چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد چین ستوربیړۍ له سپوږمۍ څخه راروانه شوه

د چین ستوربیړۍ له سپوږمۍ څخه راروانه شوه

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) چین وايي چې د سپوږمۍ ناڅرګندې نیمايي برخې ته د دوی استول شوې ستوربیړۍ له څېړنو او د سپوږمۍ د دې برخې د نمونو له راټولولو وروسته د مځکې لور ته حرکت پیل کړی دی.

د چین دولتي رسنیو ویلي چې د چانګ يي -6 سپوږمکۍ د دوشنبې په سهار 07:38 (23:38 GMT) بجې د سپوږمۍ له سطحې څخه د بیرته راستنیدو سفر پیل کړی دی.

دا ستوربیړۍ د یکشنبې په ورځ، د جون په 2، د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نژدې د یوې ژورې کندې په خوله کې کښته شوه. دا کار ساینسپوهانو د یوه مهم پرمختګ په توګه وستایه.

چین یوازینی هیواد دی چې د سپوږمۍ پټې او تیارې خوا ته یې ستوربیړۍ کښته کړې. په 2019 کې یې هم دا کار کړی و.

د چین ملي فضایي ادارې (CNSA) د سپوږمۍ پر پټې خوا د خپلې سپوږمکۍ کښېناستل د بشر له لوري د سپوږمۍ په اړه په څېړنو کې یو بې ساری ګام بللی دی.

د سپوږمۍ “پټې” یا “تیاره” نیمایي ته سفر کول، چې د ځمکې شا ته ده او هیڅکله له ځمکې څخه نه لیدل کیږي، له دې کبله اسانه کار نه دی چې واټن یې زیات دی او له بلې خوا د سپوږمۍ دا برخه ډېرې لوړې – ژورې لري.

چین غواړي چې لومړی هیواد وي چې د سپوږمۍ له پټې او تیاره برخې څخه د ډبرې او خاورې نمونې راوړي. ساینسپوهان فکر کوي چې د سپوږمۍ د دې برخې تیږې او خاوره به د هغې د نورو برخو له خاورې او تیږو سره توپیر ولري.

دا سپوږمۍ ته د چین شپږم ماموریت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب