دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملابرادر دفتر: د ۴ میلیارده افغانیو پروژې مو منظورې کړې

د ملابرادر دفتر: د ۴ میلیارده افغانیو پروژې مو منظورې کړې

تاند (پنچشنبه، د جوزا ۱۷ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند دفتر د هغه په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون لخوا د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۴پروژو د منظورۍ خبر ورکړی.

د سرچینې له مخې؛ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ له اجنډا سره سم ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.

ویل شوي چې، د تدارکاتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې د یوې پروژې قرارداد بیاځلې آزادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د دوو پروژو قراردادونه بیا په هراړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار د ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د طالبانو د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب