چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد افغانستان پخوانی ولیعهد شهزاده احمدشاه وفات شو

د افغانستان پخوانی ولیعهد شهزاده احمدشاه وفات شو

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده احمد شاه د ۸۹ کلونو په عمر په امریکا کې وفات شو.

د شهزاده احمدشاه کورنۍ نن (چهارشنبې) د هغه د مړینې خبر د ټولنیزو شبکو له لارې خپور کړ.

د شهزاده احمدشاه خوریې نادر نعیم پر خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د اعلحضرت محمد ظاهر شاه مشر زوی شهزاد احمد شاه پرون په امریکا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

دغه راز د شهزاده احمدشاه وراره مصطفی ظاهر هم پر فیسبوک د خپل تره مړینه تایید کړې ده.

شهزاده احمدشاه، چې د اعلحضرت ظاهرشاه مشر زوی او د افغانستان ولیعهد و، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې اوسېده او له سیاسي پلوه فعال نه و.

نوموړی د محمد ظاهراشاه د سلطنت په مهال د افغانی سره میاشت ټولنې ريیس و.

په ټولنیزو شبکو کې د شهزاده احمدشاه د مړینې په اړه ګڼو افغانانو غبرګون ښودلی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي پر خپله ایکسباڼه او فیسبوک لیکلي: «زه د شهزاده احمدشاه له کورنۍ سره خواخوږي څرګندوم.»

8 COMMENTS

  1. سلام
    پخوانی ولس مشر چې په حقیقت کې دټولو مصا ئبو ،وژنو ، تباهیو ، بې ناموسیو، ګلم جمو نیابتی مهره وه کوم عمل یې د مرحوم ولیعهد له کورنۍ سره اړیکی لری.
    مرحوم ولیعهد احمدشاه خو دیوې داسې کورنی وه چې دافغانستان په تاریخ کې نوم لری . سمه ده چې ملت فقیر ولی انسانیت، شرافت، امانت، ناموس او دیانت تعریف درلود او هرڅ دنړۍ په کچه پوره سکون کې ول.
    کارغه کرزی نه شرم لری او نه حیا په هر ځای کې کاغ کاغ کوی.
    دی له ولس ځان سکنی ګڼی بی نزاکتی هم حد لری

  2. د شریف زاد صاحب نظر ته د درناوی په ترڅ کی ، خبره خو دا ده چی افغان وولس د نورو دردونو تر څنګ د مغزی په درد هم اخته دی یعنی:
    ددی پر ځای چی د خپل حال او راتلونکی مسیر ته وګوری، اکثراً شا ( تاریخ ) ته ګوری ( هر څومره چی د تاریخ د غونډۍ څخه لیری کیږی په هغه انداره دا خړه غونډۍ ور ته زرغونه ښکاری ) بناً همیشه د تګ په حالت کی شا ته کتل د مغزی د درد لامل ګرځی.
    دا به یو غیر علمی تحلیل وی که ( مثلاً ) وویل سی چی د ظاهر شاه د سلطنت دوران یو آرام دوران ؤ یا مثلاً وویل سی چی خپله ظاهر شاه هم یو آرام او پوه او مهربان! شاه ؤ. دا تحلیل ځکه غلط او غیر منطقی دی چی که ظاهر شاه رشتیا هم یو پوه او پر هر څه مسلط شخص ؤ نو پاچهی ئی ولی وبایلله؟
    امّا اصلی خبره:
    د افغانستان د پخوانی پاچا د کورنۍ ټول غړی استثنائی غړی دی چی حتی د بشری تاریخ په هیڅ پړاؤ کی ئی مثال نه لیدل کیږی یعنی:
    د څلویښت کلن سلطنت په سیوری کی او د ټولو امتیازاتو او امکاناتو د درلودلو سره سره د پاچا زامن له هری زده کړی او تعلیم او تعلم او بصیرت څخه بی برخی وه ( په حقیقت کی سپین بیسوادان او خوشی شوده ګان وه ، حال دا چی هغوی باید د روښانه فکر او لوړو زده کړو څښتنان وای ).
    د ظاهر شاه د زامنو د بیسوادی د موضوع شا ته یو بل دروند رمز پروت دی هغه دا چی:
    ظاهر شاه ته ویل سوی وه چی هلکه ته هم د مستو او شلومبو څخه ډکه قوطۍ غوندی د مصرف تاریخ لرې چی تاریخ دی تمام سی د تاریخ کندی ته به پناه وړی او شهزاده مهزاده دی هم د پاچهی د دوام چانس نلری. بناً ظاهر شاه د حال په ژبه خپلو زامنو ته ویلی وه چی خپل عشقونه کوی ، دا وطن نه زما دی او نه ستاسی او نه هم تاسی کومه آینده لری د تاریخ په خیرات کی. ( تاریخ چی معکوس ولیکل سی نو خیرات تری جوړیږی ).

  3. سلامونه،
    زما په فکر،د ملت بابا المتوکل علی الله م.ظاهر شاه دوره په تیره بیا د ۱۹۶۳-۱۹۷۳ د ډیموکراسي لسیزه ؛پس له غازی امان اله خان لس کلنې پیشرفتونو؛ د افغانستان طلایی دوره وه. فکر کوم شریفزاد،حضرت او نور زما په شمول د همغې مبارکی دورې نسل یو چې د الله په توکل تر اوسه دومره انقلاباتو او انفجاراتو څخه ژوندي راوتي یو؛ باید نمک هرامی ونه کړو!؛
    شاهزاده احمد شاه جان دې خدای وبښي؛ هماغه وخت د سرې میاشتې رییس و ؛له ف.ګیلانۍ څخه خو به یی ډیر خدمت کړی وي؛همدارنګه نور شاهزدګان او شاهدختانې هم په دندو بوخت ول!!!!!
    راځو ایکس پریزدڼټ حامد کرزي ته؛ غیر د امریکایانو په راتللوچې د وسه ی پورته وه، او د لڼډغرو ټلوالې جوړجاړیو ؛ نور خو د ۲۱.پیړۍ پیل کښې ېې د افغانستان ملي یووالي او،تعلیم، بیا آبادولو ا.د.ن.کې ۱۳ کاله خپل کوښشونه وکړل آن تر امنیتي تړون نه لاسلیک کولو پورې یی امریکانیانو ته هوشدارونه ورکول مګر پیر مجډدی دی په غوږ واهه که: امضا کو اګه نې مه هجرت میکنم!
    داشتمه چي میکنین! دارمه بګویین!! ېعنې اوس څه لرو دا پیکر وکړ!!!. درنښت

  4. د ښاغلی ورور شریف زاد صاحب او ښاغلی ډاکتر زړور ساپی صاحب د تبصری سره سل فیصده هم غږی یم.
    دغه بل غلام حصرت صاحب ته وایم چه ښکنځل ښه کار نه دی. ستا مشکل د لوپر سره دی. نه د لوپر د پلار او مور سره.

  5. خدای بښلی ظاهرشاه د افغاني ټولني ارواح پوه وه. هغه په کراره پرمختګ کول.په یوه ماسل به بسته کلئ راروان کړئ وه. روح یې ښاده هم د زوی هم د پلار💐💐💐💐💐

  6. لوپر او غلام حضرت دواړه هوښیار خلک ښکاري خو باید دواړه خپلو ټکو ته پام وکړی. سپکه ژبه کارول د ضعیف مغزه انسانانو کار دی، یانی هغه چي چاته په سمه توګه قناعت نه شی ورکولی. باید د میني او درنښت نه ډکه ژبه وکاروو. په انګلیسی کی متل دی وایی چی په شهدو ډیر مچان نیولی شی…

  7. صادق او مخلص شهزاده احمدشاه دی خدای پاک جنت په نصیب کړی دده محترم سره په خواږه مجلس کښی دده درد او غم شریکی د افغان غیرتی ملت سره ډیره زیاته وه د غلامو ملی خائینو کمونیستانو کودتا ( د لیونی محمد داؤد خان تر رهبری او د روس ستر جاسوس حسن شرق په تشویق سره ) له لاسه افغانان د جهان په مختلفو ممالکو کښی بی سرنوشته تیت شوی دی حتی ددوی مرګ په ډیرو غمناکو شرائیطو کښی صورت مومی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب