دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد افغانستان څو لنډ خبرونه

د افغانستان څو لنډ خبرونه

د کرکټ دوو لوبو سیل ځپلو ته مرسته وکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوو لوبغاړو د وروستیو سېلونو له قربانیانو سره دوه میلیونه او ۲۷۰ زره افغانۍ مرسته وکړه. باختراژانس خبر ورکړ چې دا پيسې د طالبانو د ښار او کور جوړولو وزير حمدالله نعماني ته وسپارل شوې. په افغانستان کې له وروستیو سیلونو وروسته طالبانو له نړۍ او نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه. د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې په راتلونکو اوو میاشتو کې په افغانستان کې له سېل ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په مومندره کې کېبلي پُل جوړیږي

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته چې ۲۵ کسان پکې سپاره وو، د طالبانو د دغه ولایت د والي دفتر په دغه ولسوالۍ کې د «کیبلي پل» د جوړولو اعلان وکړ.

طالب چارواکي وايي چې دغه پل د دې ولسوالۍ څو کلي د جلال اباد – تورخم له لويې لارې سره نښلوي.

د ننګرهار د والي دفتر نن ( چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ننګرهار والي، د فواید عامې وزیر او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو د دغه پله د جوړېدو ځای ولید. طالبان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې دا کېبلي پل د تګ راتګ د اسانتیا او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه جوړېږي. طالبانو د دغه پله د جوړېدو د وخت او لګښت په اړه جزئیات نه دي ورکړي. تېره ورځ د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې یوه بېړۍ چې ۲۵ کسان پکې سپاره وو ډوبه شوه. سيمه ييزو طالبانو په دې پيښه کې د وژل شويو کسانو شمير ۱۰ تنه وباله.

 د پیتربورګ په غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو وزیر ګډون

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د سینټ پیترزبورګ په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې دغه ښار ته رسیدلی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې به د سیمې او نړۍ له اړوندو چارواکو سره د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

د سنټ پیترزبورګ اقتصادي غونډه نن د جون په پنځمه پیلیږي او د همدې میاشتې تر اتمې نیټې پورې دوام کوي. د سنټ پیترزبورګ کلنۍ اقتصادي فورم له ۱۹۹۷ کال راهیسې هر کال جوړیږي او د ۱۲۰ هیوادونو شاوخوا لس زره استازي په کې ګډون کوي. د طالبانو دغه پلاوى په داسې حال کې روسيې ته تللى چې په دې وروستيو کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د کابينې يو شمېر غړو ويلي چې ښايي طالبان د منع شويو ترهګرو ډلو له لېست څخه وايستل شي.

روسیه په شانګهای کې د افغانستان ملاتړ کوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو او د شانګهای د همکاریو پسازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي.

کابلوف وویل د شانګهای د همکارۍ سازمان یوه اقتصادي ټولنه ده او د افغانستان اقتصاد هم باید داسي تنظیم شي چې په دې سازمان کې ګډ شي.

افغانستان اوس د منګولیا، بیلاروس، عراق او سریلانکا په څېرد شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی دی.

د افغانستان زعفران بیا هم اول شول

د بلجیم د ذایقې په نړیوال انسټیټیوټ کې د افغانستان زعفرانو ته لومړی ځای ورکړل شو.

دغه انسټیټیوټ د افغانستان د هرات د زعفرانو لابراتواري ازموینه کړې، چې پر اساس یې د افغانستان زعفران تر ټولو خوندور زعفران ثابت شول.

د افغانستان زعفرانو په ۲۰۱۹ کال کې هم د دغه انسټیټیوټ له‌خوا او په ۲۰۲۱ کال کې د اروپایي اتحادیې له‌خوا لومړی مقام خپل کړی و.

‏د بلجیم نړیوال انسټیټیوټ هر کال د ټولو هېوادونو زعفران ارزوي او درجه بندي کوي.

1 COMMENT

  1. په مومند دری کی کیبلی پُل جوړیږی. تر څو چی پر افغانان یوه ستره غمیزه را نشی یوه کار ته اقدام نکوی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

هلو / اجمل پسرلی

دوه زره کاله ورسته

ثواب/ اجمل پسرلی