پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

نهه ویشتمه برخه 
د واده بدلې 
د ناوې د ژړا بدلې:

په وردگو كې پېغله د ناويدود په ورځ او كېداى شي چې په ځينو نورو مناسبتونو كې هم ښه پوره ژاړي. ټنگورې په دغسې دودونو كې د ناوې د ژړا له پاره او يا د ژړا د بندولو له پاره بدلې بولي:

مه ژاړه ناوې تا دې خداى نه ژړوي

 (پلاني) د تا ليور دى، په موټر كې به دې وړي

يا: (پلاني) يې په مورگران دى د پسو غوښې به نه دريادوي

*

خورې مه ژاړه مښام (561) دى

(..) دسې ويلي په ما بل واده حرام دى

*

سترګې دې خمارې بڼو دې زنگ نيولى دى

ته چې ډېره ژاړې (…) خو غوږ نيولى دى

*

دغه سرې سترګې دې جرشم خورې ولې ژاړې

كه (…خان) په سر ژوندى وا(562) تا به بيه راولي

*

مه ژاړه ناوې چې شانرۍ(563) به شې

كور دې د ورور دى تې پردئ به شې

مه يې ژړوئ بلايې واخلئ

سبا يې د گډليې ټوك(564) در واخلئ

*

مه يې ژړوئ ببو نندانه ده

مه يې ژړوئ په ورور يې گرانه ده

يا: كه تاسې يې ژړوئ په موږه گرانه ده

*

ژاړه  ژاړه خوري ژاړه چې مخ دى نور و كا(565)

ادكه مور دې نشته چې نن دې وير وكا

*

خورې مه ويه رمباړې

كه ته ويې رمباړې ابه دې واخستې كلدارې(566)

*

په خوړ كې كينه چې سېل دې يوسي

ادكه مور دې نشته چې وېر دې يوسي

يا: ترلې دې نشته چې ناز دې يوسي

*

ناوې غټه غټه ژاړه اوس به دې وړينه

(..) نيلى راوستى كله دې پرېږدينه

ناوې هى كه اسويلى كه

پلار دې نېغ درته وېلاړ دى دغه ستر زړه يې نرى كه

يا: همزولې در ته ناستې د همزولو زړه نرى كه

*

د ناوۍ سترګې مې سرې دي نن يې ډېر ژړلي

دې د (.. خان) سواره په خوب ليدلي(567)

*

لاس دې په تا ترنگو نن د  تا واده دى

يا: لاس دې په تا ترنگو مخ دې خولې نه دى

ژاړې كه نه ژاړې وخت د بېلتانه دى

لاس دې په تا ترنگو مخ دې خولې ديه

مه ژاړه ناوۍ ځاى دې ليرې نه ديه

*

ده تورپيكى دې د لوجروملې په دود ونغاړه

همځولې درته ناستې ښه په ناورين ژاړه

*

د زوم ستاينه:

دا هغه بدلې دي چې ټنګورې يې د ناوې د وړلو په ورځ د خپل زوم په ستاينه كې بولي:

د ناوې سترگې مې سرې بنو يې گرد نيولي

خبره يې كه نه(…) خيالي دې پوښ راوړى

*

د موږ ناوې مه ژاړه پردو ته

(…) خياليگر تلى دى شالو ته

د زوم ترټنه:

 دا بدلې كورواله ښځې د ټنگورو په ځواب كې د زوم په ترټنه كې بولي:

زردالو له زېړه باغه

د مور دې غوټې كولمې پرې كړې په ورو ورو كراره ژاړه

*

د موږ ناوۍ نه ژاړي زومگۍ ژاړي

كميس يې پورګنې(568) سبا يې غواړي

*

ميين برانه ووره چې كرار نه شې

د موږ زومگيه گوره ورخطا نه شې

د ناوې ستاينه:

 دا بدلې ټنگورې د خپلې ناوې په ستايلو كې وايي:

د موږ ناوې د سپينو كوچو جوړه ده

دا د (….خان) په زړګۍ جوړه ده

يا: بېيه يې  د (…) په بېيه (569) جوړه ده

د ناوې ترټنه:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې د ناوې د پلارگنۍ د ځورولو په خاطر د دې په مذمت كې بولي:

د موږ د ناوۍ دوې لوېشتې ځواني ده

ارمان د (…) ډېره خواري ده

*

پوزه دې په نوك نه نيوه كېږي

په مخ كې دې شينكى پټى گروېږي

*

د موږ ناوې كمكۍ ده خوښم نه ده

دا د (پلاني خان) ته زنگنه ده

ناوې تندى دې ورك شه د خالو سره

د موږ پصلونه (570) گرو شول د تخمو سره(571)



[561] – مښام – ماښام – نماز شام.

[562] وا – و

[563] مهمله كلمه.

[564]  ټوك – د ډوډۍ ټوټه

[565]  وكا- وكړئ.

[566]  پخوا به ډېر وردگ ځوانان او حتى پاخه او زاړه خلك د ژمي په وخت كې د كار له پاره (پاكستان) ته تلل او هورې به يې غريبي كوله، له هغه ځايه چې ځينو كسانو د همغه ځاى په پېسو ودونه كول په دې سندره كې ځكه د كلدارې كلمه استعمال شوې ده.

[567] د كوچيانو بدلې:

ناويه زاړه زاړه پرديسۍ به سې

(…) كره څې ورسې، د لېوره د لاس بندۍ به سې

يا: (…) كره څې ورسې، لېونۍ به سې

*

څه سپينه سپوږمۍ ده تروږمۍ به سي

څه د خيال جلكۍ ده، پردېسۍ په سي

يا: د (..) يوه لوركۍ ده، پردېسۍ به سي

*

مه زاړه ناويه د مښام زړا اوبال ده

د تا پلار په كوران لو وړي، د ما كور په تا حرام ده

*

زاړه- زاړه نازكې نازولې

پلار دې په سترگو ړوند سه، د سرو پاندرو مېرمنې يې كړې

*

(پلانيه) تا خو ويل څې لور مې كمه ده

دا كمه لور دې لا په زړه مكمه ده

*

د موږ ناوې بې شرمه موږ ته نه ژاړي

يا: د موږ ناوې مكمه موږ ته نه زاړي

(…) د تيږې شغ سي، نو به ښه زاړي

يا: (…) لغتې وخوري، نو به ښه زاړي

(كوچياني پانگه، ص 91).

[568] – پورګنى – په پوراخستل شوى.

[569] بېيه: ونه – قد- قامت.

[570] پصل – فصل – د زراعتي ځمكو په مانا.

[571] د كوچيانو بدلې:

اوړه به لمدوي بران به اوري

(…) به ته له ډاره اكا بولي

يا (…) به ته له ډاره ادې بولې

*

ناوې كراره كورمه ده خوبونه كي

سبا به د (…) كره كارونه كي

*

ناويه زړه دې څره مردانه ده

(پلانۍ ) دې له اتو بنو گنده ده

*

ولور دې په كروړو- كروړو ټولېږي

جوسه دې د زړې راته ښكارېږي

يا: څرمن دې د زړې راته ښكارېږي

يا: څېره دې د زړې راته ښكارېږي

يا: اورمېږ دې ليونې راته ښكارېږي

*

د موږ د خورۍ څومره دم دمه ده

په دې د (… خان) غاړه اوږده ده.

(كوچيانۍ پانگه، ص 92).

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب