د جوړې شوې غونډې پر مهال د افغانستان واګې تر ډېره شمال ټلوالې او نورو پخوانیو جنګسالارانو ته چې پښتنو سره یې څرګنده دښمني لرله، وسپارل شوې.

ګلبدین حکمتیار د جواد ظریف غبرګون کې ایران تورن کړی، چې د ده په ټکیو، « د افغانستان په اشغال» کې یې امریکا او ناټو سره ښکاره ملګرتیا کړې او مهمه ونډه یې لرله.

هغه له دغه هېواده د خپل شړل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

حکمتیار ظاهراً د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته په دې خاطر وشړل شو، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل مخالفت یې کړی و.

هغه وروسته بیرته ایران سره ښې اړیکې جوړې کړې او تر اوسه یې وخت په وخت د ایران دیپلوماتانو سره لیدنې کتنې او د مشکوکو اړیکو ادعاوې کیږي.

تازه، ایران ته د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د موسس روح الله خمیني د زوکړې د ورځې په مناسبت مراسمو ته د حکمتیار زوم او د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی همایون جریر هم ورغلی.

ویل کیږي چې دغو مراسمو ته خپله حکمتیار د تلو پلان درلود، خو کابل کې واکمنو طالب چارواکو یې مخنیوی کړی.

7 COMMENTS

  1. د افغان ملت ستر قاتل او د پنجابی پاکستان ستر جاسوس ګلبدین د ملت تباهی لپاره هری ډلی سره یو ځای کیږی دا ستر قاتل او د افغان ملت دوښمن د قاتلو کمونیستانو سره ګډ وو اواوس د پنجابیو قادیانیو سره ګډا کوی که دا ملی خائین کوم غیرتی افغان له مینځه یووړو نو دا غیرتی افغان د ستر انعام مستحق دی !!!!!!

    • لعنت پر ھغه چا چې پوھېږي حقيقت ډاسې نده ولې دروغ وايې ستاسو غوندې په زړه پمن او د اشغالګرو ډول ته نڅارګر د ملي ګټو خرڅوونکي د سويت يونين او امريکائې يرغلګرو په خپو کي پريوتې خائينين لا تر او سه د کي جي بي او سې ای اې پر ناوړه تبليغاتو شخوند وھي تر څو رښتيا په بډه ووھي ستا په شان کس اخلاقي مهيار دومره سپک او پريوتی دی دا چې د سياسي رقيب په وړاندې کرکه او سپکاوئ ورته څه باک نه ښکاري! داسي په جھالت او ليونتوب کي نشه او غرق دی چې نور د حق او ناحق د ښه او بد تر منځ د فرق قضاوت دي پوره سلب شوی دئ په غرض او مرض ککړ له اخلاقي پلوه سپېره مفاد پرسته افراد ھر وخت له حکمت يار سره د سياسي رقابت او دښمنې له وجي د حکمت يار حق خبرو ته غير انسانې غبرګون ښيې• له مؤمنو او وطن دوستو اشخاصو سره د دوئ د لوړو مقاصدو په نظر کي نيولو سره تل يي د جامعې رښتنې او صالح خلګ عزت او درناوی کوي خو د ټيټ او ذليل شخصيت درلودونکې خلګ او مفسدين يي د داسي صفاتو په لرلو ورسره مخالفت او تعصب ته ملا تړی•

    • ليکوال: علي خان ———————- تاند نيټ

      حکمت يار دريځ د ايران د مخکني وزير خاجه جواد ظريف په وړاندي! او د يو کس دوکتور غروال خان غبرګون حکمت يار ته!
      زه راقم الحروف غروال خان ته سپارښتنې او څو تاريخي يادونې لرم:

      غروال خان چې خپل ځان دوکتور معرفي کوي وايې:
      ○ حکمت يار د پاکستان جاسوس ,قاتل او ھري ډلې سره د خلګو د وژلو لپاره يو ځائ کيږي
      ○ که څوک يې ووژني ھغه د ستر انعام مستحق دی•

      لمړی – د غروال خان له خبرو داسي معلوميګي چې د دوکتور تر روستاړي لاندې يې د افغانستان تاريخ او روانو سياسي حالاتو په اړه د علم او پوھې برخه يې ډيره کمه برېښي•

      د حيراني خبره داده چې د حکمت يار خبره او دريځ د ايراني پخواني وزير په وړاندې چې وئيلې دي: جواد ظريف دروغ وايې کوشش يې کړي چې پخوانې حکومتونه د قوم پر بنياد پښتون شموله وګڼي حال داچې د نورو قومونو ونډه د بن له جوړښت سره ,خورا غوښينه وه مھم وزارتونه ( بھرنئ, کورنئ , دفاع, ملي امنيت) او داسي ګڼ شمير نور يې د دوئ په اختيار کي ؤ حکمت يار په اصل کي ملي ګټو ته په کتو سره د جواد ظريف خبرې غندلې دي ولې عجيبه ده ! چې غروال خان ته د حکمت يار نيوکه سخته بريښي په ځائ د دې چې دا ډول يو رغنده دريځ سم او پر ځائ وګڼي برعکس يې کولمو درد اخستئ پر ځائ د دي چې پر جواد ظريف خپله غوسه خالي کړي حکمت يار يې ننګولئ دئ •
      د يادوني وړ يې ګڼم دا چې د حکمت يار نوم د سويت يونين په تور ليست کي ؤ او ورپسې د امريکا په تور ليست کي بيا تر نن پوري شتون لري, شاغلي غروال خان ته دا ھم ور يادووم چې امريکا وړاندې له دې چې پر افغانستان بزدلانه حمله وکړي کوشش وکړ تر څو د حکمت يار ملګرتيا تر لاسه کړي خو بريالې نشول ځکه چې د حکمت يار ځواب او پريکړه بې ځنډه وه داسي چې د امريکا په افغانستان د حملې په صورت کي به له جھاده پرته بله لاره نه وي او ھغوئ ته يې مشوره داوه : په افغانستان له حملې ډډه وکړئ تاسو (امريکا ) ھغه تيروتنه مه تکراروئ کومه چې اتحاد جماھير شوروي وکړه•

      دوھم – حکمت يار د سويت يونين او نيټو د امريکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان د يرغل او ھيوادوالو د وژنو په خلاف د جھاد او مبارزي په ډګر کي له ھر چانه زياته مخينه لري په دا ډول اوږده مبارزه او جھاد کي سويت يونين فوځونو او داخلي ملګرو يې قابو يو نيم مليونه بي ګناه افغانان ووژل ورپسې د روس په نا تمام جنګ کي د امريکا په مشري کم له کمه زمونږ د يو مليون وګړو په وژلو سره د وطن ټوله خاوره په وينو لمده کړه خو په ډير تأسف سره غروال خان ته د امريکائې بړيڅو ناورين او وژنې په نظر نه ورځي او نه يې کولمې درد کوي خو د حکمتيار پر اصولي موقف د جواد په وړاندې يې سترګې له اوښکو ډکې دي, سوال دا دی چې ولي?!•

      دريم- پاکستان د امريکا له اتحادې ملکونو نه يوازنئ ھيواد ؤ چې د امريکائې عسکرو په افغانستان له بوټونو ايښودلو مخکي يې د دوئ جنګې ډرونو او الوتکو ته اجازه ورکړه تر څو د افغانستان لويښت, لويښت ځمکه بمبارد او ھستوګن يې ووژني, ټولې وسلې او مھمات له کراچۍ بندر څخه خواجه رواش او بګرام ته رسيدل, په ھيواد کي ټول ګوندونه د يرغلګرو په خوا کي زموږ د ځوريدلي ملت په وړاندې ودريدل , د دوئ(يرغلګرو) خدمت ته يې ملاوې وتړلې, د ډالرو په بدله کي د خپل قوم او وروڼو په خلاف وجنګيدل ! ولي بل خوا حکمت يار په غرونو کي د غيرتي غروالو وطنوالو لخوا ساتل کيده, سره له ھغه څو مليونې جائزي , ھيڅ يو غيرتي افغان حاضر نشو چې دومره بې ننګي وکړي او حکمت يار لکه صدام حسين د پيسو په بدله کي امريکا ته وسپاري عراقيان د صدام حسين په ساتلو کي داسي پاتي راغلل چي ھغه يې د دوو مياشتو لپاره ھم ونشوای ساتلای , سلام پر ھغو غيرتي افغانانو چې د غيرت , ننګ او ازادي بيرغ يې د خپلو وينو په بدله کي د تل لپاره رپانده ساتلي دی•

      څلورم – روسي ستر جنرال مايوروف په خپل کتاب کي ليکي: زموږ ملا حکمت يار را ماته کړه, مونږ تر ھر چا زيات د ھغه د وژلو کوشش وکړو•
      د امريکا ځانګړي استازی ” فيلډ من ” د خپلي مرکي په محال د ژورنالست د سوال په ځواب کي وايې: طالبان متلاشي شوي ؤ, ھغوئ په ټول افغانستان کي ځای نه درلود افغانانو د څو ډالرو لپاره موږ ته د طالب مشرانو د ځايونو په ګوته کول, د حکمت يار شرارت په کنړ کي طالبان بيرته را ژوندې کړل•
      نطاق?:
      تاسو د طالبانو نظام نسکور کړ خو څنګه کيدلای شي چې تاسو د حکمت يار له مھاره عاجز شۍ?
      فيلډ من: حکمت يار د جنګ لپاره داسي ځائ وټاکه چې له يوې خوا د پټيدو لپاره لوی غرونه او ځنګلونه درلودل او له بل پلوه د ھغه نفوذ په کنړ کي د مقاومت سبب شو د ھمدغه لپاره په افغانستان کي لمړی د ډرون عمليات مونږ په ھغه “حکمت يار” تر سره کړل خو نتجه يې ورنکړه•
      اوس که غروال خان حالات د غير عادلانه سياسي تعصب د عقدي او تنګ نظري له عينکو ونه ګوري , ازاد او منصفانه قضاوت وکړي چې څوک جاسوس دی او څوک وطن ته ژمن, د خلګو خادم او غازي?!•
      پنځم- د شوروي اشغال نه نيولې بيا تر امريکائې اشغال پوري ډيرو مفسدو اشغالګرو لاس پوڅو د حکمت يار د وژلو ذھني او فيزيکي ھڅه او تمنا درلوده, ببرک خان, جنرال نجيب خان, رباني خان, مسعود خان او نورو… ليکن وليدل شول چې څوک په حقيقت کي په سياسي زوال او فيزيکي مرګ محکوم شول?!
      دي ته په پام سره چې د مرګ او ژوند فيصله او وخت د لوی څښتن ج په اختيار کي دئ نه د بل چا?•

      دې ته ھم بايد پام وشي چې د يو دوکتور لخوا د يو کس د مرګ غوښتنهاو وژل د بل کس پلاس باندې او بيا قاتل ته انعام ورکولو خبره به ھغه څوک کوي چې اصلا” په سينه کي زړه ونلري, ولي په ډاډ سره دا ھم ويلای شم چې دا ډول بې غيرته افغان کوم چې ته (غروال) يې لټوي, په ټول افغانستان کي پيدا نشي چې دا ډول د جنايت پېټئ پر سر واخلي , خو که په تا سو کي خپله څه غيرت پاتي وي نو ځان دي مه سپموه, لنډه داچې داسې خبري حتما” د يو سپېره او پمن زړه زيږنده کيدای شي, نه د يو سالم او مؤمن زړه! اصلا” دا ډول خبري د يو دوکتور د اخلاقي معيار او طبي قاموس سره په ټکر کي دي, ھغه به کوم او څنګه دوکتور وي چې داسي يو منحوس عمل ته زړه شه کوي داسي يو دوکتور چې په انسانيت او انساني اصولو کورټ باور نلري, نپوھيږم چې ستا غوندي دوکتور به په خپلو کړنو سره څومره کورنۍ(شځې او ماښومان) د غم په ټغر کينولې وي, په دری کي متل دی وايې: طبيب نادان قاصد عزرائيل است•

      دې ټولو شواھدو ته په کتو سره څوک به دومره کم عقل وي چې د امريکا غوندي سوپر پاور ته سر ټيټ نکړي ولي بل خوا د امريکا او انکليس تر اختيار لاندې ھيواد پاکستان ته به سر ټيټوي?, پاکستان بيا د کوم فصل مولۍ ده چې حکمت يار به ورته سر ټيټ کړي ? عقل ھم د خدای ج لوی نعمت دئ چاته يې چی پېرزو کړي!•

      غروال او غروال ډوله کسانو ته مشوره : کوشش وکړۍ نور د کي جي بي او سيا پر زنګ وھلو تبليغاتو (پروپاګند) باندې له شخوند وھلو ډډه وکړۍ ځکه چې دا ډول بې خونده مسلسل شخوند وھل د وطن په ګټه نه ده , وطن ته ژمن هيوادوال دا ډول چرنديات نور نه مني•
      درنښت
      علي خان

  2. علی خانه ، د تاسی نوم افغانی ندی د علی خان نوم د پنجابی پاکستان مذب ذبو پنجابی پښتنو نوم دی دا مذب ذبه دوه مخه پښتانه هم پنجابیانو سره ګډا کوی او هم د رښتینو افغانی پښتنو سره نو دداسی کچه پښتنو سره بحث کول ضایع د وخت دی چی باالخصوص د پنجابیانو معلومداره تربیه شوی غلام حکمتیار واقعیت کښی د قاتلیار دفاع کوی !!!!
    افغانستان کښی د افغان ملت تباهی تهداب د لیونی داؤد خان کمونیستی خائینی کودتا ( د شوروی اتحاد ستر جاسوس حسن شرق اصلی ددی خائینی کودتا مسؤل دی ) را پدی خوا افغان ملت تباه کیږی او هم د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان اوس د افغانانو بادار او د خپلو غلامانو محکمه دفاع کوی!!!!!

    • ډوزماره غروال خانه!
      له خبرو دي په ډاګه معلوميږي چې له يوي استثنا پرته ھغه دا چې شکر او لکۍ نه لري نور تيار, شين غويی يې!!!

      • پنجابیه علی خانه د تاسی پنجابۍ چټلی د ځناور څخه هم زیاته دی ځکه د مغز هم خراب شوی دی او لدی کبله د پنجابیو غلام او ستر قاتل قاتلیار ( حکمتیار) دفاع کوی !!!

  3. علی خان، زه د غروال صاحب دفاع نکوم خو حقیقت پټول هم له ولس سره خیانت ګنړم. تاسو حکمتيار ته براعت نسئ ورکولى ځکه له هیواد او ملت سره د جفا په تړاو کوم اعمال او أفعال چې، هغه تر په هیڅ ډول د توجیه وړ ندئ.
    مولوي خالص د کابل د ارګ په سر
    د خونړیو جګړو په وخت کې له بی بي سي سره په مرکه کې ګلبدین داسې تشریح کوئ: “حکمتيار مثال دی اور پرتوګ دي، نه یې اغوستي سئ او نه یې هم غورځوي سئ. که یې اغوندي د سړي کونه سوځوي او که غورخوي یې نو سړي پرې شرمېږئ”. تاسو د عقل یادونه کړي، زه هم له تا سره موافق یم او دا دعا کوم چې، الله ج دي له انسان څخه هر څه واخلي پرته له دریو شیانو څخه:
    ١- ایمان
    ٢- حیا او غیرت
    ٣-عقل
    که دا دري واړه شیان په کمونسټانو، په پاکستان او ایران کې جوړ شویو جهادې تنظیمونو جمع ټرلیب درلودئ نو نه به دا هیواد ړنګیدو او نه به هم په میلیونونو انسانانو ککرۍ دی خاورو لاندې کیدئ. د کابل د جګړو په وخت دی یو خزي آه او فریاد چې، د مسعود او ګلبدین د راکټونو یې ټوله کورني په شهادت رسیدلي وو او یوه ټپې یا زخمي دوه کلنه لمسۍ یې غیږه کې وو اوس هم په غوږو کې انګازې کوئ. هغې ویل ” او خدای جان روس ها بیار که ما را ازاین کافران نجات بدهد”. زه په خپله د دغې صحنې شاهد یم.
    په پاې کې زه درسره موافق یم چې، عقل ، وجدان او جیا ښه شي دئ، خو دا یو هم په تاسو کې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب