پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeسپورتهند په لوی توپیر آیرلنډ مات کړ

هند په لوی توپیر آیرلنډ مات کړ

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) هند په نړیوال شل اوره جام کې خپله لومړۍ مسابقه په لوی توپیر، په ۸ ویکټونو او (۴۶) توپونو وګټله.

آیرلنډ لومړی بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په شپاړسم اور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۹۶ منډې کړې وې.

هندي لوبغاړو په اسانه هدف پوره کړ. د هند لپاره روهیت شرما ۵۲ منډې وکړې.

خو د هند لپاره په توپ اچونه کې بومرا، چې د نړۍ یو تکړه توپ اچوونکی دی، په درو اورونو کې نه یوازې په ۳ اورونو کې د آیرلنډ دوه لوبغاړي وسوځول بلکې یوازې یې ۶ منډې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې سبا (پنجشنبه) څلور مسابقې وشي.

په سي ګروپ کې به پاپوانیوګیني له یوګنډا سره د افغانستان په وخت د سهار په څلور بجې مخامخ شي.

د نن ورځې دوهمه سیالي به د استرالیا او عمان ترمنځ د افغانستان د مازدیګر په ۵ بجې وي.

په اې ګروپ کې د امریکا او پاکستان سیالي به د افغانستان د شپې په اته بجې پیل شی او وروستۍ مسابقه به د نامیبیا او سکاټلنډ ترمنځ ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...