شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد خوړو او کرنې سازمان: اکثره افغانانو اقتصادي ټکان خوړلی

د خوړو او کرنې سازمان: اکثره افغانانو اقتصادي ټکان خوړلی

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپل فصلي راپور کې د اړتیاوړ شیانو په رانیولو کې د خلکو بې وسي او پرله پسې وچکالۍ په افغانستان کې دوه مهم اقتصادي ټکانونه په ګوته کړي.

په راپور کې راغلي چې ډېری کورنۍ عاید نه لري او په پورونو ژوند کوي.

د ملګروملتو د خوړو او کرنې سازمان خپل دا تازه راپور په ټول افغانستان کې له زرګونو خلکو سره له مخامخ خبرو وروسته ترتیب کړی. دا د دې کال د جنورۍ له 24 څخه د فبرورۍ تر 29 پورې موده رانغاړي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې ډېری خلک د خوراکي توکو د لوړ لګښت او وچکالۍ (۶۰ سلنه د خوراکي توکو د لوړې بیې له امله او ۵۸ سلنه د وچکالۍ له امله) ځورېدلي دي. سربیره پر دې، 10٪ خلک پرته له کوم عاید څخه ژوند کوي.

له هغه وخته چې طالبانو واک تر لاسه کړی، او په افراطي پالیسیو یې ښځې له تعلیم او کار څخه راګرځولي، وضعیت خراب شوی او  پراخې ستونزې رامنځته شوي دي.

د دغه راپور د چمتو کولو لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له شاوخوا ۹۵۰۰ کسانو سره مستقیمې خبرې شوې دي.

د راپور پایلې ښیي چې د عاید کمښت، چې د پیرودلو لپاره د خلکو وړتیا محدودوي، کورنۍ په تېره بیا هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي، د خوړو په موندلو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوې دي.

موندنې دا هم په ډاګه کوي چې له 90٪ څخه ډیر خلک د عاید له کمښت سره مخامخ دي، او شاوخوا 60٪ ځواب ویونکو ویلي چې دوی هیڅ عاید نه لري.

د خوړو اوکرنې سازمان ویلي، “د راپور تر چمتو کولو درې میاشتې پخوا لس سلنه کورنیو عاید نه درلود او په سپمولو پیسو او پورونو یې ژوند کاوه.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب