چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+د یوې ښې اړیکې راز | ډاکتر ځواکمن

د یوې ښې اړیکې راز | ډاکتر ځواکمن

(یادونه: کیدای شي د دې لیکنې ځنې ټکي، او نظریې زموږ د ټولنې له ځنو ارزښتونو سره په ټکر کې وي، خو په ټول کې به یې لوستل بې ګټې نه وي.)

نېکمرغه جوړه هم بی نېمګړتیا نه وي، هغوی هم بحث او شخړه کوي، خو د یوه امریکا یي ارواپوه جان ګاتمن په وینا،  یوه ښه اړیکه پر اوو ځانګړنو یا عناصرو تکیه لري:

۱- پوه اوسئ او معلومات ولرئ چې مقابل لورې ته مو څه شی مهم دی.

دا د اړیکو هغه ځانګړنه یا برخه ده چې جان ګاتمن یې د مینې نقشې بولي. یوه ذهني نقشه چې ستاسې د ژوندانه د ملګري یا جوړې د ژوند په هکله دقیق معلومات زیرمه کوي. په نېکمرغه او خوشحاله اړیکه کې یوه جوړه د یو بل له تیرو پیښو خبر وي او په دې پوهیږي چې یو بل ته څه شی ډیر مهم دی او ورته ارزښت لري،  یا څه شی بد ګڼې او نه یې خوښیږي. همدارنګه هغوی یو د بل ارمانونه پیژني.

په ښو مناسباتو او اړیکو کې ټول علایق له ورځني ژوند سره برابریږي او سمون ورکول کیږي.

هغوی پوهیږي چې که مارکیټ یا بازار ته ځي د همغاړي یا جوړې یې څه خوښیږي چې ورته یې وپېري، دارنګه کله یې چې سهار همغاړې له کوره وځي،  پوهیږي چې څه کوي او کومې بوختیاوی لري.

۲-  یو بل ته درناوی ولرئ.

محبت او درناوی د یوی اړیکې ډیر مهم عناصر دي او د هغو پالل هغه څه دي چې جان ګاتمن هغه د اړیکو دوهم عنصر یا ځانګړنه ګڼلې ده. دا خبره ځنو نورو څېړنو هم ثابته کړی ده. د بېلګې په توګه یوه بل امریکایي ارواپوه فران دیکسون د یوې نېکمرغه جوړې په هکله چې له پنځوسو کلونو زیات یې ګډ خوشحاله ژوند لرلی دی وایې چې،  دوی یو بل ته په درناوي او مهربانۍ ټینګار کاوه.

د ساري په توګه جان کاتمن وایې چې، یوی جوړې یا ښځې او میړه په دی بحث کاوه چې څرنګه موټر یا کاډی و پیري، یوه یو ډول خوښاوه او بل، بل ډول. کله چې خبر سخته شوه، شور او شخړې ته ورسیده، نو ناڅاپه ښځې د خپل څلور کلن ماشوم یوه خندوونکې پېښه وکړه او ورسره سم دواړه له خندا شنه شول، د غوسې حالت پای ته ورسید او تاوجنه فضا بدله شوه.

ګاتمن دا ډول هڅه د بیا رغونې له کوښښونو ګڼي چې د شخړې په مخنیوي کې رول لري. هغه په دی باور دی چې د جوړ جاړي لپاره دا ډول هڅې، د جوړو یا همغاړو د (عاطفي ذکاوت) یوه پټه وسیله ده.

۳-  له یو بل سره په اړیکه کې اوسئ

یو بل ته همدا واړه پیغامونه او کمنتونه وراستول دي چې،  د دې سبب کیږي تر څو جوړې له یو بل سره په اړیکه کې پاته شي او یو پر بل تمرکز وکړي.

کله چې میرمن په مغازه کې له خپل همغاړي و پوښتي چې آیا دا یا هغه څیز په کور کې لرو؟ میړه د دی پرځای چې ولي پورته پورته کړي، غوره ده چې ووایې نه پوهیږم،  خو ښه ده چې د خاطرجمۍ او احتیاط لپاره یې وپیرو.
۴- پوه شئ چې مقابل لوري ته مو څه شی مهم دی.

اجازه ورکړئ چې د ژوند شریک یا ملګری مو ستاسی پر تصمیمونو اغیز ولري، که هغه د کوم څه پیرودل، یا د دندې بدلول او داسی نور وي.

داسی ښکاري چې نارینه زیاتره وخت د خپلې میرمنې د  اغیز له منلو سره ستونزه لري اما خپلې همغاړی یا میرمنې ته د درناوی لرلو احساس ورکول اړین بریښي.

داسی یو نظر هم شته چې که کله نارینه د ځواک په ویش کې له خپلې میرمنې سره سختي یا مقاومت کوي، نو د داسی اړیکې د ماتیدلو احتمال څلور ځله زیات دی.

۵- ستونزی په ګډه حل کړئ.

هغه ستونزی چې باید دایمي پاته نه شي او حل شي، د ګاتمن له نظره پنځمه ځانګړنه  یا عنصر ګڼل کیږي. نوموړی  د ځنو ټکو او  تمرینونو یادونه هم کوي، چې په پام کې ونیول شي. له ځنو یې پورته یادونه شوی ده چې څرنګه د تاو تریخوالي مخه ونیول شي.  همدارنګه د یو بل د نیمګړتیاوو په وړاندې د زغم او صبر زده کول هم په دی لړ کې یادولای شو.

۶- د ستونزی اصلي علت یا لامل و مومئ.

دا شپږم رکن یا عنصر په دی معنا دی چې تاسی باید ځان ډاډه او مطمن کړئ چې په ستونزو کې د همیش لپاره بند نه پاته کیږئ. په دی اساس دلته موخه یوازی دا نه ده چې ستونزی حل کړۍ، اما خبرو ته دوام ورکول دي. اصلي ټکې دادی چې ژوند کول ورسره زده کوۍ. د دی کار لپاره باید پلټنه وکړۍ چې کومو شیانو دا ستونزي رامنځ ته کړی دي.

د ګاتمن په وینا ځنې نیمګړي ارمانونه باید و پیژندل شي او له معمولو او مروجو ارمانونو بېل شي. ځنې  مروج ارمانونه دادي؛  ازادي، استراحت، رواني یا معنوي وده او له کورنۍ سره اړیکې. حتمي نه ده چې د دواړو غاړو ارمانونه یو شان وي، خو که چېرې د یوبل ارمانونه وپیژندل شي او له هغو ملاتړ وشي، نو د ګاتمن له نظره دا د ښې اړیکې بنسټ جوړوي.

۷- ژوند مو په ګډه با معنا کړئ

د ښې اړیکې وروستې عنصر ګډ ژوند ته د معنا ورکولو امکان یا فرصت دی.
هغه جوړه چې ښه خپل منځي اړیکه لري، داسی ښکاري چې د ژوندون په هکله ګډ فکر او لید لري او یا هم د خپل ژوند په هکله چې باید په ګډه یې مخ ته یوسي پلان او پروګرام لري.

ګاتمن د ژوند دا معنا په څلورو اړخونو ویشي:

هغه دستورې یا تشریفات چې پیوند رامنځ ته کوي؛ ماښام کور کې په ګډه ناسته چې د هر  چا لپاره یوه  ځانګړی شیبه ګڼل کیږي. د جوړې دواړه غړي داسی وګڼې چې د ژوندانه مهمې  موخې یې د کار او کورني ژوند ګډول او د دواړو  ترسره کول دي .د جوړی د دواړو غاړو تمه دا وي چې په زړښت کې به یې د ژوند تیرولو ډول یو شان وي.
او داچې پیسو یا شتمنیو ته به دواړه دومره ارزښت نه ورکوي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
ه- ۶- ۲۰۲۴/ هالنډ
سرچینه:  psychologiemagazine

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب